تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: ولسي جرګې د کال د دویمې نیمايي لپاره ملي بودیجه تر یو وار رد وروسته نن تصویب کړه.
ولسمشر ولسي جرګې ته امر کړی و چې تر هغو دوبنۍ رخصتۍ نه شي کولای تر څو بودیجه تصویب نه کړي چې له کبله یې نن د ولسي جرګې عمومي غونډه کې د کال د نیمايي بودیجې په مسوده رایه اچونه وشوه.
ولسي جرګه کې نن د بودیجې تصویب ته ۱۲۰ موافقې او ۷ مخالفې رایې وکارېدلې.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رئیس عظیم محسني وايي، سولې وزارت او د بشري حقونو وزارت، د رجال برجسته او ارګ متقاعدو ساتونکو ته ځانګړې شوې بودیجه له دغې مسودې څخه ایستل شوې ځکه دوی هم د تایید رایه ورکړه.
دغه راز حکومت د کال نیمايي بودیجه کې ټاکنو ته ۶ اعشاریه اووه میلیارده افغانۍ بېلې کړې وې چې د تېر کال په پرتله بودیجه کې ۲۴ اعشاریه ۹ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی و.
د ملي بودیجې د څېړنې کمېسیون وايي، اضافه شوې بودیجه کې یې ۲۰ اعشاریه ۹ ملیارده افغانۍ له کورنیو عوایدو او ۴ میلیارده یې له بهرنیو مرستو سند کې ځای پر ځای کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د کال د دویمې نیمايي بودیجه رد کړه او ۱۶ موارد یې په کې شکمن یاد کړل.
جرګې وویل، حکومت تر څو په دې ټکو غور ونه کړي، دوی یې بودیجه نه تصویبوي.