د امریکا دولت او طالب مشرانو ترمنځ څو ځله مخامخ خبرې اترې وشوې، دوی پر څلورو اړخونو وغږېدل، د هرې غونډې خبرونه يې مهم ځکه دي، چې عام ولس غواړي وپوهېږي لوبه کوم لوري ته روانه ده.
د سولې راوستو لپاره افغان دولت هم هڅې وکړې، په تېر کوچني اختر کې يې اوربند اعلان کړ، وسلوال طالب جنګیالي ښارونو ته راغلل او دولتي مسوولین کورونو او کلو ته ولاړل، نه ویره وه نه ترس! د لږې مودې سوله وه ولې د عمر ارمانونه وروسره تړلي و.
ولس هغه سوله هم وليده، د جنګ په لمبو کې د څو ورځو ارامه ساه اخيستل ورته تر څه زياته خوشحاله ورکړه، یو ورور بل ته تر غاړې وته، مينه يې خوره کړه، د ټوپک شپيلۍ يې د څو ورځو لپاره ارامه وې، د ویر او غم اواز نه و.
ولې هغه سوله موقته سوله وه، د درې ورځو تېرېدو وروسته بیا جنګ شروع شو، د ټوپک شپيلۍ ګرمې شوې، مينې زموږ له پاکې خاورې بیا کډه وکړه، ورور بیا د ورور وژنې لپاره سنګرونه ونیول.
له کومې ورځې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هڅې پیل کړي، په دوحه کې ورسره طالب مشران په مستو هواګانو کې ناستې کوي، په لوکسو موټرونو کې ګرځي، ۵ ستاره هوټلونو کې شپې ورځې تېروي، هر نعمت يې په درسترخوان پروت وي ولې د خپلو ګټو پخاطر سوله ورځ تر بلې ځنډوي.
ولس پوهه دی، چې نه امریکا د افغانانو په غم ده او نه هم هغه طالب چارواکي چې په دوحه کې ناست دي او دلته خپلو جنګياليو ته د جنګ فرمانونه صادروي.
دلته اصلي زيان ولس ګوري، ځکه خو ولس هره ورځ د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې تعقیبوي، او غواړي وپوهېږي چې لوبه کومه لوري ته روانه ده.
تېره ورځ د طالبانو له لوري ۲۰۰کسیز مرکچي پلاوي لیست خپور شو، چې روانې اپريل میاشتې په ۱۵مه نېټه به په دوحه کې ورسره ګوري، پدې لیست کې ډېری د امریکا او طالبانو په څېر داسې اشخاص شته، چې د عام ولس په غم کې ندي، داسې اشخاص هم شته، چې په سوله کې خپل زیان ګوري، داسې اشخاص، چې هم د دولت او طالب سره په جنګ دي.
ولې زموږ هیله او وړانديز دا دی، چې دا پلاوی دې ملي دريځ خپل کړي، وسلوالو طالبانو سره دې په قاطعت خبرې وکړي، ورڅخه دې وغواړي چې د اپريل میاشت کې دې اوربند اعلان کړي، تل پاتې اوربند.
د یو اباد افغانستان په هیله.