ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان د ازادۍ اتل پاچا امان الله خان غازي ته د جمعیت اصلاح د یو غړي سپکاوی وغانده.
د ولسي جرګې غړو له افغان عدلي ادارو وغوښتل چې د ملا صوبر په نوم دغه ملا د قانون منګولو ته وسپاري، ترڅو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.
د ولسي جرګې یو غړي عبیدالله بارکزي وویل، چې د شاه امان الله غازي په وخت هم انګرېزانو د ملایانو په جامه کې جاسوسان او لاسپوڅي لرل او اوس یې هم د ملا صبور په څېر ډېر لاسپوڅي ساتلي او په مرګ هم غازي امان الله خان ارام نه پرېږدي، چې د دوی لویې امپراتوري یې دړې وړې کړې وه او افغانانو د غازي لقب ور کړی و.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل هم د ملا صبور څرګندونې وغندلې او ویې ویل، که چېرې جمعیت اصلاح او ملا صبور په رښتیا افغان ملي ګټو ته ژمن وي، ولې د داعش او نورو وسله والو ډلو په ضد دریځ نه څرګندوي چې هره ورځ په وسله والو حملو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره بې ګنا افغانان وژني.
د شینکۍ کړوخېل په خبره، له دې څرګندیږي چې ملا صبور د افغانستان د ملي ګټو او که د ای اېس ای لپاره کار کوي.
دا خبرې په داسې مهال دي چې په ټولیزو رسنیو کې د ای اېس ای له پخواني مشر جنرال حمیدګل سره د ملا صبور یو انځور پرلیکه شوی او په افغانانو کې یې دا خبره نوره هم باوري کړې چې جمعیت اصلاح د ای اېس ای له خوا تمویلیږي.
ملا صبور چې د دې ډلې یو غړی دی، شاه امان الله غازي یې له دین وتلی، خو د هغه په مقابل کې سقاو یې اتل بللی چې د انګریزانو په ملاتړ یې د شاه امان الله غازي واکمني وپرځوله او افغانستان کې د پرمختګ له لارې وغړاوه.
ولسی جرګه او ټول داسی جرګه مار او سیکولاریستان د مولانا عبدالصبور یو ویښته ته هم ضرر نشی رسولای. تر ټولو د مخه الله دده حامی دی. ورپسی دا ملت اوبو ندی وړی چی داسی یوی درنی دینی سټی ته د توهین وشی او خلک به ورته ګوری. دی ملت دا دومره شهیدان او قربانیانی د الله په دین او د مولانا صاحب غوندی محترمو خلکو د عزت د ساتنی لپاره ورکړی، نه د امان الله د سیکولاریستی اجنډا لپاره. نن مو د الله ددین او د قوم او ژبی تر منځ د یوه سیکولر کس پلوی صرف او صرف پدی وکړه چی هغه ستاسو د قوم او ژبی دی ، نو بیا منتظر اوسی د الله سخت حساب ته.
که رشتیا خبره وکرم نو په افغانستان کی انگریزانوتربل هرچازیات یی ملایان هغه ملایان چه دوی فکرکوی چه سم روان دی خوهغوی کم عقلان دی هیس نه پوهیگی چه دانگریزپه دستور دانگریزپرلار روان خدای دی ددوی محشردی دهغوی دبادارانوسره وشی چه زمونگ دپلورونو هغه کارنامی چه نری کی بی مثاله دی دوی یی ترسوال لاندی راوری ددغوجاسوسانو،بی غیرتو،مزدورانو مخ دی تور شرمیدلی دی وی.
علمای کرام یعنی دجامعی دبدبخنی لوی عاملین، وطن او خلگ تول دتاریخ کندی ته تیل وهل دعلمای کرام له برکته.
دا ملامنصور ماته ببر العلماء ښکاری یعنی دجاهل العلماو مشر , زموږ په جامعه کی بدبختانه دچاچه غټه ږیره وی مخ یی داسی وی لکه ببر . دی کس ته ببر العلماء ویل کیږی , یعنی دجاهلانو او تور مغزو علماوو مشر, داجاهل انسان دومره نه پوهیږی چه دغازی امان الله خان څخه وروسته پر افغانانو باندی څومره خواری او مصیبتونه راغلل , واقیعت چه تاسی تور مغز او تور فکره او جاهل انسانان یاست.
دعلماء کرامو پنځه نوی سلنه ژوند پر دسترخوان , دخوب کوټه , او بیت الخلاءکی تیریږی نودا طبقه انسانان به دجامعی دمشکلاتو دعلم او تکنالوژی دپشرفت به څه خبروی, تاسی فکر وکړی چه دجامعی مشری چه ددی خلګو په لاس کی دهغه وطن دخلګو به څه حال وی.