د واک او تعصب لېونو سره په رشته پاللو کې موږ ممکن له ټولو ملتونو سره زیات متفاوت واوسوو، ځکه هره ورځ ددې رشتې د بدو نتیجو له لیدو وروسته بیا هم اړیکې مو عادي ښکاري.
یوه ورځ د هېواد له یوې، بله ورځ له بلې او یوه ورځ له هرې څنډې څخه خبرېږو، چې دې ټیکه دارانو ټول وطن په سراخیستی، هرڅه چې وایي اوریدل کېږي، منل کېږي او ولس یې په بدنیتۍ او منفي کرکټرونو له زیات پوهېدو سره بیا هم شاته روان او یا پر وړاندې چوپ دی.
یوه ورځ یو سړی وینو چې په یوه ولایت کې یې د څو ولسوالیو ترمنځ شر جوړ کړی وي، دی د یوه اړخ سرلاری وي، بله ورځ د ولایتونو په کچه لانجې ټوکوي، بیا په کابل کې د قومونو، سمتونو او ژبو پرسر ناندرۍ وهي، سودا وې کوي.
دا کیسه تردې رسېږي، چې دا کس د هېواد په کچه په څو لویو قومي بانفوذو کې یاد شي، امتیاز پرې واخلي، معاملې وکړي او په منظم ډول د یو بل متعصب نسل د روزلو رهبر شي.
دا متعصب ناروغان په هر قوم، ژبه، سمت او اړخ کې لیدل کېږي، تعداد به یې فرق کوي، خو خبرې، ادعاوې او هدفونه یې د ټولو یو شان دي.
هر یو واک ته رسېدل غواړي، د هر یوه ګیله همدا وي، چې د دوی د قوم امتیاز، برخه او ګټه کمه ده، هر یو همدا دعوه لري چې که دا ګیله هر بهرنی، کورنی یا بل معامله ګر اړخ او لوبغاړی ختمول غواړي دوی ته دې امتیاز ومني.
د قومي ټیکه دارانو په دې لوبه کې متاسفانه د شرایطو جبر او شدیدې تېروتنې د ولس یوه برخه هم د دوی تابع کړې، ډېر خلک په زیاتو وختونو او خاصتاً د انتخاباتو په وخت کې یوازې ددې لپاره چې یو قومي ټیکه دار یې د کوم کاندید په ډله او ګروپ کې دی، په پټو سترګو د یوه اړخ په ملاتړ پسې ځغلي.
نور معیارونه، ضرورتونه او سنجشونه له پامه لوېږي، پلانی پښتون دی، په پښتنو کې ددې سیمې دی، هلته یې پلاني قوم سره تعلق دی او باید ولسمشر، لومړی مرستیال یا دویم مرستیال شي.
په نورو قومونو کې چې اقلیت دي، دا ستونزه په کراتو، کراتو ښایي موجوده وي، ځکه دوی ته قومي ټیکه دارانو د خپلې ادعا د منلو لپاره د یوه قوم د واکمنۍ ختمولو ذهنیت ورکړی، یوازې یې همدا غلط او بې منطقه خبره یې پرځان د خلکو د راټولولو وسیلې کړي، خلک خواران چې ظالم شرایط ویني، پرهمدې غوغاګرو د قومي، سمتي او رهبرۍ د جعلي هویت په اعتبار د څوکیو، امتیازونو او نورو ګټو باران ګوري، په همدغو څو کسو پسې ځغلي.
راتلونکې ټاکنې چې له اوسه پکې ددې منطق او اړتیا ضدو هڅو نمایشونه شروع شوي، ولس په یوه حساسه مرحله کې د دغې کاذبې او شرمونکې د لوبغاړو پروړاندې جدي چیلنج سره مخ کړی.
په دې ټاکنو کې باید ولس یا دا ثابته کړي، چې نور په تحمیلي یا شعوري ډول د ورپېښ یرغملتوب له حالته ځان خلاصوي، یا به په هماغو استهلاک شوو، بدنامو او معامله ګرو ناروغانو پسې له اقتدا کولو سره تاریخ ته یو بل شرم پرېږدي.
دا شرم د قوم، ژبې، سمت او نورو بې ارزښته شوو اړیکو له مخې د رایې ورکولو قضاوت دی.