تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي معین جنرال خوشال سعادت ویلي، د ځان په اړه د ولسمشر پریکړه یې په سر سترګو منلې ده.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي د امنیتي معین په حیث یې یوولس میاشتې دنده ترسره کړه او په دې موده کې یې د افغانستان د خلکو د غوښتنو، د ولسمشر د هدایاتو او د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم خپله دنده د زورواکو، قانون ماتوونکو او ترهګرو پرضد په پوره تعهد سر ته رسولې ده.
نوموړی وایي، اوس د دې خاورې د یوه عسکر په توګه د جلالتماب جمهور رئيس او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان وروستي تصمیم ته کاملا احترام لري: ((هیله لرم چې دا پریکړه د افغانستان د خلکو د قناعت وړ ګرځېدلی وي. ))
په دې لیکنه کې جنرال سعادت نه دي ویلي چې بله دنده ورسپارل شوې که نه خو هغه ته نږدې سرچینې وایي، جنرال کیدای شي په کور کیني.
خوشال سعادت چې د بهرنیانو تر منځ د طالبانو د شکارچي، د جګړې د ډګر د عالم او سکالر او د سیاستوالو تر منځ په بچه فلم مشهور و، څو ورځې وړاندې د ولسمشر په امر د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیالۍ لرې شو.
همداراز د هغه پر ځای د امرالله صالح نږدې کس صبور قانع دغه پوسټ ته راوستل شو مګر لا تایید شوې نه ده چې ایا خوشال سادات رښتیا هم د دفاع وزارت د روزنې او پرسونل مرستیال شوی دی که نه؟
پر دغه معینیت تر اوسه پورې منیره یوسفزاده کار کوي.
bbc pashto
نن بیا کنر کسی پاکستانی فوجیانو او افغان پولیسو جنګ کړی دی۰
دهمدی کار لپاره ممکن جنرال سادات ګوشه شوی وی۰
یعنی پاکستان ته شین چراغ ۰ولی سادات پاکستانی فوجیانو ته جوابی عمل کړی وو
مننه