ولسي جرګې نن د کورنیو، بهرنیو، او مالیې د وزیرانو په شمول د ولسمشر غني د کابینې د ۱۷ وړاندیز وزیرانو له منځه ۸ ته د اعتماد رایې ورکړې خو ۱۰ یې رد کړل. په رد شویو وزیرانو کې د دفاع وزیر جنرال شېرمحمد کریمي هم شامل دی.
ولسي جرګې صلاح الدین رباني په ۱۵۱ رایو د بهرنیو چارو د وزیر ته په توګه تایید کړ. دې جرګې د ملي امنیت د رييس په توګه رحمت الله نبیل ته هم د اعتماد رایه ورکړه.
د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي ته (۱۳۱) مثبتې، (۹۱) منفي،(۶) باطلې او (۱۵) سپینې رایې ورکړې.
د اقتصاد وزارت ته کاندید رحمان اوغلي ته یې (۱۰۴) مثبتې، (۱۰۳) منفي، (۹) باطلې او (۲۷) سپینې رایې ورکړې چې په نتیجه کې رد شو.
د مالیې د وزارت لپاره نوماند اکلیل حکیمي ته (۱۲۸) د تایید، (۸۶) رد، (۲۱) سپینې او (۸) باطلې رایې. او وزیر غوره شو.
د عامې روغتیا د وزارت نوماند وزیر فیروزالدین فیروز ته د اعتماد رایه ورکړل شوه.
د عامې روغتیا د وزارت نوماند وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز په (۱۷۰) مثبتو، (۵۴) رد، (۱۲) سپینو او (۴) باطلو رایې. تایید شو.
خاطره افغان د لوړو زده کړو د وزارت نوماند وزیرې ته (۷۱) مثبتې، (۱۴۶) رد، (۲۱) سپینې او (۳) باطلې رایې. تایید نه شوه.
د پوهنې وزارت کاندید وزیر محمد ګل زلمی یونسي هم رد شو. ده ته(۹۰) تایید، (۱۲۳) منفي، (۲۱۰) سپینې او باطلې (۹)رایې ورکړل شوې.
د مخابراو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت کاندید برنا کریمي رد شو.
د برنا کریمي د تایید (۱۱۵)، رد (۹۷) ، سپینې (۲۶) او باطلې (۵)
د فواید عامې وزارت کاندید ډاکترغلام عباس وثیق
تایید (۸۵)، رد (۱۳۱) ، سپینې (۱۹) او باطلې (۸)
تایید نه شو.
سید حسین عالمي بلخي د کډوالو د چارو د وزارت کاندید/ تایید شو.
تایید رایې (۱۳۴) ، رد رایې (۸۷)، سپینې رایې (۱۷) او باطلې (۵)
داوود شاه سبا د کانونو او صنایعو وزارت کاندید/ تایید شو.
تایید (۱۴۶)، رد (۷۴) سپینې (۱۳) او باطلې (۱۰)
نصیر احمد دراني د کلید د پراختیا وزارت/ تایید شو.
تایید (۱۴۵)، رد (۷۱)، سپینې (۱۹) او باطل (۵)
انجنیر عبدالرحمان صلاحي د انرژۍ او اوبو د وزارت کاندید/ رد شو.
تایید (۱۰۶)، رد (۱۰۹) سپینې ()، باطلې (۴)
سردار محمد رحیمي د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت کاندید/ رد شو
تایید رایې (۱۱۱)، رد (۱۰۲)، باطلې (۹) او سپینې رایې (۲۰)
فیض محمد عثماني د حج او اوقاف وزارت کاندید / تایید شو.
تایید (۱۶۰)، رد (۶۱) ، باطلې (۵) او سپینې (۱۷)
فیض الله ذکی چې د ترانسپورت د وزارت کاندید / رد شو.
تایید (۸۱) رد (۱۳۳) باطلې (۴) او سپینې (۲۵)
د حج او اوقاف کاندید وزیر هم تایید شو.
Lanat po de ghojal bande
دا مو نه دي لیکلي چې یو وزیر لږ تر لږه څو رایو ته اړتیا لرله چې کامیاب شي؟ د تبصرې له خپرولو سره ځواب هم راته ولیکئ، لږ وروسته بیا راځم.
۱۲۰ رایو ته
ډېره مننه، کور مو ودان.