نن چهار شنبه د غبرګولې درېمه نېټه د کابل ولایت مقام لورې د (UNDP/LoGo) په مالي مرسته ولس ته د حساب ورکونې کلنۍ غونډه په انترکانتینیتال هوټل کې جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د کابل ولایت والي ښاغلي حامد اکرم، مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي، د ولایتي شورا رئیس او غړو، د بیلابیلو ادارو رئیسانو، ولسوالانو، دیني عالمانو، قومي مخورو، میرمنو، ځوانانو، مدني فعالانو او د رسنیو خبریالانو ګډون کړی وه:
غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو سره پیل شوه، ورپسې مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل د دغې غونډې موخه د ښې او غوره حکومتوالۍ رامنځته کول، په دولتي ادارو کې د اداري فساد مخنيوی د خلکو او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته کول دي.
مرستیال والي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې ددغه پروګرام له مخې د هرې ادارې مسئول په دې مکلف دی، چې خلکو ته د خپلې ادارې کلنی راپوروړاندې او هغوی ته د خپلو کارونو حساب ورکړي.
ورسته غونډه د کابل والي ښاغلي حامد اکرم له لورې رسما پیل شوه: ښاغلي حامد اکرم وویل افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو د هېواد رښتیي بچیان دي هغوی د هېواد، دین او خلکو څخه د ساتنې په موخه خپل سرونه نذرانه کوي، موږ یې باید په کلکه ملاتړ وکړو، ښاغلي اکرم وویل د خالد عملیاتو له پیل سره به دښمن له سختې ماتې سره مخ شي او ولسونه به د هغوی له ورانکارو او ناوړو کړنو څخه خوندي شي، والي ښاغلي حامد اکرم زیاته کړه د کابل ولایت ولسونه او د ملکي ادارو کارکوونکي د افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
دغه راز د کابل والي ښاغلي حامد اکرم وویل دولتي ادارې د خلکو د خدمت لپاره رامنځته شوي دي او موخه یې خلکو ته د ښو او وړ خدمتونو وړاندې کول دي، موږ هڅه کوو چې د خلکو او دولت تر منځ شته واټن ته د پای ټکی کیږدو او تل مو هڅه داده چې خلکو ته د خپلو ترسره شویو کړنو په اړه حساب ورکړو.
ښاغلي اکرم وویل له بدمرغه په کابل کې متوازن پرمختګ ته کار نه دی شوی، موږ متوازن انکشاف ته ژمن یو او په ټول توان سره کار کوو چې د کابل ټولو اوسیدونکو ته په مساوي ډول خدمتونو وړاندې کړو، د ولایتې شورا له غړو څخه مننه کوم چې تل یې د ولایتي اداري ملا تړلي او همکاري یې ورسره کړې ده.
د کابل والي ښاغلي حامد اکرم زیاته چې د کابل ولایت لپاره یې دری کلن پرمختیایې پلان جوړ کړی چې له مخې به یې په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف ته زمینه برابره شي.
ولس ته د حساب ورکوونې په کلنۍ غونډه کې د پوهنې، کرني، اوبولګولو او مالدارۍ، ټولنیز خوندېتوب (ښځو)، روغتیا سکتورونو مسئولینو په ۱۳۹۵ یم کال کې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو حساب ورکړ.
دغه راز د حساب ورکونې د غونډې ګډونوالو په خپل وار سره د سکتورونو له مسئولینو څخه پوښتنې وکړي او هغوی ورته په ورین تندي ځوابونه وویل.
د حساب ورکونې د غونډې ګډونوالو هم د دا ډول پروګرامونو ترسره کول اغېزمن وبلل وې ویل چې په دې سره به نه يوازې په دولتي ادارو کې د فساد مخه ونيول شي، بلکې ترڅنګ به يې په دولت باندې د خلکو باور هم زيات شي.
هغوی وویل چې د رئيسانو د حساب ورکونې دغه پروسه ډېره ګټوره ده، ځکه خلک له دوی پوښتنې کوي او رئيسان چې د خلکو ترنيوکې لاندې رانه شي کوشش کوي، چې وړ خدمات وړاندې کړي او د خلکو د سياسي شعور په غوړيدا کې هم مهم رول لري.
نبي الله پیرخېل
د کابل ولایت مقام ویاند