ولسي جرګه

تاند- د افغانستان ولسي جرګې تر انتخاباتو پوري د خپل کار د دوام په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د اعلامیې ملاتړ وکړ.

ولسي جرګې په داسي حال کې د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ وکړ چې مخکې یو شمېر وکیلانو د سرطان له لومړۍ نېټې وروسته خپل کار غیرقانوني باله او ویل یې چې استعفا به وکړي.

د اساسي قانون د ۸۳ مادې پر اساس د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال په پای کې د سرطان په لومړۍ پای ته رسېږي او نوي انتخابات د جرګې د کار د دورې تر پای ته رسېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې وشي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ولسمشر پر اعلامیې بحث وشو او په پای کې یې رایې واخیستل شوې چې اکثرو غړیو اعلامیه تایید کړه.

رمضان بشردوست د سرطان له لومړۍ وروسته د ولسي جرګې د کار له دوام سره مخالفت وکړ خو د ملي شورا د ولسي جرګې د کار د دوام پلویانو ویل چې له دې پرته چې دوی کار ته دوام ورکړي بله لار نشته.

د ولسي جرګې مخکښې غړې شکریې بارکزۍ وویل:«پارلمان داسي اورګان دی چې تل فعال وي. ولسي جرګه قانون جوړوونکې اداره ده او د خلکو د ارادې ښکارندویه ده. زما پوښتنه دا ده چې که دا وکیلان دلته نه وي او د ملت استازیتوب ونه کړي، دا کار به څوک وکړي؟ ایا زما موکل رایبکس ته تللی او زما پر ځای یې بل څوک غوره کړي دي؟»

ولسمشر غني په خپله اعلامیه کې ویلي چې په یوه میاشت کې به ووايي چې د ولسي جرګې انتخابات به کله کېږي.

داسي ښکاري چې د ولسي جرګې انتخابات ممکن میاشتې – میاشتې وځنډېږي ځکه چې د ولسمشر په اعلامیه کې ویل شوي چې د امنیت په شمول انتخابات له سختو خنډونو سره مخامخ دي.

One thought on “ولسي جرګې د خپل کار د دوام په اړه د ولسمشر د اعلامیې ملاتړ وکړ”
  1. که امکان ولري چې اساسی قانون ته داسې تغیر ورکړل شي چې همدا دې د پارلمان غړي دې دایمی وی ، ځکه نه به په انتخاباتو مصارف راخي او نه به نور مکیلان ،ځکه په افعانستان کې قحط رجال دی بیا به نو ر کسان په افغانستان کې له کومه کېږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *