تاند- ولسی جرګې د افغانستان د دفاع وزارت لپاره نوماند محمد معصوم ستانکزي ته د اعتماد رایې ورنه کړې.

تر دې مخکې ولسي جرګې د دفاع وزارت لپاره سترجنرال شېرمحمد کریمي هم رد کړی و او جنرال افضل لودین مخکې تر دې چې ولسي جرګې ته د اعتماد رایې لپاره وړاندې شي، انصراف وکړ.

ښاغلی ستانکزی تېره اوونۍ د ولسمشر د دوهم مرستیال له لوري ولسي جرګې ته رسماً معرفي شو.

نن د ولسي جرګې په غونډه کې ۲۱۳ استازي حاضر ول چې ۸۴ یې ښاغلي لودین ته رایې ورکړې خو ۱۰۶ استازو مخالفې رایې واچولې.

ښاغلي ستانکزي د تایید لپاره ۱۰۷ رایو ته اړتیا لرله.

9 thoughts on “ولسي جرګې د دفاع وزارت کاندید ته د اعتماد رایه ورنه کړه”
  1. په درېیم او وروستي پاراګراف کې د ستانکزي نوم په لودین اوښتی دی. سم نه دی.

  2. سلام
    په داسې حال کې چې مونږ د دفاع وزیر ته ډیره اړتیا لرو، ولسي جرګې نن واقعآ یو ډیر پر ځای کار وکړ چې معسوم ستانکزي ته یې د دفاع وزیر په توګه د باور رایه ورنکړه. د افغانستان د دفاع وزیر باید داسې یو کس وي چې هغه په واقعي ډول د دغې څوکی لپاره وړ وي او په دفاعي چارو کې د پوره تجربې خاوند وي او هم عملآ اوس د دفاع وزارت په چوکات کې دنده ولري نه دا چې د سیاسي مخو لپاره هر څوک چې د ع او غ خوښ شول هغه ولسي جرګې ته د وزیر په توګه معرفي کړي. زه فکر نه کوم چې ستانکزی به له شیر محمد کریمي څخه چې د ولسي جرګې څخه یې هم څو موده وړاندې د باور رایه تر لاسه نه کړه، ډیر با تجربه، په کار پوه او په وطن مین کس وي. ع او غ باید د افغانستان ستونزو په پام کې نیولو سره پرته له سیاسي، ګوندي، قومي، ژبنیز تعصب څخه داسې یو کس د دفاع وزیر په توګه معرفي کړي چې هغه وکولای شي داسې یوه د پام وړ ستراتیژي دغه وزارت لپاره جوړه کړي چې دښمن ته هر وخت کې ښاغ ماتونکی څواب ورکړي او دښمن پرینیږدي چې دغه ملت نور وکړوي او وینې یې توی کړی. مونږ عملا همدا اوس په دفاع وزارت کې داسې پوه او د ښې تجربې کسان لرو چې له ستانکزي څخه یې وړتیا، تجربه، مدیریت او پوهه ډیره ده خو څه وکړو چې د ع او غ حکومت سترګې څیر نه کوي تر څو دا ډول کسان چې ګوندي او سیاسي ملاتړ نه لري خو ډیرې نورو وړتیاوو خاوندان دي د دفاع وزیر په توکه ونوموي.

  3. دا وړۍ نوری نه شړۍ کیږی. هم لوی درستیز څوکۍ له ښاغلی اشرف غنی نه لاړه ، هم د دفاع وزارت . ترڅو چی د دفاع وزیر یی نه وای قبول کړی نو دا دشاه او مخ قدمونه به یی نه مقررول ، دوی مجبور ول چی د هیواد دفاع وزیر ته رایه ورکړی. نور د پدی ترتیب سره د هیواد ملی کدرونه او ملی شخصیتونه نه تحقیروی.
    کیدای شی یوه قوی نظامی کمیټه تر خپلی رهبری لاندی جوړه او د هغوی له لاری خپله ښاغلی ولسمشر د فاع وزارت مسوولیت په غاړه واخلی او په میړانی سره د دا دنده مخته بوځی.

  4. ولسی جرګی یوځل بسم الله خان پشقل یار د کورنیو چارو له وزارته لری کړ او بیا یی د ملی دفاع وزیر په صفت د اعتماد رایه واخیسته نو اوس سوال پیداکیږی چی :
    آیا معصوم ستانکزی به د موچی له زوی نه هم بیسواده وی او د ملی دفاع وزارت به رهبری نشی کړی.

  5. خدای دې د مخالفينو کور وران کړي ، لعنت دې په هغو وي چې دوی ېې خپل وکيلان ټاکلي ، د خدای لپاره هره ورځ د لسهاو جنازې پورته کيږي او دا بیناموسان خپلې نغمې غږوي په ژوند کې لمړئ ځل دئ چې دومره پوچ الفاظ ليکم خو څه وکړم زړه مې اور اخلي ، نور دا وکيلان ولې نه شړل کيږي ؟

  6. Shura-i-Nizar will not accept any one but a Jamiati – Setami for this position. Rejecting Stanikzai is indeed a warning for Dr. Ghani.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *