دغه خبرې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په اداري اونیزه نوبتي غونډه کې وکړې
په غونډه کې له اجنډا سره سم په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو او د راتلوونکي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.
والي ښاغلي محمد الیاس وحدت وویل که څه هم په دې ورستیو کې په پکتیکا کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوې دي خو د ولایتي ادارې ټول ریاستونه دې هڅه وکړي تر څو ولسونو سره اړیکي لا پیاوړې کړي څو وکولای شوو ولسونو ته ښه او په وخت خدمتونه وړاندې کړو.
وحدت زیاته کړه چې د ژمي پدې يخو شپو او ورځو کې زموږ بيچاره ولس ته باید مرستې په وخت سره ورسيږي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر