د افغانستان کرکټ بورډ ادارې چارواکي او د ملي لوبډلې لوبغاړي د وروستیو بریالیتوبونو په ویاړ نن ولسي جرګې ته د ملت استازو له لوري وربلل شوي ول چې د تودو مراسمو په ترڅ کې یې هرکلی او تقدیر وشو.

د غونډې په ترڅ کې د ویناوالو سربیره د ملي لوبډلې په غړو او د کرکټ بورډ پر چارواکو ستاینلیکونه او د سرو زرو مډالونه وویشل شول.

د غونډې په ترڅ کې د ولسې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په خپله وینا کې د کرکټ ملي لوبډلې لاسته راوړنې وستایلې او یاده یې کړه چې دوی ملي شخصیتونه دي او ددوی لاسته راوړنې او زحمتونه د هیرولو نه دی. نوموږي زیاته کړه، “موږ ددوی تر شاه ددوی مسلکي او پیاوړې ادارې ستاینه هم کوو چې مدام یې خپل ملي رسالت ته په پاملرنې سره غوره پلانونه طرحه او عملي کړي دي”.

په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ رئیس شهزاده مسعود له ولسي جرګې په مننې سره داسې ووییل، “د افغانستان کرکټ بورډ اداره تل د ملي شورا له لوري نازول او هڅول شوي دي چې دا ډول هڅونې زموږ او د زموږ د لوبغاړو پر مورال خورا مثبتې اغیزې کوي او موږ د لا پیاوړو پروګرامونو عملي کولو هوډ راکوي”.

د غونډې په ترڅ کې د ولسي جرګې بدني روزنې مسئول نقیب الله قایق هم خپله وینا واوروله او نړیوال جام ته د کرکټ ملي لوبډلې لارموندنه یې د هیواد سپورتونو په ډګر کې بې سارې وبلله.

د غونډې په پای د ولسي جرګې یو شمیر غړو له لوري ملي لوبډلې ته نقدي جایزې هم اعلان شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *