٭ د هیروشیما پېښه:
٭ د هیروشیما د اټم بم تاثیرات:
٭ د استعمال سوي اټم بم یا Little boy جوړښت:
٭ د ناګاساکي پېښه:
٭ د چاغ سړي یا Fat Man اټومي بم جوړښت:
ولي امریکا پر جاپان اټم بمونه استعمال کړل؟
په ١٩٤٥ کال د جاپان ځواک ډېر کمزورى سوى و.او امريکا غوښتل چي هغه اوږد جنګ په يو ډول پاى ته ورسوي، دې موخې ته د رسېدو له پاره امريکايانو څو لارې په لاس کې لرلې: يوه لاره دا وه چي د روسانو په مرسته جاپان ته خپل پوځونه ننباسي او يو پرېکنده بريد وکړي او جاپان په دې باوري کړي چې که وسله پرځمکه کښېږدي ښايي شاهي نظام يې په خپل ځاى پاتې سي. او دوهمه لاره يې دا وه چي پر جاپان اټومي بم وکاروي او تسليمېدلو ته يې اړباسي
امريکايانو په دې دوو لارو کې د اتوم بم کارول ځکه غوره کړل چې په بله لاره کې دا وېره وه چې بيا به په جاپان کې د روسانو نفوذ ډېره وده وکړي هغه چې بيا به يې امريکايانو ته مخه نيول ده.
د هیروشیما پېښه:
هیروشیما چي 905,01 کیلومتره مساحت لري. پدې وخت کي هېري ایس ترومن د امریکا 33 ولسمشر وو. چي د ده په امر سره پر هیروشیما او ناګاساکي اټم بمونه وغورځول سوه. پېښه داسې وه چي د هيروشيما ښار د پخوا په ډول خال خال بمباري روانه وه چې له امله يې خلکو ټوله شپه ويښه تېره کړې وه، سهار د پاک اسمان اعلان وسو. ورځ دوشنبه د 06-August-1945 او خلک خپلو کارونو ته روان سول؛ خو سهار 8:15 په راډيو کې اعلان وسو چي د دښمن درې الوتکي را رسېدلي دي، دا اعلان لا پاى ته نه و رسېدلى چې خلک د چاودنو، زلزلو، تېزو رڼاګانو مرګوني ګرمۍ، غرض دا چې د اټم بم د هر ډول تباهۍ ښکار سول.
چاودني د ښار90% برخه ویجاړل کړل او نږدې 80000 انسانانو ژوند یی واخیست. په زرګونه نورو انسانانو د خطرناکو وړانګو وهلو ورسته خپل ژوند له لاس ورکړ.
دا بم د امریکا B-29 راغورځولی و، چي نوم یی Enola Gay و. د اټم بم نوم کوچنی هلک یا Little Boy و. له لوېدلو يوازې 43 سانيې وروسته وچاودېد چې په پايله کې يې پنځه سوه لکه درجې ګرمې رامنځته سوه، له لوېدو سره سم د يوې سانيې په لس زرمه برخه کي د يو سل اتيا فوټه ژوروالي په اندازه د اور يوه شغله پيدا سوه چي د هغې شغلې دننه تودوخه درې لکه سانتي ګرات ته رسېدله، له همدې سره پر ټول ښار د دوه اعشاريه اته في سانيه رفتار په اندازه سخته زلزله رامنځته سوه چې د شل زره ټنه برابر تباهۍ ځواک يې درلود.
د استعمال سوي اټم بم یا Little Boyجوړښت:
شماره
1ټایپ یا ډول هستوي وسله
2وزن4400 کیلوګرام
3اوږدوالی3 متره
4د ډکولو موادیورانیم
5د ډکولو موادو وزن64 کیلوګرام
6پنډوالی یا قطر71 سانتی متره
ناګاساکي
ناګاساکي چي 406,35 کیلو متره مربع مساحت لري. په هيروشيما ښار د اټم بم له کارولو درې ورځې وروسته پر 11:02 بجو امريکايانو دوهم بم پر “ناګاساکي” ښار وغورځاوه، څنګه چې ناګاساکي د هيروشيما په پرتله ګڼ مېشته سيمه نه وه؛ نو هلته د هيروشيما په پرتله ډېره بربادي ونه سوه، د ناګاساکي په پېښه کې څلوېښت زره کسان مړه او پنځه ويشت زره تنه ټپيان سول او د ښار په سلو کې څلوېښت برخه له منځه ولاړه.
د ناګاساکي پېښه:
پر ناګاساکي کي هم د هیري ایس ترومن په امر د پنجشنبه ورځ د اګست پر 09 په 1945 کي اټوم بم وغرځاوه.
د ناګاساکي نفوس په دې وخت کي تقریبآ 263000 شاوخوا وو. په دې کي 24000 جاپان اوسیدونکي، 10000 کوریان، 2500 کوریایي د عسکرو خدمت کوونکي، 9000 جاپاني عسکر، 600 چینایي د عسکرو خدمت کوونکي او 400 متحدین اوسېدل. کله چي چارلیس سوینسي د Boeing B-29 د Bockscar الوتکي د الوتو کومانده ورکول سول، الوتکه د ټائنین د جزرې (Tinian Island) شمال څخه الوتنه وکړه تر کښته کېدو مخکي له ځان سره یو بم اخیستوو چي د چاغ سړي (Fat Man) په نوم یادېده.
د دې اټومي بم لپاره امریکا دوه ښارونه په نښه کړي وه، چي یو یی کوکرا او بل یی ناګاساکي ښارونه وه. خو لومړی هدف یی د کوکرا ښار و چي بم به پرې ورغورځوي. الوتکه د ټائنین د جزرې څخه پر 9:44 AM چي ځاي وخت 10:44 AM کېدلې د کوکرا ښار ته راورسېده.
پدې وخت کي په ښار کي د زیاتي وریځي او دود څرک تر سترګو کېدی. د وریځي، دود او تیلو د محدودیت له کبله دوی ونه کړای سوای چي پر کوکرا ښار اټوم بم وغورځوي. پر 10:30 بجو یی د کوکرا ښار پرېښود او د ناګاساکي ښار خوا ته یی مخه کړه 20 ددقیقې وروسته یاني پر 10:50 بجو ناګاساکي ښار ته راورسېده. پر ناګاساکي هم ګل ګل وریځ لیدل کېدل، د تیلو له کبله دوی نور انتظار نه سوای کولای هغه چي پر 11:02 AM اټوم بم وغورځوه چي هیروشیما ته ورته ناورین یی رامنځ ته کړ. او په ضرب د څو ثانیو د اسمان مخ په 1800 فټه په ارتفاع یا جګوالی دود او دوړو وپوښی.
نوټ: د چاودني په صحنه کي 22000 کسان وږلي سوي دي او نور پاته په تدریجي ډول مړه کېدل.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