تاند- ولسي جرګې نن د افغانستان د حکومت د کابینې دوه نور وزیران سلب صلاحیت کړل.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د لوړو زده کړو، ښارجوړونې او عدلیې وزیرانو ته د اعتماد رایې د ورکولو یا نه ورکولو لپاره رایبکسونه کېښودل شول چې په نتیجه کې یې د عدلیې او ښار جوړونې وزیران تایید خو د پوهنې وزیره رد شوه.

د ښارجوړونې وزیر سید سادات منصور نادري د ۵۹ رد رایو په وړاندې ۱۳۵ د تایید رایې ترلاسه کړې.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر نور تایید شو.

د لوړو زده کړو وزیرې فریده مومند ۱۳۱ رد او د تایید ۶۳ رایې ترلاسه کړې چې په نتیجه کې یې سلب صلاحیت شوه.

تراوسه پوري ولسي جرګې د ۹ وزیرانو په اړه پرېکړه کړې چې د هغو په منځ کې ۳ تایید شوي او ۶ رد شوي دي.

پرون ولسي جرګې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي تایید کړ خو د ترانسپورت او پوهنې وزیران په چارو کې د کمزورتیا او د انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد کړل.

د ترانسپورت او وهوايي چلن وزیر محمد الله بتاش ۵۱ تایید او ۱۴۲ رد رایې ترلاسه کړې. د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ته ۱۳۱ وکیلانو د رد او ۶۵ نورو د تایید رایې ورکړې.

د شنبې په ورځ ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل، او د فواید عامې وزیره محمود بلیغ د ۷۰ سلنې بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد شول.

One thought on “ولسي جرګې د لوړو زده کړو له وزیرې د اعتماد رایه واخیسته”
  1. د وکیلانو تمبل ځامن یی په فوق العاده امر په خارجی بورسونو، طب پوهنځی، انجینری، زراعت او نورو پوهنځیو کی شامل نکړه نو ځکه آغلی فریده مومند د دوی په فرمایشی رایو کی پاتی راغله

    ښاغلی اولسمشر ته پکار دی چه دغه پارلمان نور لغوه اغلان کړی، ځکه د دوی قانونی موده پوره شویده، دهر پارلمان چه قانونی موده پوره شی، هغه پارلمان دحکومت او دولت لپاره په ګټه نه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *