الوخېل –
تکړه ولسي سندرغاړی تېره شپه د ۶۷ کالونو په عمر د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه. خیرمحمد خندان، چې د د پکیتا د څمکنیو ولسوالۍ د
پړوخېلو په سیمه کې زیږیدلی وو، په وروستیو کې ناروغ و او د درملنې لپاره پېښور ته تللی و.
ده له ۱۳۴۷ لمریز کال راهیسې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې سندرې ویلې او تر ۲۰۰ ډېرې ولسي او حماسي سندرې يې ریکاډ کړي دي.
د خیرمحمد خندان له خوا ویل شوې ولسي سندرې ډېرو سندرغاړو له نوې موسیقۍ سره هم ویلي دي.
خیرمحمد خندان یو داسې ملي، حماسي او ولسي سندرغاړی وو، چې د لويې پکتیا د هجرو، اتڼونو، ودونو، خوښیو او غمونو ډیری سندرې يې راټولې کړې وې، څه يې په ملي راډیو کې ریکارډ کړې وې، څه يې په محفلونو، مجلسونو، جشنونو، د نوي کال په ورځو او اخترونو کې ویلې وې، د خیرمحمد خندان مړینه د پښتون قوم هنر او فرهنګ ته ډېره لویه ضایع ده او دا مهال بل داسې څوک نشته، چې د غرنیو سندرو د دې پاچا، د ملي او حماسي طرز، رنګ، غږ او ولسي محبوبیت ځای ونیسي.
د افغانستان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، صدیق شباب او د کوزې پښتونخوا زیک اپریدي او نورو هنرمندانو د خیرمحمد خندان ولسي سندرو او طرزونو ته په نوې موسیقۍ کې نوی سینګار ورکړی دی.
په خوست کې د سولې پیغام د سیمه ییزې راډیو مشر، لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار وايي، چې تر اوسه هم خندان په سپین ږیرو او ځوانانو کې ډېر مینه وال لري:
«زه د راډیو د مسوول په توګه دا وایم چې تر اوسه پورې هم هره ورځ زموږ د اوریدونکو له خوا فرمایشونه راکول کیږي او د خیرمحمد خندان د سندرو د خپریدا غوښتنه کوي.»
خیرمحمد خندان د هېواده بهر منځنۍ او جنوبي اسیا، خلیج او اروپايي هېوادونو ته هنري سفرونه کړي دي، په هغه سندرو سربیره چې په ودونو، د خوښۍ په محفلونو او جشنونو کې ویلې دي، د سندرو څلويښت کسیټونه او البومونه يې مارکېټ ته راوتلي دي.
خیرمحمد خندان تېر کال له خپلې میرمنې سره یو ځای د حج فریضه ادء کړه، او خپلې هغه څڼې چې څلوېښت کاله يې د ملي اتڼ له پاره ساتلې وې، د حج د فریضې له پاره وخرېیلې او په لومړي ځل يې ږیره پرېښوده.
دخداي بخشلي حاجي خند ان دمرك به أوريد و نها يت زياد خوا شيني شؤم زه خبله ،خوا شيني او غمرازي دمرحو م، او دده دخبل خبلوانو، دوستانو ،او مينه والو سره شريكوم دادي خداي وبخشي او دكورني غروته ءي صبر جميل غوارم.