نړۍ اوسمهال د پرمختګ په لور چټک ګامونه اخلي او هڅه کوي چې د ژوند چارې ساده او تر ټولو مهمه دا چې د انسانانو د حقوقو او امنیت د ټینګښت لپاره داسي سیستمونه رامنځ ته کړې چې ډیر موثر وي او د انسان دوخت د ضایعه کیدو مخنیوی هم وکړي.
خو هوښیار ملتونه او هېوادونه بیا هڅه کوې چې د نړۍ د دي چټک پرمختګ سره ځان جوړ کړي او په خپل هېواد کې د همدي سیستمونو په رامنځ ته کولو سره خپل ملتونه د نوري نړۍ سره دسیالۍ جوګه کړي، افغانستان یو د نړۍ د وروسته پاتي هېوادونو څخه دی دا هېواد دتیري څلويښت کلنې جګړې له امله بدبختانه دنړۍ د دي چټک پرمختګ څخه پاتي دی خو اوس چې ګورو افغانستان او افغان ملت غواړي چې د جګړې د دي اور ترڅنګ د نړۍ پرمختګ سره هم ځآن برابر کړي او دا بدلون کولي شي په افغانستان کې د جګړې اور هم کم کړي ځکه د سیستم په جوړیدولو سره د فساد مخه نیول کېږي، برابر حقوقو ویشل کېږي، امنیت ټینګښت کې مرسته کوې او ترڅنګ يې دافغانانو سوداګري په نړیواله کچه باور پیدا کوي چې همدي موخې ته په رسیدو افغان حکومت پتیلي ده چې بریښنایې تذکري چې د دبریښنایې حکومتوالۍ یو تر ټولو مهم اصل دی د هېواد هر بچې ته ورسوي دا چې دا تذکري څومره مثبت رول لري غواړم دلته پري لږ بحث وکړم .
امنیت!
لومړی برخه چې بریښنایې تذکره دهغې په ښه والې کې مرسته کوي هغه دامنیت برخه ده ځکه د دي تذکري درلودونکې ټول مالومات ثبت وي او نشي کولي په اسانۍ سره ورانکاري وکړې په ورستیو کې چې مونږ ولیدل زیات شمیر ترویستان د جعلي تذکرو څخه ګټه اخلي او د هغې په واسطه باندي ځان یو ځای او بل ځای ته رسوي خو که چیرته بریښنایې تذکره وجود ولري تروریست نشې کولي چې له لومړي چک پوسټ څخه په اسانۍ تیر شي یا تذکره ښایې کله چې تذکره ولري بیا دا عمل نشي کولی نو دا د تروریستانو په مهارولو کې زیاته مرسته کوی .
همدرانګه ترویستان نشې کولي چې د جعلي تذکرو په ښوولو سره په رهنمایې معاملات کې کورونه تر لاسه او بیا هلته د حملو لپاره منظم شي نو په دي برخه کې هم زیاته مرسته کوي .
دریمه مهم مسله دا ده په کې چې په افغان امنیتي ځواکونو کې بیا په جعلي تذکرو باندي څوک نشي داخلیدلی او دا هم په امنیت کې مرسته کوي په ورته وخت کې دبریښنایې تذکرو په ویش سره د جعلي سیم کارتونو دویش مخه نیول کېږي او یو کس چې کله سیم کارت اخلې د همدي تذکري له مخې به یې اخلي چې بیا نه څوک تهدیدولي شي او نه هم د خلکو ازار او اذیت کولي شي .
شفافیت!
دا برخه یې تر ټولو مهمه ده ځکه افغانستان د دموکراسۍ لور ته قدمونه اخلي ولي بدبختانه موږ تیري څو ټاکنې ښې نه درلودلي خو ددي په ویشلو به لومړی د رایه ورکونکو دقیق شمیر مالوم شي دوهم به زموږ ټاکنې شفافي شي ځکه نه به څوک جعلي کارتونه جوړولي شي او نه هم جعلي تذکري بلکې یو افغان به دیو ځل رایې ورکولو حق ولري او هغه هم په ډیر شفاف شکل سره چې په دی سره به په ټاکنو کې د ټوپکوالاو او نورو هغو اشخاصو چې دزور او زر له لاري غواړي بریاتر لاسه کړي مخه نیول شوي اوسي او هغه افغانان چې په حقیقت په ټولنه کې ځای لري د ټاکنو ګټونکې به وي .
ددي ترڅنګ افغانان کولي شي په ادارو کې دفساد دورکړي څخه خلاص شي او ددي تذکري په لرلو سره په اسانۍ سره خپل ټولې ورځنۍ چاري مخته یوسي لکه د لیسنس اخستل ، دنکاح خط ، دموټر جواز سیر او سوداګریز جوازونه .
اقتصاد!
دابرخه یې تر ټولو خورا مهمه ده ځکه اوس په افغانستان کې ډیری خلک په جعلي تذکرو او دنورو په نومونو باندي کاروبار مخته وړي چې په دی کې دوي دمالیې څخه تیښته کوې توري پیسي سپینوي او همدارنګه دنورو خلکو املاک او ځمکې غصبوي که چرته ددي تذکرو ویش وشي نو ددي ټولو مخه نیول کېږي په ورته وخت کې زمونږ کارګرو ته په عربي هېوادونو کې د کاري فرصتونو زمینه ښه برابریږي او هغه شکونه چې په افغان کارګرو دي هغه له منځه ځې .
همدارنګه دکمپنیو او بانکې تعاملاتو لپاره ډیره اړینه او مهمه ده ځکه په اقتصادي او سوداګرۍ کې بانکې پورونه یو تر ټولو مهم اصل دی او بانکې راکړه ورکړه د پیسوو لپاره ډیره زیاته خوندي وي که چرته مونږ دا تذکري ولرو نو دا برخه هم خوندي کېږي او هم دباور وړ ګرځې چې دا مسله بیا نړیوالو پانګوالو ته دیو ضمانت شکل غوره کوې چې هغوۍ بیا تشویق کېږي په افغانستان کې پانګونه وکړې ځکه افغانستان کې به دهغوۍ دپانګې د خوندیتوب ضمانت موجود وي.
پایله!
بریښنایې تذکره او بریښنایې حکومتوالي ډیري زیاتې مزایاوي لري خو دلته یې ما په څو برخو کې لنډ بحث وکړ کنه ددي ترڅنګ داجتماعي ژوند په تامین کې هم له ډیرو مزایاو څخه برخورداره ده اودوګړو دحقوقو او عدالت په برخه کې تر ټولو زیات رول لوبوي نو اوس باید مونږ ټول په ګډه باندي ددي لپاره کمپاین وکړو ترڅو ټول افغانان بریښنایې تذکري واخلي او دشته ستونزو څخه ځان خلاص کړي.