د روان کال د حمل په ۱۶ نیټه د ټاکنو په ورځ په لوګر کې د رایې اچونې د یوه مرکز خواته د جګړه مارو له ایښودل شوي ماین په چاودنه کې د سیمې د یوه تن اوسیدونکي ځوان زوی سخت ټپي او څو شیبې وروسته شهید شو. پلار یې نورو ته وویل: تاسې د انتخاباتو مرکز ته ولاړ شئ رایې ورکړئ او هیچا ته دا مه وایاست چې په چاودنه کې چاته زیان رسیدلی دی. ځکه له خلکو څخه د رایو ورکول پاتې کیږي چې ټولو رایې ورکړې بیا راشئ چې خپل غم وژاړو.
په پکتیکا ولایت کې کوچیان د ټاکنو یوه مرکز ته راغلل څو شیبې یې د ټاکنو له مسوولینو سره جنجال و د ټاکنو مسوولینو ورته ویل چې ګوته د مقرراتو سره سم باید رنګ کړي او بیا خپله رایه وکاروي. خو کوچیان ورته په زاریو سر و، ویل یې چې د ګوتې د نوک رنګ په څو ورځو کې نه پاکیږي نو لږ یې رنګ کړه چې له طالبانو سره په شخړه وانه وړو، خو د ټاکنو موظفینو ورسره ونه منله دوی هم توکل په خدای کړل او ټولو رایې ورکړې.
د همدې ولایت له یو بل کلي څخه چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې نوم نه شم اخیستلی یو کس راته ټیلیفون وکړ ویل یې موږ ټولو نارینه او میرمنو رایې ورکړې. ما ویل څنګه امنیتي ستونزې نشته؟ طالبانو اجازه درکړه؟ ویل یې تر څو به د طالبانو اجازې ته ناست یو موږ باید خپل برخلیک پخپله وټاکو. پسې زیاته یې کړه چې موږ رایې ورکړې اوس ټول کلیوال لګیا دي خپلې ګوتې له رنګه پاکوي که تر سبا پاکې شي ښه به وي طالبان په موټر سایکلو ګرځي نن باران دی سیمې ته نه شي راتلای. پر سبا یې په ډیره خوښۍ راته په ټیلیفون کې وویل له نیکه مرغه نن هم باران دی طالبان نه راځي چې خلک د رایو ورکولو په جرم وځوروي.
همداسې په لسګونو حیرانوونکې کیسې موجودې دي، چې سږ کال زموږ وطنوالو د ډیرو خطرونو په منلو سره خپلې رایې وکارولې. هر ځای چې یې لږ امکان هم پیدا کړی دی، رایه یې ورکړې ده او داسې چاته یې رایه ورکړې چې د هغه په وجود د سولې او پرمختګ او د دموکراسي د بنسټیزه کیدو شونتیا ویني. له دې څخه څرګندیږي چې زموږ ولس نور له درانه خوبه راویښ شوی دی. دوی اوسني حالات ښه درک کړي دي، دوی هڅه کوي له نړیوال کاروان سره مله شي. د ولسواکي له لارې خپل وطن آباد او سمسور کړي او له سیالانو سره یې سیال کړي.
د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې له ډیرو خطرونو سره سره زموږ د خلکو پراخ او حیرانوونکي ګډون دا وښودله چې زموږ خلک نور له جګړې او جګړه مارو په تنګ شوي دي، نه غواړي برخلیک یې د ټوپک له لارې وټاکل شي. دوی په ټاکنو کې په پراخ ګډون سره دا هم وښودله چې نور نه غواړي فاسد چارواکي او جنګسالاران ورباندې واکمن واوسي. دوی د خپل وطن په وړاندې د مسوولیت احساس کوي نه غواړي هیواد یې د مخدره موادو او اداري فساد په برخه کې په لومړي مقام کې ځای ولري.
نور هغه کسان او ډلې ټپلې چې په هیواد کې په جګړو ټینګار کوي او غواړي ستونزې یې د ټوپک په وسیله هواري شي باید پوه شي چې نور د خلکو په منځ کې ځای نه لري خلکو خپله لاره غوره کړې ده. او هغه کسان چې په دولتي مقامونو کې خلکو او وطن ته د خدمت پر ځای د خپلو جیبونو د ډکولو په هیله دي باید پوه شي چې دا ولس یې نور نه غواړي. ولس رښتني خدمتګاران غواړي.
افغان ولس غواړي د ټاکنو له لارې یو داسې حکومت ولري چې ددوی خدمت وکړي نه پر دوی باداري. خلک نور له بې ځایه مصلحتون وپه تنګ راغلي دي دوی نور نه غواړي د بې ځایه مصلحتونو او جوړجاړي له لارې پرې مفسدین او جنګسالاران حکومت وکړي. دوی غواړي د ولسواکي له اوصولو سره سم ټول پخپل دولت کې مساویانه ونډه ولري.
دوی نور نه غواړي یوازې یوه کوچنۍ سیمه او ډله پرې واکمنه وي. دوی په همدې خاطر د ټولو خطرونو په منلو سره په ټاکنو کې برخه واخیستله. اوس افغان دولت او د ټاکنو کمیسیونونو ته په کار ده چې ددوی رایو ته په درنه سترګه وګوري د هیڅ افغان رایه باید تر هیڅ عنوان لاندې ضایع نه شي. تر څو په دموکراسي او ټاکنو د افغانانو باور ته زیان ونه رسیږي.