ژباړه او زیاتونه : شفیع الله عمران

ډېر کله به مو لیدلي وي چي په کورنی کي د زاړه عمر کسان د ډوډی خوړلو پر وخت زیات غصه کیږي، د دوی دلیل دا وي چي سمه او خوندوره ډوډۍ مو نه ده جوړه کړې، ځیني ځیني خو د ډېر خپګان له امله بیخي د ډوډ‎ۍ خوړلو څخه لاس اخلي، که څه هم د کورنی نور غړي (ځوانان، ماشومان) به له همدې ډوډۍ څخه خورا خوند اخلي او د هغې د خرابوالي په اړه به هیڅ شکایت نه لري مګر د زاړه عمر کسان چي مشران هم دي او احترام ورته لري نو ږغ نسي کولای څو هغوی په دې قانع کړي چي ډوډی خوندوره او ستونزه بل ځای ده!

دا چي په زاړه عمر کي د بدن ډیری برخي خپلي نورمالي دندي په صحیح ډول نسي اجرآ کولای او اکثره د زاړه عمر کسان د ناروغیو له کبله د ډېری ستونزو سره مخ وي ،  نو یو له هغوی څخه د خوند کتلو (ذایقي حس) دی ، دا نو هغه حس دی چي  د  موادو د خوند په معلومولو کي مرسته کوي دا چي په زاړه عمر کي د بدن نور غړي هم ورو ورو خپل فعالیتونه راکموي ، نو په دې عمر کسانو کي د خوند معلومول(ذایقي) حس کمزوری کیږي .

یعني د خوند معلومولو غوټی (Taste buds) په زاړه عمر کسانو کي راکمیږي، دا نو هغه غوټی (Buds) دي چي د خوند په معلومولو کي مهم رول لري، او نسي کولای تر څو هغه مواد چي د بوی کولو وړتیا ولري په صحیح ډول تشخیص او وپیژني ، او همدا ډول ددې ستونزي بل سبب دادی چي په زاړه عمر کسانو کي د خولې لاړي(Saliva)  کوم چي د موادو د خوند په معلومولو کي ځانګړی رول لري، تر خپلي نورمالي اندازې راکمیږي، چي دا کړني په ښخینه او نارینه و کي توپیر لري ، په نارینه و کي (۵۰-۶۰) کلنی کي په ښځینه کي د (۴۰-۵۰) کبنی کي منځ ته راځی، دلته نو هغه خواړه چي د کورنی د ځوانو کسانو له لوري دې زاړه کس ته ورکول کیږي د هغه لپاره بي خونده او نه یې خوري.

لاملونه یې زیات دي خو ځیني لاملونه یې په لاندي ډول دي :

  • ځیني درملونه
  • میکروبونه
  • د سر زخمونه (د عصبي سیستم خرابوالی)
  • د خطرناکو وړانګو په ذریعه درملنه
  • د خولې وچوالی
  • د سګریټو زیات څکول
  • د اړینو ویټامینونو نه شتوالی
  • په خوله ، زامو او د خولې د داخلي جوړښتونو ناروغی
  • د ډاکټر له مشورې پرته د انټي بیوټیکونو زیات استعمال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *