تاند- د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد صالح سلچوقي وايي، چې دې جرګې ته په معرفي شویو کاندید وزیرانو کې ۷ تنه د دوه ګون تابعیت د لرلو له کبله د اعتماد رایې د ورکولو له پروسې محرومه کړای شول.

نن د ولسي جرګې د څو ګونو کمیسیونونو په ګډه غونډه کې، چې د کاندید وزیرانو د وړتیا د څېړلو لپاره جوړه شوې وه، اووه کاندید وزیران د پارلماني اجرااتو له پروسې محرومه شول.

ښاغلي سلجوقي د محروم شویو کاندید وزیرانو نومونه په دې ډول اعلان کړل:

د کورنیو چارو وزارت ته کاندید ښاغلی نورالحق علومي، د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید ښاغلی صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید وزیر ښاغلی سادات نادري، د عدلیې وزارت کاندید احمد سیر مهجور، له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت ته کاندید ښاغلی فیض الله کاکړ، د ښارجوړونې وزارت ته کاندید شاه زمان میوندي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کاندید وزیره اغلې آی سلطان خیري.

د ولسي جرګې همداراز ویلي، که چیري وروسته هم ورته ثابته شوه چې کوم تایید شوی وزیر دوهم تابعیت لري، سلب اعتماد به یې کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه مخکښه غړې شکریه بارکزۍ د ولسي جرګې دا پرېکړه غیرقانوني بولي.

خو د جرګې ځیني نور غړي وايي چې په اساسي قانون کې ویل شوي چې جرګه د وزیرانو د دوهم تابعیت په اړه پرېکړه کولی شي او پر دې سربېره جرګې په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د دوهم تابعیت درلودونکي وزیر ته به د اعتماد رایه نه ورکوي.

7 thoughts on “ولسي جرګې د کورنیو او بهرنیو چارو د کاندید وزیرانو په شمول ۷ تنه رد کړل”
  1. د ظاهرشاه د حکومت په وخت کی قانون و چی دی چا به حتا ښځه د خارجی هیواد و نو هغه ته به ددولت په مهمه څوکی د ګمارلو حق نه و دا چی دوهم تابعیت درلوده د اخو بیخی لیری خبره وه ځکه په هغه وخت کی داسی نظریه وه چی دا سړی ددی هیواد ګټو ته وفادار نده او هر وخت چی وغواړی نو خیانت کولای شی او د فرار لاره غوره کوی

  2. که څوک خیانت کوی ، هغه په هر حالت کی کولای شی. مګر که څوک وغواړی خپل اصلی هیواد ته خدمت وکړی او وفادار ورته پاته شی که اول یا دوم یا دریم تابعیت ولری ورته فرق نه کوی.
    د امریکا جمهور رییس بارک او باما پلار له کینیانه امریکا ته تللی وواو هلته یی له یوی امریکایی سره واده کړی و. د بلجیم هیواد پخوانی صدراعظم ښاغلی الیو د روپو د پلار منشا له ایتا لیا نه وه ، داسی نور ډیر کسان شته چی اصلا د بل هیواد ول مکر په دوهم هیواد کی یی هم ښه خدمت کړی وو. مونږ د خپل هیواد په وګړو چی دلته پیدا شوی ، لوی شوی او پخوا یی هم خدمت کړی وو اوس بی باوره یو. مګر هغوی چی لا پخوا یی خیانت او ظلمونه په ثبوت رسیدلی دی په اوسنی دولت کی غبرګی څڼی اچوی او لا هم د کودتا او ګډوډی ګواښونه کوی. د دولت او ملت مځکی یی غصب کړی ، د دولت له بودجی نه یی غلا کړی او اوس میلیونران دی . دی ته وایی انصاف.

  3. شپږ میاشتی پر ټاکنو دری میاشتی یی نتایجو پر کش اوګیر، دری نیمی مساشتی یی د کابینی پر نومولو او اوس به له خیره تر دریو میاشتو پوری به ولسی جرګه کی کش او ګیر وی. دا به بیا حکومت کوی.
    یاره خو پریږدی یی یو تابعیت یی لا څه وی یا دوهم. تیره وه یی ، خلک کار نه لری ډوډۍ نه لری د سون مواد نه لری. د وکیلانو یی په څه ؟اته زره ډالره معاش لری، کور لری، زیری موټر لری. باډیګارډ لری.
    څه ووایو باور وکړی چی موږ خو روغ لیونی شو.

