په کابل ښار کی د نړی اکثرو سترو هیوادونو سفارتونه شتون لری خو بدبختانه چی اکثر یی د ویزو ورکړی د خدمت برخی نلری، کله چی یو هیواد بل هیواد ته د سیاسی او یا هم دیپلوماتیک (سفارت) دفتر اجازه ورکوی نو لازمه ده چی له دوی څخه د خپل هیواد او خلکو لپاره د اسانتیاوو به برخی کی ګټی پورته کړی چی یو یی خلکو ته د ضرورت په وخت کی د ویزو ورکړه هم دی، لاندی ذکر شوی هغه هیوادونه دی چی په افغانستان کی سیاسی شتون (سفارتونه) لری خو که افغانان یی ویزی وغواړی باید ګاونډیو هیوادنو ته ولاړ شی تر سو ویزی تر لاسه کړی لازمه ده چی د افغانستان جمهور ریس او بهرنیو چارو وزارت پدی هکله جدی پاملرنه وکړی او ټولو بهرنیو کابل میشتو سفارتونو څخه وغواړی تر څو  د سیاسی شتون تر څنګ د افغانانو ته د ویزو ورکړی لړی هم پیل کړی. منو چی افعانستان یو غریب هیواد دی او ځینی وګړی یی اکثریت وخت د غربی هیوادونو ویزو تر لاسه کولو وروسته خپل هیواد ته نه راستنیګی خو د نړیوال قانون له مخی ټول سفارتونه باید هغو اتباعو ته چی د شرایطو وړ وی ویزی ورکړی.

د هغو سفارتونو نوملړ چی افغانان تری په کابل کی ویزی نشی تر لاسه کولای په لاندی ډول دی:

1.    بریتانیا او یا هم انګلینډ لوی سفارت او پراخ سیاسی شتون لری خو د ویزی اخیستلو لپاره یی افغانان باید پاکستان، هند او یا دوبی ته ولاړ شی.

2.    کانادا هیواد لوی سفارت او پراخ سیاسی شتون لری خو د ویزو برخه یی د افغانانو لپاره غیر فعاله ده.

3.    استرالیا سفارت لری خو د ویزو برخه یی غیر فعاله ده

4.    هالنډ سفارت لری خو ویزی نه ورکوی

5.    بلجیم سفارت لری خو ویزی نه ورکوی

6.    سویډن سفارت لری مګر افغانانو ته ویزی نه ورکوی

7.    ناروی سفارت لری خو د ویزو برخه یی فعالیت نلری

8.    دنمارک سفارت لری غیر له چارواکو عام افغانانو ته ویزی نه ورکوی

9.    نیوزلینډ سفارت لری خو ویزی نه ورکوی

10.   ازبکستان سفارت لری خو عامو خلکو ته بغیر د دولت معرفت څخه ویزی نه ورکوی.

وړاندیز کوونکی:

د ملی پرمختګ ټولنی ځوانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *