تاند- ولسي جرګې د سترې محکمې عالي شورا ته یوازینۍ نومول شوې غړې انیسې رسولې ته د اعتماد رایه ورنه کړه.

انیسه رسولي د ولسمشر له لوري ولسي جرګې ته معرفي شوه خو دې جرګې نن /چهارشنبه/ هغه رد کړه.

د ولسي جرګې لومړي نایب ظاهر قدیر، چې نن یې د عبدالروف ابراهیمي په غیاب کې د جرګې مشري کوله، له حکومته وغوښتل چې د انیسې رسولي پر ځای بل څوک وروپېژني.

تېره اوونۍ ولسي جرګې د دفاع د وزارت کاندید معصوم ستانکزي ته هم د اعتماد رایه ورنه کړه.

One thought on “ولسي جرګې د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه انیسه رسولي تایید نه کړه”
  1. ولسي جركه به هغه څوك تأيد وي چه يا دالر ولري اويا ددوي خبلوان اويا ددوي دتنظيم غړ وي اوبس..
    دا يوه فساد.ءءءءءءءءءءءءءءولسي جركه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *