تاند- ولسي جرګې نن /شنبه/ پرېکړه وکړه چې غلام سخي مشواڼی لږترلږه د ۱۰ ورځو لپاره د ولسي جرګې په ناستو کې له ګډونه منع کړي.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي غلام سخي مشواڼي تېره اوونۍ د جرګې په غونډه کې د ولسي جرګې دوهم منشي له غاړې ونیوه او د کلیو د پراختیا او بیارغونې پر وزیر یې د فزیکي حملې هڅه وکړه.
د ده دا کار د خلکو له سخت انتقاد سره مخامخ شو. ډېرو خلکو په ولسي جرګه کې د نوموړي د غړیتوب د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې مرستیال او د نننۍ ناستې رييس ظاهر قدیر د مشواڼي د ممنوعیت پرېکړه اعلان کړه.
د جرګې غړیو همداراز له مشواڼي څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې له دوهم منشي څخه بخښنه وغواړي.
مشواڼي د کلیو د پراختیا او بیارغونې له وزیره بخښنه غوښتې ده.
د جرګې یو شمېر غړیو د مشواڼي د غړیتوب د لغوه کېدو غوښتنه هم وکړه.
This would not make me surprised. Similar incidents happen in the Parliament of other countries too.