که تاسو په رښتینې توګه خپلو ژمنو ته ژمن یاستئ نو تاسو به د څو متعصبو، ظالمو، غلامانو خاوره پلورونکو، چلوونکو، پر خبرو هیڅکله ونه غولیږئ چې ووایي ګواکې هغه یا هم دا مجاهد دی، نه؟ دا زمونږ د هېواد هغه څېره ده چې پرته له یوې ټاکلې سیمې او ولسوالۍ څخه نور هیڅ څوک هم خپل تر څنګ زغملی نشي لکه څرنګه ې چې تل په بربنډه توګه خپله دښمني د افغان، اسلام او پښتو سره څرګنډه کړې ده، دوی د خپل پلوه، غیر ملي او دې ورته نورو متعصبه ټلویزیونونو، راډیو ګانو، ورځپاڼو او رسنیو له لارې د تیرو ۱۰ کلونو څخه را په دیخوا یې ایراني فرهنګ ته وده ورکړه او د پاکستاني څارګرو ادارو په لمسون یې د پښتنو مشران ووژل، ښوونځي يې وسوزول، او په نړیوالو چټلو ظالمو یرغلګرو ځواکونو باندې د پښتنو بې ګناه کسانو کورونو بمبار کړل او هیڅکله یې هم د یوه افغان بچي او مسلمان په توګه د مظلومو کورنیو سره خپله غمشریکه ونه ښودله آیا دا شو افغانیت؟ دا شو اسلامیت او جهاد؟ زه دا خبره د تعصب لپاره نه کوم بلکه دا هغه حقیقتونه دي چې زمونږ مظلومه ولس یې په خپلو سترګو ویني او وی کتل چې یوه ورځ هم دغو کسانو چې اوس یې خپل تبلیغاتي شعارونه هم دغه ټکي لیکلي او په دې نامه خلک غولوي ترڅو سیاسي واک ته ورسیږي او خلک ده ته رایه ورکړي، خو دوی دې پوه شي چې خلک هم په ټولو رښتیاوو باندې پوه شوي دي، جهاد د هر مسلمان ایماني فرض ��ی، دا باید د خپلې الهي دندې په توګه ترسره کړي نه د ریا، ځان ښودنې او د خپلو شخصي سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره جهاد ټول ملت وکړ نو ولې باید د یوې محدودې سیمې خلک په ډیرې ناپوهۍ سره له دغه سپېڅلي نوم څخه ابزاري ګته پورته کوي .
مونږ نور ستاسو د شعارونو او د ستاسو د نسبونو د بدلو په حقیقتونو پوهیدلي یو حدیث شریف دی چې وايي : پر هغه چا دې د خدای (ج) لعنت وي چې د چا په نسب پورې اړه نه لري، خو دی ځان ورګډوي، بل ځای کې امام مسلم د ابوبکره او سعد ابن ابي وقاص (رض) څخه روايت کوي چې د اسلام ستر لارښود داسي وفرمايل: ترجمه: هغه څوک چي خپل واقعي پلار پېژني، خو دی ځان بل پلار ته منسوبوي، پر هغه جنت حرام دی. نو د دې حدیثونو په اساس هغو کسانو څخه مونږ هیله کوو چې د خپلو شومو تنظیمي، سمتي او فاشیستي سیاسي اهدافو د رسېدو په موخه دې خپل نسب نه بدلوي.
مونږ ټول مسلمانان یو، مونږ ټول افغانان یو او مونږ ټول ورونه یو خو کله چې د دغه هېواد د غوڅ اکثریت حقوق تر پښو لاندې کیږي، څو تنه مزدورې څېرې غواړي چې د هر منفي چار په استعمالولو سره واک ته ورسیږي کله چې د هغو د بهرنیو بادارانو لخوا د پښتنو پر کورونو بمبارونه وشول نو یوه ورځ هم نه هغوی مجاهد ول او نه یې هم د خپل مظلومو هېواد والو غږ پورته کړ، د پښتنو ښوونځي وسوزول شول، د ترهګر نوم پرې و نومول شو، د القاعدې نوم پرې کیښودل شو او داسې نور نو دا به هیڅکله هم په تاریخ کې زمونږ هېر نشي نو دغه بې شرمه کسان نن څنګه خپل ځان مجاهد او پښتون بولي او له مونږ څخه د رایې غوښتنه کوي؟
له بل لوري دغو منحوسو او ملعونو څېرو له نړیوالو څخه پر افغانستان د یرغل او د خپلو مشرانو په وژلو سره په میلیونونو ډالر او پونډ ترلاسه کړل، د افغانستان د تجزیې لپاره یې د امریکايي او آلماني مشرانو جرګو مشرانو سره وکتل، د افغانستان په مزار شریف ولایت کې واټونه د خپلو ایراني بادارانو د حسن نیت په موخه د ایراني ډیپلوماتانو په نومونو ونومول، له تیرې یوې لسیزې څخه را په دیخوا په پښتون میشتو سیمو کې په عمدي توګه د پیسو په ورکولو سره یې نا امني ډیره وله ترڅو هغوی د زده کړې او د ژوند نورو آسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شي، دې ته ورته نه یواځې چې د پښتنو سره یې دښمني وکړه یاده دې وي چې د پښتو ژبې سره یې هم جفا وکړه د دوی له جفاوو څخه د ایراني فرهنګي یرغلګریزو مرکزونو په سلا د ایراني کلمو استعمالول ول چې د خپل افغاني مصطلحاتو سره یې په ښکاره توګه دښمني وکړه ، ایراني کلمې یې وکارولې ، د ولس تر منځ یې په خپلو شومو اهداف کرکه واچوله خپره کړه خو بیا هم ولس د دغو فرصت غوښتونکو په چلونو پوه شو او نور به په داسې کسانو باور ونکړي.
دغو واک غوښتونکو ، فریبکارانو متعصبو او ظالمانو په دې وروستیو کې په بریښنایي پېژندپاڼو کې یې د افغان او اسلام کلمو سره مخالفت وکړ، دوی چې په خپل افغانیت او اسلامیت شرمیږي نو دوی ته په خطاب سره مونږ وایو چې په ډیرې خواشنۍ سره د افغانستان ویاړلی مسلمان ولس هم ستاسو په دا ډول بې غیرتیو باندې هم شرمیږي او نور هیڅکله پر تاسو باور نکوي ځکه تاسو د ملت په ویاړونو شرمیږئ.
په افغانستان کې ځېنې ناپوهو او بی علمه کسانو له تېرو کلونو څخه خپل بقا لپاره زمو د ولس په سترګو په بیلابیلو نومونو خاورې وشیندلې او د دوی له پاکو احساساتو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه، دغه غیر مسلکي، فرصت غوښتونکي او پردي پاله څېرې اوس هم زمونږ د ګران هېواد په ځینو سیمو کې خلک په خپلو تشو غلوونکو شعارونو غولوي، مونږ ټول افغانانو د یو او بل ورونه یو مونږ ټول پښتانه چې د افغانستان تر ټولو ستر او غوڅ اکثریت وګړي دي خپلو نورو توکمو ته دروناوی لرو له یو بل سره د وینې او خپلوۍ شراکتونه لرو د نړۍ هیڅ ځواک او د هغوی هیڅ ګوډاګی، غلام او لاسپوڅی هم نشي کولای چې پښتون له تاجکه او تاجک له پښتون څخه جلا کړي مګر په تاسف سره څو محدوده مېکروبونه دي چې هماغه د انګریزانو په اصطلاح چې وايي (( تفرقه واچوه او حکومت وکړه)) سیاست پر مخ بیایي خو دغه چټلې څېرې تر څو دغه غوڅ اکثریت ته درناوۍ ونکړي او د دوی عزت او حقوقو ته احترام ونکړي نو دوی به هم خپلو شومو سیاسي ګټو ته په خوبونو کې ونه رسیږي.
پورتني ټکي هغه موارد دي چې ما د دې رنځ لیدلي ولس سره له نږدې ناستو او پاستو څخه په نتیجې کې ولیکل او تاسو سره مې شریک کړل ځکه دغو واک غوښتونکو، غلامانو، پردي پالو، ظالمانو، ګوډاګیانو، منحوسو، ملعونو، خاوره پلورونکو او بې ننګو یوه ورځ هم ونه ویل چې ولې ز مونږ یو بی ګناه هیواد وال سره داسې پیښیږي؟ ولې یو هیواد وال سره باید ظلم وشي؟ ولې بې ګناه کس ووژل شي یا بې عزته شي؟ دوی هغه مهال ځکه غلي ول چې هلته د دوی سیاسي ګټه نه وه خوندي.
مونږ د افغانستان ملت انشا الله نور د دغو غلامو او مداریانو تګ ماریو او تیر ایستونکو خبرو باندې نه غولیږو، د دوی د ګواښوونو او ناوړو کارونو په وړاندې به له هر راز ګام څخه لاس په سر نشو ، ملت له دغو متقلبو څخه کرکه لري، ولس دوی نور نه غواړي، خلک د مصلحتي کسانو څخه کرکه لري خل بدلون غواړي د سرلوړي افغانستان او د افغانانو د سوکالۍ په هیله.