پروفیسر ریچارد وایزمن موندلې چې موږ څلور ډوله فکر او چلند کوو او په حقیقت کې همدا زموږ فکر او رفتار دی چې موږ ته په ډاګه کوي چې څومره نېکمرغه او خوشحاله یوو.

لومړی، د نویو فرصتونو څخه ګټه اخیستل!

نېکمرغه خلک ډېری وخت نویو فرصتونو ته انتظار کوي او کله چې د پرمختګ زمینه ورته برابریږي، خوشحالیږي او له ترلاسه شوي فرصت څخه استفاده کوي.

پر وړاندې یې بیا هغه کسان چې نېک بخته نه دي، هغوی د دې کسانو په مقابل کې درېدلي او یک نواخته دي او کله چې فرصت هم ورته په لاس ورشي، له عملي کولو او استفادې څخه یې ډاریږي.

دویم، باطني حس ته پاملرنه!

اکثره نېکمرغه او خوشحاله خلک خپل باطني یا شپږم حس ته ډېر پام کوي، هغوی که چېرې د یو څه په اړه ښه احساس کوي نو د هغه د ترسره کېدو لپاره اقدام کوي.

خو هغه کسان چې نېکمرغه نه دي، له حده ډېر د هغه د ترسره کېدو په اړه فکر کوي، بېلابېل اړخونه یې څېړي، خو کله چې پایلې ته رسیږي، په لاس ورغلی چانس یې له لاسه وتلی وي او دا ټول فکر کول یې هم بې ګټې وي.

دریم، د بریالي کېدو تمه!

نېکمرغه او خوشحاله کسان خوش باوره دي. تمه لري چې کارونه به یې ښه پرمخ لاړ شي او همدا مثبت باورونه یې لامل کېږي چې بریالیتوب ته ورسیږي او ورسره مرسته کوي چې د ستونزې پرمهال له خپلو هڅو لاس په سر نشي. همداراز نور کسان هم د هغوی ملګري کېږي ځکه مثبت فکر کوي.

خو هغه کسان چې نېکمرغه نه دي، برعکس د دې کسانو په مقابل کې دي. ډېر بدګومانه دي، خلک هم د دې ډول کسانو څخه ځان لرې ساتي ځکه دوی تل غمجن او بدګومانه وي.

څلورم، مثبت فکر کول!

دا یو حقیقت دی چې موږ ټول په ژوند کې له بدو پيښو سره مخ کېږو، خو نېک بخته او خوشحاله کسان دا وړتیا لري چې د ستونزو پرمهال او له ستونزو وروسته بیا بیا په خپلو پښو ودریږي. هغوی له ترخو تجربو زده کوي او خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خو برعکس هغه کسان چې نېکمرغه او خوشحاله نه دي هغوی بیا د یوې کوچنۍ ستونزې له امله له خپلو هڅو لاس اخلي، نه غواړي مخ پر وړاندې لاړ شي، فکر کوي چې تیاره راتلونکی یې په تمه ده او هڅې یې هم بې معنا دي.

ریچارد وړاندیز کوي چې «د ورځنیو خوشحالیو او نېکمرغه نوټ» له ځانه سره ولرئ څو زموږ د نېک بختۍ او خوشحالۍ له ښه والي سره مرسته وکړي.

د ورځې په اوږدو کې چې له منفي او مثبتو پيښو سره مخامخ کېږئ هغه ولیکئ. که څومره هم دا مسایل کوچني او ناڅیزه وي. ځکه له تاسې سره مرسته کوي چې په ژوند کې د منفي موضوعاتو پرځای په مثبتو مسایلو تمرکز وکړئ.

له یوې اوونۍ وروسته دا ورځني مثبت یادښتونه، پر تاسې به عملي اغیزې وکړي.

سرچینه: بي بي سي

ژباړه: روح الله ـ تلاش

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *