ولي لاسونه پړکوئ؟ دا خبر امیر امان الله خان هغه وخت افغانانو ته وکړه کله چي یې د خپلواکۍ لومړۍ کلیزه لمانځله. ډیری افغانان د سټیج په مخکي د هند د تیاتر نندارې ته ناست وو. یو مداري د لاس په صفایي سره یوې خولۍ ته نژدې شو او په حرکاتو یې د یو بهرني هېواد بېرغ راویست. ټولو ورته چکچکې وکړې. د حاضرینو له ډلي څخه یو سړی راولاړ شو او ږغ یې وکړ چي ننداره دې بس کړي. دا سړی امیر امان الله خان و. لږو کسانو ته مالومه وه چي دی هلته حضور لري.

امان الله خان پوښتنه وکړه: “ولې لاسونه پړکوئ؟ یو څو کسان چي چکچکې وکړي نو بیا تاسو ټول له هغه څخه پېروي کوئ؟ تاسو باید د هر کار په هکله فکر وکړئ څه چې کوئ باید ورباندې پوه واوسئ”. هغه بېرته په خپل ځای کښیناست او نندارې دوام وکړ.

بیا ځلي له خولۍ څخه د انګلیستان بېرغ راویستل شو. چوپه چوپتیا وه، هیچا هم څه ونه کړل. وروسته یې د افغانستان بېرغ راویست حاضرینو ورته ګرم احساسات وښودل، د خپلواکۍ ږغ یې بدرګه کړ،
تل دې وي افغانستان!
تل دې وي افغانستان!

څو چي یې د امیر امان الله خان د زړه ارمان ورپوره کړ.

خو له هغه وروسته چي دې ناخبرو خلکو د انګلیستان سورنا ته دوه غوږونه څلور کړل، او د هغوۍ هرې خبرې ته یې څپېڅلې خبر ویله او چکچکې به یې ورته کولې. څو چې انګلیستان ځان خپلو هدفونو ته باندي ورساوه او د امیر امان الله خان تخت یې له خاورو سره خاورې کړ.

داسي نه چې دا چکچکې بس تر همهغه وخته پورې وې او بیا ورکې شوې، نه! دا چکچکې له همهغې ورځي څخه راپیل شوې دي او بیا تر اوسه پوري موږ وینو چي زموږ ناخبره وروڼه چي په لیږ څه لمسول کیږي، هغه که د لر دي او که د بر دي پردي ډول ته په اتڼ وي، خپل ډول ورته کافر ښکاري او له منځه یې وړي. خو هیچا په دې ټول عمر دا خبره ونه سنجوله چي موږ ولي داسي کوو او د چا لپاره داسي کوو؟ که وګورو په دې نژدې ورځو کې چې کوم څه وشول، لکه د غزني پېښه چې وشوه، همداسي نورې ډيرې پيښې چې په سلګونو بې ګناه افغانان یې تر تېغ کړل. خو د غزني جنګ! دا جنګ د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کي د جلال اباد جنګ ته ورته و چې د مجاهدینو او د پاکستان کمانډویانو ورباندې وکړ. هغه برید هم د پاکستان یوه پالیسی وه، چي مجاهدین یې ولمسول او د خپلو وروڼو وژل یې ورته روا کړل چي ډیری افغانان پکښې شهیدان شول. هماغه مجاهدین چي اوس په دولت کي لوړې څوکۍ لري د پاکستان خبرو ته یې لاسونه پړکول لکه اوس چي یې طالبان ورته پړکوي او هغه یې د اسلام په نوم یو بل ډول لمسوي او خپلې ګټي ورڅخه تر لاسه کوي.

خبره د غزني د جنګ وه چي پاکستان په لمسون طالبانو په یاد ولایت برید وکړ او خپل زیات شمیر پوځي ځواکونو یې هم ورسره ملتیا کوله، چي ډیر شمیر پکې ووژل شول. او د عوامي نشنل ګوند یوه لوړپوړي چارواکي افراسیاب خټک د پاکستان دولت څخه غوښتنه وکړه چي د هغو ځواکونو په هکله دي خپل ولس ته وضاحت ورکړي چي په غزني کي وژل شوي دي.

خو طالب له دې هر څه سره دېوال ته سر نیولی، او پردۍ خبرې ورته روا ښکاري د هغوۍ په خبرو فخر کوي ځان ورته قرباني کوي. د هغوۍ د خولې څخه هره وتونکې خبره ورته د اسلام خبره ښکاري. نو د دوى داسي کړنو ته په کتو هغه فکر او سوچ چي د امیر امان الله خان په وخت کي په دې خلکو کي ژوندی وو تر اوسه ژوندی دې. او دا هغه فکر دې چي د افغانانو په قتل عام کي لومړی انګلیسانو، بیا روسیې او اوس امریکا ورڅخه ګټه اخلي. يې د لر او بر وياړلو افغانانو نور د پرديو خبرو ته لاسونه مه پړکوئ د خپل ځان د جوړښت لپاره لاسونه په کار واچوى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *