کله چي پښتو ادب کي منظومه پلټنه کوو ، د دیواني او فنوني شاعرۍ تر څنګ باید زموږ ولسي ادب هم له پامه ونه غورځول سي ځکه دپښتو لویه ادبي او معنوي پانګه په ولسي شاعرۍ کي خوندي ده ، دا چي ولسي ادب ولي لنډ عمر لري او د شاعر له مړیني سره يې شاعري هم تر خاورو لاندي کیږي علت يې نالوستوب او دشعرونو نه خوندي کول دي.

په ولسي شعرونو کي د پښتنو د ټولنیز ، سیاسي ، دودیز او اقتصادي ژوند ډېر ژور ارزښتونه خوندي دي هغه چي ولسي شاعران يې دتخلیق له لاري منعکسوي او په ولسي ژبه يې بېرته د ولس مخي ته ږدي.

ولسي شاعري که څه هم د دیواني او فنوني شاعرۍ په څېر د وزن پوهني له آرونو او معیارونو سره سر نه خوري خو هغه ارزښت چي موږ په شعر کي ورباندي حساب کوو لکه تخیل ، احساس ، پیغام په خورا ساده او زړه وړونکي انداز پکښي څرګندیږي او د بیدیایي ګلونو او غرني میوه لرونکو ونو په څېر يې خوند او پند ، رنګ او ترنګ په خورا اخلاص پکښي لیدل کیږي.

زموږ له پیاړو ولسي شاعرانو څخه یو هم (عبدالله جان هلمندی) دی د هویت دتذکرې له مخي دوه پنځوس کاله عمر لري ، د حاجي خداینظر زوی پلار يې د خپل وخت تکړه ملا او روغتیاپال (طبیب) و نوموړی د هلمند ولایت د خشکاوې(خشکآبې) اوسېدونکی دی ، په تنه ګړاب او کاړي واړي (غټ جسامت) لرونکی دی ، له کلونو راهیسي په لښکرګاه ښار کي ګرځي ،اقتصادي وضعیت يې شو په شو او تاک په تڼې(سرګردانه) ژوند لري، بچوچه (حریص) کسان سر نه په ګرځو ځیني لښکرګاه ښاریان او دوکانداران يې نازوي جېب خرڅ ورکوي نوموړی ورته د ژوند پر ناخوالو فی البدیعه شاعري کوي ، شعرونه یې روان ، سلیس عام فهمه په ولسي ژبه دي پر نادودو او ټولنیزو عیبونو باندي انتقادي محتوا لري یو نوی نزی شعر مي اونۍ وړاندي خپله دده له خولې ولیکه دادی ستاسو مخي ته يې ږدم :

رشوت خوره

رشوت خوره ځای دي اور دی

پام کوه چیري دي کور دی

ستا ودې دنیا ته زور دی

تا له ځانه کارګه(کارغه) جوړ کړ

اوس نو خورې د یوبل غوښي

د شیطان سکنی ورور یې

دشیطان پر لار روان يې

زه وتاته یم حیران چي

ته اوس څرنګه انسان يې

(شاعر: عبدالله جان)

د ښاغلي عبدلله جان شعرونه پر ټولنیزو ناخوالو راڅرخي ، پورتنی شعر يې هم په ټولنه کي د یوې ناوړه ښکارندي(پدیدې) غندنه کړې ، هغه چي اسلام هم دا پدیده په شدیدو ټکو غندلې او انساني اخلاق هم ورته اجازه نه ورکوي.

د ولسي شعر په ژبه ټولنیز سمون او رغون غوره اغېز لري ځکه نو په کار ده چي په ولسي ادبي برخه کي هم دشاعرانو ادبي حقوق خوندي سي.

د عبدالله جان هلمندی په څېر زموږ هیواد کي خورا ډېر ولسي شاعران شتون لري ، که پام ورته وسي زموږ د ادب دا برخه چي اوس نېمګړې ده هم د بشپړتیا تکاملي قدم پورته کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *