تاند- ولسي جرګې جنرال عبدالله خان حبیبي د دفاع وزیر په توګه او محمد معصوم ستانکزی د ملي امنیت د ريیس په توګه تایید کړل.

دا لومړی ځل دی چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته ولسي جرګه د دفاع وزیر ته د اعتماد رایې ورکوي. دې جرګې تر دې وړاندې د دفاع وزارت ته د حکومت څو کاندیدان رد کړي دي.

Stanakzai and Habibiولسي جرګې تر دې وړاندې معصوم ستانکزي ته د دفاع د وزیر په توګه د اعتماد رایې نه وې ورکړي.

جرګې په خپله ننننۍ غونډه کې همداراز محمد زمان سنګري د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه تایید کړ.

د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزي ته د جرګې له ۲۲۴ حاضرو غړیو څخه ۱۶۱ غړیو، دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي ته ۱۶۷ غړیو او د سترې محکمې د غړي په توګه محمد زمان سنګري ته ۱۳۷ غړیو رایې ورکړې.

ستانکزی او حبیبي دوې اوونۍ وړاندې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ولسي جرګې ته معرفي کړي ول.

حاضردمه یوازې د کانونو او پیترولیم وزارت د سرپرست له لوري اداره کېږي. د کانونو وزیر داوود شاه سبا په وروستیو کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

2 thoughts on “ولسي جرګې د دفاع وزیر او د ملي امنیت ريیس ته د اعتماد رایې ورکړې”
  1. په اوسنیو حالاتو کی ولسی جرګی ښه پریکړه کړی ده

    خدای ج دیی ټول افغانان په خپل مینځ کی په اتحاد او اتفاق سره وساتی

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *