تاند- د ولسي جرګې اکثرو غړیو نن د سګرټو او دخانیاتو پر وارداتو د مالیې د زیاتولو  او په عمومي ځایونو کې د سیګرېټو پر حکولو د بندیز لایحه تصویب کړه.

د دوی له پرېکړې سره سم باید د سیګرېټو پر وارداتو په سلو کې۵۰ اضافي ګمرکي محصول واخیستل شي او هغه پلورونکي باید جریمه شي چې پر ماشومانو او کم عمره کسانو سیګرېټ پلوري.

د ولسي جرګې ځینو غړیو غوښتنه لرله چې د سیګرېټو مالیه دې ۱۰۰٪ زیاته شي خو ځینې نور له دې نظر سره موافق نه ول.

د دې لایحې مسوده یوه میاشت پخوا د افغانستان د وزیرانو شورا له لوري ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استول شوې وه.

د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې تر ۱۸ کالو کشران (هلک یا نجلۍ) سیګرېټ، تمباکو او الکول نه شي رانیولی او نه دوکاندار اجازه لري چې دا مواد پرې وپلوري. همداراز دولتونو د سیګرېټو له څکولو سره د مبارزې په لړ کې د سېګرېټو مالیه د هغه تر اصلي بیې څو چنده لوړه کړې ده.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم په داخل کې د سیګرېټو د استعمال د کمولو لپاره مالیه ډېره کړې خو که څوک غواړي چې سیګرېټ بهر ته صادر کړي د حکومت مالي ملاتړ ترلاسه کوي. له همدې کبله د پاکستان ساخت سیګرېټ تر دغه هیواد په افغانستان کې په لږه بیه ترلاسه کېدای شي.

په اکثرو لوېدیځو هیوادونو کې په سربندو ځایونو، لکه دفترونو، رستورانونو، هوټلونو او حتي د بسونو په سرخلاصو تمځایونو کې د سېګرېټو پر څکولو بندیز لګول شوی او له سرغړونکي څخه نغده جریمه اخیستل کېږي.

د افغانستان ولسي جرګې هم پرېکړه کړې چې په عمومي ځایونو کې به د سیګرېټ پر څکولو بندیز وي.

د ولسي جرګې له پرېکړې سره سم هر څوک چې په عمومي ځای کې سیګرېټ وڅکوي۳۰۰ افغانۍ جریمه کېږي او څوک حق نه لري چې پر ماشومانو او کم عمره کسانو سیګرېټ وپلوري.

دا لایحه به له بشپړ تصویبه وروسته قانوني بڼه خپله کړي.

One thought on “ولسي جرګې په عمومي ځایونو کې د سیګرېټو د بندیزلایحه تصویب کړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *