د ملي امنیت ریاست او آی اس آی ترمنځ په داسې حال کې د همکاریو سند لاسلیک کيږي چي افغانستان نوي پړاو ته دننه شوي دی. دغه پړاو د ۲۰۱۵ عیسوي کال څخه شروع شوی او تر ۲۰۲۵ پورې به دوام لري چې د بدلون لسیزې په نامه یاديږي.

تر دې مخکي چي اشرف غني ولسمشر شي ټولې هڅې دا وې چي ناکام یي کړي، دلیل یي هم د غني قاطعیت، قانونمندي او کاري ظرفیت و. په داسې یوه هیواد کې چې ۱۳ کاله یې تش په نوم حکومت درلوده او انارشي په کې حاکمه وه د یوه قاطع، قانونمند او وړ شخص راتلل دا پیغام له ځانه سره درلودی شي چي پخواني دولتي مقامات به ويره لري، خو کله چي یو شمیر چارواکي د غني په انتخاباتي کمپاین کې دننه شول نو یو څه امیدونه یي پيدا کړ، اما دغه امیدونه هغه وخت له خاورو سره خاورې شول چې غني د کرزي د خلافت چارواکو ته شا کړه او دا تصمیم یې ونیو چې ټوله توجه به یې په نوي او تازه ثمر ته رسیدلي بشري ځواک وي.

د مخالفتونو پیل له همدې ځایه شروع شو. هر هغه څوک چي د غني له دره ناامیده شو د پلمې او بهانې په لټه کې شو او دا تلاشونه یې شروع کړل چي په هر ډول چي وي باید د غني حکومت له ننګونو سره مخ شي. د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د امنیت سند امضا د دوی لپاره اولنۍ جوړه شوي مړۍ وه. او ښه یې پي شخوند وواهه. نور نو د دغو کسانو خوړلو لپاره څه نه و پاتي.

بیا یي وزیران او والیان راونیول تر هغو چي د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال او د پاکستان استخباراتي اداري ترمنځ لوظنامه امضا شوه. پاکستان تل له افغانستان سره دوه مخی چلند کړی او دا تلاش یې کړی چې افغانستان له شا په خنجر ووهي. په همدي اساس ده چې په ټولو افغانانو کي د پاکستان ککره شته او دا ککره ډيره هم ده.

د مخکني حکومت ځیره خوارو ته ښه پلمه په لاس ورغله، د پاکستان په نامه یي له هغه حکومت سره مخالفت شروع کړ چي دوی ترې شړل شوي و. دوی ټول د عقدي پر اساس مخالفت کوي. له یوه دلیل نه بغیر چي هغه له افغانستان سره د پاکستان دښمني ده د مخالفت لپاره بل دلیل نلري. اما ویره لري.

د حکومت د مخالفینو ویره دا ده چي دوی به د پاکستان له دستراخانه وشړل شي. د دوی رازونه به افشا شي او که دغه لوظنامه عملی کيږی نو دا ویره هم شته چي د دوی د جاسوسۍ اسناد به د حکومت په لاس ور شي. که د دوی د جاسوسي اسناد د حکومت په لاس ورغلل نو دوی به بیا د مخالفت جرئت هم ونه کړي. که څه هم د دوی مخالفت د خپلو ګټو لپاره ده او که دا اوس حکومت ورته کوم وزارت، ولایت یا حتا که کوم ریاست ومني نو دوی به له مخالفت نه کوي، اما هغه وخت کي بیا نه وزارت شته او نه ولایت او نه هم ریاست، بلکي دوی به له اسنادو سره مخ کيږي. او اسناد هم هغه اسناد چي د دوی غداري ښکاره کوي.

بله دا چي دوی پر افغانستان اعتماد او یقین نلري. دوی اوس هم دا فکر کوي چي افغانستان باید آزاد ونه اوسي. دوی وايي افغانستان دي تل پردیو ته محتاج وي او د یوه مستقل مملکت په حیث دي له نورو سره معامله نه کوي. کله چي د افغانستان مستقلوالی مطرح کيږي نو همدلته ده چي د دوی ګټي له خطر سره مخ کيږې، یعني د دوی ګټي په یوه بي ثباته، ناارامه، او په نورو تکیه هيواد کي دي.

د دوی د مخالفت یو بلل دلیل دا هم کيدا شي چي دوی د حکومت د سقوط خوبونه لیدل، خو دا خوبونه به یي هيڅ وخت واقعیت نه شي. ځکه چي اوس زموږ د خاصو قطعاتو شميره ۲۳۰۰۰ عسکرو او افسرانو ته رسيږي او سیمه څه چي لا د دنیا په سطحه بي ساري بلل شوی دی. ښه خو دا ده چي د جمهور رییس د ټولو قطعاتو په سر کي دی او اختلافات يي ورک کړي. یعني دا چي اوس د افغانستان عسکر د کرزي شخصي عسکر نه دي. دوی د سیاف په شان د جهادي لډرانو شخصي عسکر هم نه دي، یوازي او یوازي افغانستان ورته مهمه ده.

دغه مخالفت تلاش کوي چي د حکومت پر ضد د خلکو کرکه زیاته کړي. دوی غواړي چې کله کرکه زیاته شوه نو بیا د دوی تش په نوم مشر ته دا زمینه مساعده شې چي لویه جرګه وغواړي، دبړه ماري شروع کړې او بیا واک ته ورسيږي. خو دا ټول څه خوبونه دي چي اوبه به یي مخ په ښکته یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *