په افغانستان کې له وختونو خورا خراب دود پاتې شوی، چې د ځينو کسانو لپاره يو شمېر لوړې څوکۍ، امتيازات او اعزازونه ميراثي شوي او څوک یې د لرې کولو، اخیستلو او کمولو جرئت نه شي کولای. دغه ميراث خواره فکر کوي چې څوکۍ د دوی ګرانټي دي، خو داسې نه ده اوس د کار اړتيا ده، هر څوک چې د وړاندې تلو ښه وړتيا ولري هغوی به ميدان ګټي.

کله چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استفا خبره راپورته شوه، په خواله رسنيو او ځينو نورو کې دا خبره ډېره ښکته پورته شوه چې په دې مقتدر والي ايله د اوسني حکومت زور ورسېد، خو پلويانو، خواخوږو او ارادت مندانو يې بيا په دې برخه کې ان حکومت وننګولو، چې ګويا ولې يې د دوی په اصطلاح د بلخ سلطان استفا منلې او دی يې رخصت کړی دی. خبره په ځای پاتې شوه، نه والي خپلې استفا ته وکتل، نه يې پلويان هغه سې ګرم پاتې شول او نه هم حکومت وتوانېد، چې نوی والي تر ځايه ورسوي. اوس د بلخ د پخواني والي ورځني مانورونه د ولس ذهنونه مغشوش کوي او باورونه کمزوري کوي.

د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور له لوري رابلل کېدونکې لويې او وړې غونډې د حکومت لپاره کومه ستره خبره نه ده، خو د ولسونو په ژوند او روان ناوړه اغېز کوي. عطامحمد نور په خپلو ناسمو او بې وزنه څرګندونو نه يوازې ۳۰ ميليون نفوس ته توهين کوي، بلکې د ملي امنيتي ځواکونو د هغو شهيدو او ټپي سرتېرو په وينو او سپېڅليو قربانيو هم د لاړو توف دی، چې ده يې په مټ يوه لسيزه په بلخ واکمن پاتې شو.

اساسي خبره دا ده چې د ښاغلي عطا محمد نور استفا د سالمې حکومتولۍ او يويشتمې صدۍ يوه عادي پېښه وه او بايد په ادارو کې په ځانګړي ډول په لويو بستونو کې د حالاتو او اړتياوو سره سم ادلون بدلون راوستل شي. دا چاره هم د ولس پر روحيه مثبته اغېز کوي او هم پرمختګونو ته لار هواروي، خو دا چې عطا محمد نور او جمعيت خپل داخلي کشمکشونه لري او ددې په ټس کې حکومت ته زيان رسيږي، نو هغه بيا بېله خبره ده.

بلخ ولايت جدي کار ته اړتيا لري او دا کار بايد تر سره شوی وای، ځکه وړې جزيرې او واکمنۍ  په حکومت او ان نظام باندې د ولس باورونه له منځه وړي وو، چې احيا يې ضرور وه. د بلخ د والي د استعفا له منل کېدو بيا تر اوسه د ده په خپل ځای پاتې کېدلو ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې او دې ته ګوته نيول کېږي، چې سرکار خپل واک نه شي اعمالولای او يا هم د ځينو مصلحتونو له امله چوپ پاتې دی. د اعمال خبره به په خپل ځای پرېږدو، اخر ولسمشر دی، خو مصلحت او يا هم وخت ته د کتو خبره را برسېره کېدای شي.

د بلخ د پخواني والي لرې کېدل او د نوي والي ځای پر ځای کېدل کومه لويه خبره نه برېښي، له سرکار سره درنه قوه شته، خو اساسي ستونزه دا ده چې په عطا محمد نور پورې ځينې لوی او واړه جنګسالاران او مافيا سريښ دي. دوی يې نه پرېږدي، چې له ولايت په اسانۍ، له قيد شرط پرته لاس په سر شي. که داسې ونه کړي، بيا خو د ټولې مافيا او جګړه مارو هسته ختميږي او په يوه نيمه لسيزه کې يا هم په تېرو څلورو لسيزو کې د کړي فساد او جنايت د حساب کتاب وار را رسيږي.

که ښاغلی نور له دې وېريږي، چې د ده له تګ سره به په بلخ کې تېرې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي، دا هسې اندېښنه ده، د ده تګ به د هېڅ ستونزې لامل نه شي، بلکې همدا اوس د ده په موجوديت کې ځينې لويې او وړې ستونزې راټوکېدلې، په ځينو ولسواليو کې خو ملشې او طالب ياغيان په لوی لاس ځای پر ځای شوي دي.

له بل لوري جمعيت ګوند په شړېدو دی، دا ځکه چې د دوی داخلي کشمکشونو اوس بيرون ته سرايت کوي او د دوی له لاسه ولس ته لوی زيانونه متوجه دي، نو حکومت دې نه پرېږدي چې داسې افتونه ولس لاندې کړي، دا هغه ګوندونه او ډلې ټپلې دي چې تر ملي ګټو خپلې ګټې لوړې ګڼي.

اوس نه ۲۰۰۲ کلونه دي چې خلک په تشو مانورو ووېريږي او نه هم نړيوال ددې ايجازه ورکوي چې بيا دې يوڅوک په ښارونو کې عادي ژوند له وېرې او خنډونو سره مخ کړي. د عطامحمد نور ټول زور هغه و، چې تر خپل واک لاندې سيمه کې له الوتکې راښکته کړای شو، کندهار ته د سفر ايجازه ورنه کړل شوه، نو بويه چې نور به څه زور او ځواک ولري.

که فرض کړه د غير مدني حرکتونو موضوع را پورته کېږي، نو بيا خو تر عام ولس همدا جنابان لوی زيانونه ويني، که په ښار کې هره ډبره پورته غورځي، نو د همدوی د دنګو او جنتي ماڼيو ښيښي ور سره راتوييږي.

هېڅ ګوند او په ځانګړې توګه دولتي مامور د حکومت پر وړاندې نه شي درېدلای، ځکه چې له حکومت سره يې زور نه دی برابر. اوس ددې وخت راغلی چې نور ملک الطوايفي واکمنۍ ونړول شي، ولس ته ورکړې ژمنې يوه په بله پسې پوره شي او افغانستان هم هغه طبيعي مسير ته برابر شي، چې ورته جدي اړتيا او د نړۍ نور پرمختلليو هېوادونو دامسيرونه لا د مخه طی کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *