۲۷ جدي ۱۳۹۵:

د افغانستان ولسي جرګې درنو استازو د مرغومې میاشتې په ۲۷ مه نیټه د رایو په غوڅ اکثریت سره د ۱۳۹۶ مالي کالملي بودجه تصویب کړه.

د افغانستان مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي د ولس درنو استازو څخه مننه کوي چې  پر ملي بودجې یې بحث وکړ او د پوره غور او دقت وروسته یې نن د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره یاده بودجه د رایو په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه.

 مالیې وزیر همدا راز  د ټولو بودجوي واحدونو څخه هیله کوي چې په خپلو ټولو امکاناتو سره ځانګړې شوې بودجه پهاغیزمنه، ګټوره او ملي ګټو ته په کتو سره په خپل وخت ولګوي.

د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه په ټوله کې ۴۲۹ میلیارده افغانۍ کیږي چې ۲۶۸،۴ یې عادي بودجه او ۱۶۱پراختیایي بودجهده چې د دولت محدودیتونو، د ملي پروژو پلي کیدو، د عوایدو او مصارفو ترمنځ د توازن، د مرسته کوونکو د ژمنو،په اغیزمنه او ګټوره توګه د اوسنیو پروژو تکمیل ته په کتو سره ترتیب شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجې ۳۸ سلنه د کورنیو سرچینو او پاتې یې د بهرنیو مرستو څخه تمویلیږي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال زموږ ملي بودیجه ۳۰ سلنه له کورنیو سرچینو څخه  تمویل شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *