تاند- د افغانستان ولسي جرګې نن /سې شنبه/ ۴ نور وزیران استیضاح کړل خو ۳ یې تایید او یو رد کړ.
ولسي جرګې نن د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو ته د هغوی په غیاب کې رایبکسونه کېښودل.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر رد شو.
عبدالرزاق وحیدي ته د ولسي جرګې له ۲۰۱ حاضرو غړیو څخه ۱۴۷ تنو د نه اعتماد رایې ورکړې.
له دې سره د شنبې له ورځې د ولسي جرګې له لوري د سلب اعتماد شویو وزیرانو شمېر ۷ ته ورسېد.
دې جرګې تراوسه ۴ وزیران تایید کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر ته ۱۳۱ د اعتماد رایې ورکړای شوې، د ده د رد رایې ۶۲ وې. له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرئ سلامت عظیمي ته د ۷۱ مخالفو رایو په وړاندې ۱۱۴ د تایید رایې ورکړای شوې.
او د اوبو او انرژۍ وزیر ته ۱۱۵ د اعتماد رایې او ۶۰ د نه اعتماد رایې ورکړای شوې.
د لوړو زده کړو، پوهنې، ترانسپورت، بهرنیو چارو، فواید عامې او کار او ټولنیزو چارو وزیران سلب اعتماد شوي دي.