څو ورځې وړاندې امريکايي ځواکونو د شمال ټلوالې د يوه پخواني قوماندان په کور کې هغه خوندي شوې وسلې له منځه يوړې چې دوى به هر وخت د عامو افغانانو مخې ته کته پورته کولې او ګواښونه به يې کول چې، شين انقلاب به پرې وکړي او سوربخون انقلاب به پرې وکړي.

د وسلو له منځه وړلو د شمال ټلوالې ټول غړي په غصه کړل، خو د دوى په منځ کې د پام وړ غصه د اجراايه رئيس او د بلخ ولايت والي وه، ځکه دوى له يوې خوا په دولتي سيستم کې ځانونه سرلاري بولي او د ظاهري ادعا له مخې غواړي دا هېواد د ولسواکو او قانونمندو اصولو په چوکاټ کې له نړۍ سره سيال کړي، له بلې خوا د هغه څه په له منځه وړلو خواشيني ښکاره کوي چې دا ولس يې نن د نړۍ غلام ګرځولى دى.

تقريباً دوې لسيزې وړاندې همدا شپې ورځې وې چې زموږ په ګډون د کابل په لکونو اوسېدونکو تور سر او لوڅې پښې په کوڅو کې منډې وهلې، خو داسې ګوښه يا کناره نه پيدا کېده چې له توغنديو او مرميو دې خوندي وي، د دوى همدا نامشروع قدرت غوښتنه وه چې په ميليونونو افغانان يې بې کوره او بې سرپرسته کړل او د طالبانو د غورځنګ ظهور ته يې زمينه برابره کړه، په پايله کې يې د سملاسي وژنې پر ځاى د تدريجي مرګ جريان پيل شو.

دا جريان تر دې سرحده پورې ورسېدو چې نړۍ يې دې ته مجبوره کړه ترڅو راشي مخامخ مداخله وکړي او د دې هېواد د خلکو لپاره يو ځل بيا په کور دننه د باعزته ژوند موقع برابره کړي، خو له همدې موقعې څخه په استفادې هغه په غار نتلي ټوپکسالاران چې طالبانو يې چاره کړې وه يو ځل بيا راووتل او له لويديځوالو سره د ولسواکۍ تر شعار لاندې تر واکه ورسېدل، خو نړيوالو هم د دې لپاره چې يو ځل بيا دا ټوپکسالاران دا ولس د واک پر سره در په در نه کړي نو د خپلو مرستو يوه لويه برخه يې د ( ډي ډي ار) او ( ډاياک) پروسو تر نامه لاندې مصرف کړې ترڅو هغه ناقانونه وسلې چې خلکو په خپلو کورونو کې ساتلې وي راټولې او وسله والو ته د بې وسلې کاروبار لارې چارې ترتيب او تنظيم کړي، خو دا ټوپکسالاران چې نه په ولسواکۍ يقين لري او نه غواړي چې په دې هېواد کې دې واک د ولسواکۍ او جمهوريت له لارې انتقال شي له نړيوالو سره يې دوه مخې وکړه او د پيسو په مقابل کې يې يوازې هغه وسلې وسپارلې چې په کامله مانا د استهلاک دورې ته رسېدلې وې.

اوس چې نړيوال له ډېرو سيمو وتلي دي دوى يو ځل بيا غواړي په دې هېواد کې دا نسبي شوي پرمختګونه د خپل قدرت غوښتونکي هوس قرباني کړي او ولسواک نهضتونه د شنه او نارنجي انقلابونو په ګواښلو سره تربت کړي، خو د امريکا پوځ چې په دې هېواد کې يې د ولسواکۍ په نوم ډېرې قربانۍ ورکړې دي، د وسلو د دې زيرمې له خبرېدو سره سم ښايي له هغو کونډو او يتيمانو ورته حيا ودرېده چې په افغانستان کې يې خپل سرپرستان د افغانانو د هوسا ژوند تر نامه لاندې بايللي وو، په همدې سبب لاس په کار شول او پرته له دې چې، هم غل خبر کړي هم مل، لاړل په خپل لاس يې هغه وسلې له منځه يوړې چې دوى يو ځل بيا د افغان ولس د وينې تويونې لپاره ساتلې وې.

د ولسونو د هوساينې لپاره هر چا چې هر اقدام وکړو د ستايلو او تقدير وړ دى، ځکه د نړيوالو عمومي حقوقو اصول دا حکم کوي چې د عامه امنيت تهديدونکو مخه دې په هر ځاى کې ونيول شي، دا زيرمه نه لومړۍ ده نه وروستۍ، بايد نړيوال په ځانګړي ډول امريکا خپل دا ډول عمليات جاري وساتي ترڅو په رښتيني ډول افغان ولس د دې افرادو له خونکارو پنجو څخه وژغوري او د هغه تهديد مخه ونيول شي چې په نړيوالو اصولو کې تروريزم بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *