شوکت الله عابدافغان

موږ په داسی یوه ټولنه کې ژوند کوو چې اکثریت وګړي یې د ډیرو نادودو او ناخوالو له امله د ورځنیو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د دې هرې ستونز فاني او آبدي پایلو مونږ ټولنوال او سایسی رهبران او مدیران په جلا جلا فکري او تخیلی مسیر روان کړي یو.

د انسانانو تر مینځ د نظر او فکر ختلافات یوه طبعی موضوع ده خو هغه وګړي چې په فکري مرض اخته وي کوللی شي د روڼآندو د فکري پنځونو څخه د ځان او تولنې د اصلاح لپاره ګټه پورته کړي.

پورته موضوع د هرې نقطي څخه ډیره اړینه ګڼم دا په دې معنی چې د فکر او سیاست ور هغه خوا زمونږ د ګران هیواد هستوګن د سمتی افکارو او ګوندی اجنډاو ښکار شوي دي ، که څه هم زه په یوې ټولنې کې د ګوندونو او مدنی حرکتونو او خوځښتونو مخالف نه بلکی پلوي یم ځکه دا هر څّه په یوه ټولنه کې د عیني واقعیتونو پر مبناء مینځ ته راځي خو زمونږ په هېواد کې ځیني تجارب دا په ډاګه کوي  چې اکثریت ګوندونه او ګوندي سیاستونه د ډیرو مخشوشو او مغرضو مؤخو لپاره ایجاد شوي ول او تر ډیره دا خبره په اثبات هم رسیدلی ده او همدې ثبوتونو د دې زمینه ایجاد کړي تر څو پورته یاد عینی واقعیتونه د خپلو شخصی او ګوندي سیاسی او اقتصادي مؤخو ښکار کړی چې دي فانی اصل تر ډیره سمتی بڼې په لرلو سره تجربه شوی هم دی.

اوس د دې واقعیت د راسپړلو لپاره د نظر او فکر اختلافات په سمتی ، ګوندي ، اقتصادی او ژبنیو حساسیتونو او تآمولونو کې د ځان لپاره آبدي ځای موندلی دی. که څه هم د ژوند کولو ټول اصلونه او د افلاطون د فلسفی په اساس تعریف شوي عدالت د پښو لاندي شوی دی او هر څه د یو راز په لرلو سره د شخصی مؤخو لپاره کارول کیږی.

هغه وگړي چې په ټولنیزه ، سیاسی او جغرافیاوي ساختارونو په پریکړو کې سیده دخیل وي هغوي شاید دغه مواردو په هکله خپله فکري او تحلیلی انزوا ومنی او هغه وګړي چې د ځینی قومی ، سیاسی ، سمتی ، او ژبنیو اختلافاتو په تسلسل د سیاست او قدرت څخه د د باندی پاتی دي هغوي د نقد لپاره د دلایلو تر څنګ د نظامونو او سیاستونو د تخریب لپاره مټی رانغښتی وي. د تل لپاره د دولتونو هرې کړنې ته یو حساس رنګ ورکوي تر څو ټولنیز فکر د منفی او بدیل لوري ته متوجه کړي ، متاسفانه د دغی عینی واقعیت او حقیقت شاهدان هم یو.

که د سیاست او قدرت اړیکه وڅیړل شي د دولت لپاره اپوزیسیون یو حمایتی او تقویتی بحث دی خو دا چې دلته دولتونو او اپوزیسیونونو خپل مکلفیتونه په درست ډول نه دي درک کړی نو همدا علت دی د داړو پلویان پخپل مینځ کې په یو لړ او یا هم په اکثریت مواردو کې د نظر فکر او آند اختلاف لري.

په ټوله کې زه داسی نه انګیرم چې دغه نظریاتی اختلاف دې د ټولنې په ګټه وي او یا دې هم د راتلوونکو نسلونو ته د پرمختګ ، یووالي مفکوره او انګیزه وربښي.

د پورته بحث د تائید تر څنګ په دې دلیل چې یاد دوه فکتورونه او شاخصونه د خپلو اغراضو لپاره یو د بل سره په نظریاتی اختلاف کې راګیر دي.

ټولنیزه خوشبختی هغه وخت مینځته راځي چې د ټولنیز عدالت ټول اصلونه په کره توګه مراعت شی.

موږ انسانان په داسی حال کې سوله غواړو ، پرمختګ غواړو او د دایمی ارامۍ غوښتونکي یو چې مونږ پخپله په عملي بڼه د داغه غوښتنو سره ډیره فاصله لرو.ړیعنی په ټوله کې د فردي او ټولنیزو ګټو توپير نه کوو ، مونږ فردي هوساینې ته لومړیتوب ورکړي دي حال دا چې وګړي هغه وخت هوسا کیږي کله چې ټولنه د کُلی امنیت او ټولنیز عدالت په اصلونو سینګار شی ، په نسبی توګه د ارامی او هوساینی لرونکې ټولنې ، لویو لویو تګلارو د پلي کولو لپاره د عملی کیدا کمزوري ارادي لرونکي ټولني وي او ددې ټولو بدبختیو عاملین په ټولنې تحمیل شوي لیډران او سیاسی واکداران او د هغوي غلط شوي پلویان وي.

دلته مؤخه سیاسی او طرف نه ده د بلکی دا هغه حقیقت دی چې د ټولنې د ځوانانو او بشري ځواک فکري قوتونو بې ځایه کارول کیږي او روڼ آند وګړي د دې مکلفیت او مسؤلیت لري چې منطقاْ د سیاسیون او رهبرانو ملاتړ وکړي. د سمت، ژبې او قومیت فکتورونه باید د ټولنې د مبارزو د اجنډاو څخه جلا شي. په ډیر تاسف باید وویل شی چې دا اصل زمونږ په افغانې ټولنه کې تر ډیره د پښو لاندې شوی دی.  

یو قانع او منطقی واحد نظر او تګلارې ته اړتیا ده چې ټولنیز بشري ځواک د نن څخه د اعظیمی ګټې د پورته کولو په وسیله د روڼ سبا څښتن نسل لرونکي ټولنه رامینځته کړي ، دا چې خپل منځي اختلافات او نظریاتی توپيرونه بې دریغه مخکښ روان دي نو همدا فکري تشنج کولي شي د ننې او سبانې نسل فکر وځپې!

سپارښتنه مو دا ده چې ټولنې په یو واحده او منطقی تګلارو مخته ولاړې شي او ځوانان دې د احساساتو کابو کؤنه زده کړي تر څو د تحمیل شویو لاسپوڅو کرکټرونو شؤمې مؤخې د ځوان بشري ځواک بې ځایه کارونه قطع کړي او راتلوونکی ټولنیزه خوشبختی تضمین او تآمین کړي.

د یو روڼ سبا په اراده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *