تاند- د ولسي جرګې غړیو د ولسمشر کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ د وروستیو خبرو د جزییاتو په اړه مالومات وغوښتل.

ولسمشر کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په وروستیو ورځو کې په تېلفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان په اړه خبرې کړې وې. ارګ د دواړو خواوو د یو ساعته ټېلفوني خبرو په اړه په خپله خبرپاڼه کې تشریفاتي مسایلو ته اشاره کړې وه خو وروسته د کابل چاپ یو شمېر رسنیو د ارګ له منځه د باوري سرچینو په قول وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په زغرده «د طالبانو په نمایندګۍ استدلال» کاوه.

سرچینې وویل چې کیري په دې ټینګار درلود چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره امریکا غواړي چې په قطر کې د طالبانو دفتر ته رسمي بڼه ورکړي.

محور ورځپاڼې لیکلي: امريکا او طالبان غواړي د قطر له دفتر څخه د امارت د سفارت په توګه استفاده وکړي، خو افغان دولت د قطر دفتر یوازې د طالب استازو د آسانچاري ادرس په توګه مني. ورځپاڼې همداراز لیکلي: افغان دولت ته نږدې سرچينو وېره څرګنده کړې، چې امريکا له نورو فشارونو سربېره د امنيتي تړون لپاره طالبان د فشار د آلې په توګه کاروي او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پرسر د ناندريو دوام په افغانستان کې د جګړې د پراختيا امکان زيات کړي.

له بلې خوا د پژواک اژانس د یو راپور پربنسټ یو افغان مقام ادعا کړې، چې امريکا په مستقيمه توګه د طالبانو په استازيتوب له دوی سره استدلال کوي. ددغه مقام اشاره د کرزي او جان کيري ترمنځ وروستيو تليفوني خبرو ته وه، چې یو بل يې جدي ننګولي دي. د سرچينې په ادعا د واشنګټن، لندن او بروکسل غونډو ښوودلې چې امريکا مستقيماً د طالبانو له خوا غږېږي.

ولسي جرګې نن پرېکړه وکړه چې ارګ ته رسماً ولیکي چې له جان کیري سره د ولسمشر کرزي د خبرو له بشپړو جزییاتو د ملت استازي خبر کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *