د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې د یو فرمایش له منلو وروسته د هغوی توقع زیاته شوېده او د څو نورو نویو فرمایشونو د منلو غوښتنه هم کوي.

ډاکتر عبدالله عبدالله تېره شپه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کمشنرانو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره خبرې پیل کړې. دا خبرې وروسته له هغې پیل شوې، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء‌ مشر ضیاءالحق امرخېل له خپلې دندې لاس پرسر شو.

ډاکتر عبدالله د ضیاوالحق امرخېل استعفا د ستونزې د پیل معنا بولي، نه د ستونزې د حل. له دې داسې ښکاري چې د دوی زړونه ډک دي، دوی ولس ته له دې کبله په غوسه دي چې ولې یې رایه نده ورکړې، نو ځکه هېواد او ولس د ناورین خواته بیايي. حتا دوی د هغو پنځو ولایتونو د لس سلنې رایو په بیا شمېرنه شک کوي، چې کمیسیون د نوموړي له شکایت وروسته پیل کړی دی او وايي چې دا کار یې د دوی له مشورې پرته کړی دی.

تر ټولو بده خو لا دا چې زموږ د ولس پراخ ګډون ته توهین کوي او په ټاکنو کې د هغوی پراخ ګډون نشي زغملی. د ډاکتر عبدالله اساسي غوښتنه په سویلي ولایتونو کې د دوی د توقع خلاف په ټاکنو کې د ډېرو خلکو د ونډې اخیستې پرمټ د ترلاسه شویو رایو باطلول دي. خو له دغو جناب ولې څوک د پنجشیر، بلخ او نورو شمالي ولایتونو د رایو د تناسب پوښتنه نه کوي؟ د افغانستان یو لوی اکثر خلکو خپله رایه او اراده د بدلون او دوام ټیم ته ورکړې ده، دغه ټیم ته پکار ده چې د خپل ولس د رایو دفاع وکړي.

د دوی دا ډول پڅ دریځ هېڅ د ولس په ګټه ندی، که چېرته یاد انتخاباتي کمپ د خلکو د رایو دفاع نشي کولی، خلک تیار دي چې د خپلو رایو دفاع پخپله وکړي.

د سویلي ولایتونو قومي مشرانو او سپین ږیرو په مېړانه غږ وکړ چې زموږ ارادې ته د شک په سترګه مه ګورئ، موږ حاضر یو هره شېبه چې څوک وغواړي یو ځل بیا د ټاکنو صندوقونو ته ولاړ شو او یو ځل بیا خپل حضور او موجودیت درته ثابت کړو. د ډاکتر عبدالله لوی لوی فرمایشونه او د کمیسیون نرم دریځ او د بدلون او دوام د تیم پڅ غبرګون د افغانستان لپاره لکه زهر دومره زیان لري.

له قانون سره سم کار کول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده ده، که چېرته د ټوپکوالو له ګواښونو څخه بېریږي، نو د ښاغلي امرخېل په څېر دې په مېړانه استعفا وکړي او پرې دې ږدي، چې یو با جراته ټیم دغه نیمګړی کاروان تر منزله ورسوي. جالبه خو دا ده چې غوایه حلال نه دي دوی ښنیکي په سر نیولي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون لا حد اقل قسمي رایې ندي اعلان کړې، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یې پر وړاندې خنډ دی. که د دوی دا منطق درست وي، چې په ځینو ولایتونو کې رایې تر خپل ټاکلي حد زیاتې کارول شوې دي، بیا د لطفاً مهرباني وکړي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته دې خپل شکایت وکړي او په یادو سیمو کې د درغلو رایو د کارولو شواهد وړاندې کړي او ناپاکې رایې دې له پاکو هغو جلا کړي.

په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې میکانیزم موجود دی، چې کولی شو درغلې پاڼې له رایو څخه پرې جلا کړو. ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندې د یو ملیون نا پاکو رایو خبره کوله، خو پرون یې رسنیو ته د دوو ملیونو ناپاکو رایو خبره کړېده. د نوموړي د نظر دې توپیر ته په کتو هماغه مخکینۍ خبره صدق کوي چې د کمیسیون او بدلون او دوام د ټیم لخوا له نوموړي سره نرم چلند هغه ته د دې جرات ورکړی دی، چې خپل فرمایشونه یو په دوه کړي.

ولس د تحول او تداوم له ټیم څخه په کلکه غواړي، چې د هغوی د رایو ساتنه وکړي، دا ډول چوپ کښېناستل نه د ولس په خیر دي او نه هم د هېواد. د اصلاحاتو او همپالنې ډله اوبه خړوي او کبان پکې نیسي، دغه فرصت طلبي نور باید پرېنښودل شي چې تر دې زیات قانون تر پښو لاندې کړي، خلک تورن کړي او د توهین او تحقیر په کولو سره ځان ته امتیاز واخلي. ولس په مېړانه په ټاکنو کې برخه اخیستې ده، که د هېواد ملي ګټې ایجابوي یو ځل بیا ولس دې ته حاضر دی، چې د خپل سر په بدل کې ټاکنې وکړي او خپله رایه وړ او د خپلې خوښې کاندید ته وکاروي. د ودان او سوکاله افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *