څرنګه چې راتلونکو ټولټاکنو ته څه کم زیات شپږ میاشتې وخت پاتې دی، سر له اوسه ولس ته ازمویل شویو ډلو ټپلو او ځینو سیاسي اشخاصو یو ځل بیا غونډې او ناستې پیل کړي دي او غواړي چې بیا د ولس په راتلونکي برخلیک لوبو ته ځان چمتو کړي. دا هغه ډلې او سیاسي اشخاص دي چې له مخه یې افغان مظلوم ولس ته امتحان ورکړی او ناکام پاتې شوي دي . ناامني ، اداري فساد ، قاچاق ، قومي او ژبني تعصبونه هغه ملي ستونزې دي چې د دوی له خوا پر موږ تپل شوي دي او غواړي چې بیا هم په افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره یوه ناقصه سیاسي وضعه رامنځ ته کړي چې د دوی ګټې او اهداف پکې خوندي شي . خو په ولس کې د تېرو ۱۵پنځلسو کلونو په پرتله سیاسي شعور رابیدار شوی او نه غواړي چې بیا په داسې دوه مخیزه سیاسي څیرو اعتماد وکړي چي د افغانستان د بربادۍ اصلي عاملین دي.
د دوی د سیاسي واک څخه نامشروع ګټه اخستنه د دې لامل شوې ده چې د خپلو پلویانو زیاته برخه له لاسه ورکړي . دغه اشخاص د خپلو سیاسي کړنو د تحلل او تجذیې څخه ورسته دې نتیجې ته رسیدلی چې یو سیاسي ائتلاف رامنځ ته کړي تر څو وکړای شي د راتلونکي دولت د حساب او کتاب څخه ځان وژغوري . په داسې حساسو شیبو کې ولس ته پکار دي چې د ولسمشرۍ لپاره یو داسې څوک وټاکي چې د تیرو کلونو ترخې تجربې یوځل بیا تکرار نه شي یو داسې علمي او اکا ډمیک شخصیت وټاکي چې افغانستان د روان سیاسي او اقتصادی بحران څخه د یو باثباته او پرمختللي افغانستان په لور بوځي، نه دا چې افغانستان بیا پنځلس کاله شاته سیاسي او اقتصادي پړاو ته ورداخل شي ، په هغه صورت کې به د افغانستان د عرضي تمامیت ساتنه او خلکو ته د خوندي ژوند زمینه برابرول خورا ګران او ستونزمن کار وي.