  4. داجه دتولو رد شوو وزيرانو به باره كي معلومات نه لرم نه غوارم جه تبصره هم بري وكرم .صرف غوارم ددوو نفرو به هكله مثبته او منفي نظر وراندي كرم.
    ١—داطلاعاتو او كلتور وزيره أغلي اي سلطان خيري يوه متعصبه دبشتنو ضد ميرمن ده حتي به خبله دفاعٍ كي جه به تركيه كي ديبلوم او يا ماستري اخسته بشتانه تعجيز ا وتهديد كري .دا دشورا به خاي تصميم بولم.
    ٢–دوزارت داخله دبار دعلومي كانديتاتوري به خاي اودملت او امنيت او دفسق او فساد دمخنوي دباره يو غوره اوبه خاي كاند يدؤو..علومي يو با أنظباط نظامي كاربوه ديوي عالي سوق اوا داري خاوند دي به اجتماعي بر خورد كي دخلكو سره به راكره أوور كره كي دشو أخلاقو خاوند دي.بل هيخ كانديد به دعلومي خاي ونه نيسي.

  5. قبل ازینکه نظرم را در مورد اشخاصی دو تابعیته بنویسم قابل تذکار میدانم که من به سن تقاعد رسیده ام و شامل کتگوری فوق نمیشوم یعنی نوشته من ازطرف مطالعه کنندگان محترم سوءتعبیر نشودکه گویا من منظوری دارم.
    کسانی که بنابر شرایط موجود در کشوری بخاطر ابقای حیات پناهنده شده اند مرتکب جرمی نشده اند که آنها ازحق خدمت گذاری به مادر وطن محروم شوند وچنین تصمیم وفیصله عجولانه ونا بخردانه در قبال شان اتخاذ گردد.
    اگربامناسب شدن وضع در کشورشخصی ویا اشخاصی دوباره به کشور اصلی خود بر گردند وبا اندوخته های شان از جوامع مختلف برای وطن داران خود مصدر خدمت شوند چه نقصی خواهد داشت.اگر استدلال این باشد که همه کسانی که از خارج به کشور بر میگردند در فساد آلوده اند.این یک جفاست وهیچ عقل سلیم آنرا قبول نخواهد کرد.ما کسانی راسراغ داریم که از در داخل کشوربودند و یا از کشور های همجوار دو باره برگشته اند وشب وروز خود را از نگاه اقتصادی بسیار به مشکل سپری میکردند اما به دعای حکومت ساخته شده در بن کنون میلیونر دالر اند. یعنی در بین هر دو گروپ اشخاص خوب وهم اشخاص نامطلوبی وجود دارند.
    کافیست که حق انتخاب ریاست جمهوری ،ولسی جرگه وشورا ای ولایتی را ازما بنا بر ملحوضاتی که نزد خودتان موجود بود،گرفتید.شما باور کنید من مدت اضافه از یک دهه در بست اول بحیث آمر یک بخش اقتصادی دریکی از وزارت خانه ها خدمت میکردم که سروکارم با تهیه، خرید ، فروش وافتتاح لیتآف کریدت بوده اما بسیاری قسمت های کاری فرضآ افتتاح لیتآف کریدت ، اجازه برداشت پول از لیترآف کریدت برایم چنان گنگ بود که فقط در یک تونل تاریک پیش میرفتم.اما در غرب بعد ازتماس کاری و تعقیب درس در رشته اداره تجارت موضوع صد در صد برایم روشن شد ودر جنب آن برای رفع نواقص موجود ومحسوس در کشورم با استفاده از تجارب اینها راه های حل مناسب را دریافتم.
    عرض از مطلب فوق این است که کشور در شرایط دشوار قرار دارد ،نباید فریب یک مشت لاش خوران بیسواد وکم سواد مغرض را خورد وکسانی را که از تمام امکانات پیشرفته تعلیم وتربیه فیض برده اند وبا مدرن ترین مدارک ساینس و تکنالوژی کسب علم نموده اند و سالیان متمادی از تجارب کشور های دومی شان آموخته اند از خدمت گذاری به وطن و اولاد وطن محروم ساخت.

  6. هرگاه هر کس که دو تابیعت داشته باشد حق وزیر شدن را ندارد میتوان پذیرفت . اما خیانت ها رشوه ستانی ها قتل و تجاوز به ناموس ومال مردم غصب جایداد های دولتی توسط وزرای یک تابیعت دار مهم نیست واین ها وفاداری به وطن و ملت حساب میشود؟ راست اش اگر این انصاف باشد وقضاوت ها چنین باشد باید کلمه عدل را از قاموس زبان ها در وطن حذف نمود

  7. داښه خبره ده چی رد کړي یی دي همدا باید پر نورو لوړپوړوچارواکو هم عملي شي دلته غلا وکړي خارج ته یی یوسي چی پرمعین،ریس اوداسی نورو یی هم عملي کړي وکیلان دابه شه خبره وي . زیات خلک دملت پرپیسو خارج ته دزدکړولپاره ولیږل شي هغه هلته پسی پاته شي کله چی یی ګټه وي افغان وي چی جیب ډک کړي بیا نو دلته نه پاته کیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *