د افغانستان ولسي جرګې په کابل، کندهار او لشکرګاه کې له خونړیو تروریستي حملو وروسته له ولسمشر او د هیواد له امنیتي اورګانونو سره د بیړنۍ غونډې د دایرېدو غوښتنه وکړه.

د دغو چاودنو، چې تر ۲۴ ساعته ډېر وخت یې وځي، لا هم د تلفاتو دقیق شمېر نه دی څرګند خو ویل کېږي چې نژدې ۱۴۰ تنه پکې مړه او ژوبل شوي دي.

ولسي جرګې نن /چهارشنبه/ په خپله علني غونډه کې د هلمند، کابل او کندهار حملې سره تړلې وبللې او د دغو پېښو د څېړلو لپاره یې د جرګې د ريیسه پلاوي د بیړنۍ ناستې غوښتنه هم وکړه.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري، چې د نن ورځې د ولسي جرګې مشري یې کوله، د بېړنۍ ناستې د دایرېدو د وړاندیز په ترڅ کې وویل «ولسمشر باید د افغانستان او په ځانګړي ډول د ملي شورا د غړیو د امنیت د څرنګوالي طرحه له دوی سره په روښانه ډول مطرح کړي.

د کندهار په چاودنه کې د جوزجان ولایت د ولسي جرګې یو استازی او یو سناتور وژل شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړیو د سولې د بهیر د بشپړه لغوه کېدو او د تروریستانو په وړاندې د عمومي پاڅون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نور باید له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې ونه شي.

One thought on “ولسي جرګې د وروستیو تروریستي حملو په اړه له ولسمشر سره د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه”
  1. ولس مشره پدې دوه کاله کې به دې دومره ګټلي وي چې دا پاتې کم عمر او د دوه بچو ټول عمر دې ښه تیر شي، امریکا ته دې هم په افغانانو د حکومت کولو ښه نظریه ورکړې وه چې دولت نیمایي کړي، په کرزي خو دا فورمول ونه چلید خو په تا عملي شو کوم چې ډیر شرمونکی او ناکام فورمول وو. ستا د کمزورې حکومتولۍ نتیجه دا وه چې مخکې به یواځې پاکستان راکې ګوتې وهلې او اوس ایران هم په حملو کې ښکیل شو چې څه کولې نشې نو بې ځایه خوله هم مه خوځوه. ته خو امریکایي یې او بیرته به خپلې امریکا ته لاړ شې ولې افغانستان او افغانان تباه او دایمي غلامان کوې؟
    که لږه افغاني وینه درکې وي نو حکومت او چلونکې یې اصلاح کړه. د سولې شورا لغوه او ملي پاڅون اعلان کړه او د اوس لپاره د پیسو ګټلو د اقتصآدي پروژو نه مهم د افغانانو ژغورل او ژوند دی، پيسې ورروسته وګټه کوم چې ستا اصلي مرام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *