په همدې ورځ راته ملګري ځينې کتابونه د ماخذ په توګه را کړل. که څه هم په موټر کې مطالعه لږه ستونزمنه وي؛ خو بیا مې هم هڅه وکړه چې یو کتاب ترې ولولم.
ما د کتاب نوملړ لوست، د (ولې؟) په عنوان مې سترګې ولګېدې، چې د کلینر او یوه مسافر په بحث مې بېرته کتاب بند کړ.
بحث پدې پېل شو، چې مسافر له کلینر نه د کرایې پوښتنه کړې وه، کلینر کرایه ویلې وه او مسافر یوازې د (ولې) جرم کړی و، ورته یې ویلي وو چې ولې دومره ډېره کرایه اخلئ؟!
پاېله دا شوه، چې هغه مسافر په بل موټر کې سپور شو او زمونږ فلانکوچ ډوله موټر روان شو.
زه د کتاب په لوستلو بوخت شوم، د (ولې) عنوان ته لا ډېر وخت و، موټر یو څه تېز روان و، یوه مسافر موټروان ته وویل، چې استاده لږ په قلاره لاړ شه، استاد ورته وویل (ولې)؟
بیا هم یوه لفظي شخړه رامنځته شوه، د مشرانو او ملګرو په منځګړتوب شخړه هواره شوه او موټر د کابل- جلال اباد په لوېې لارې روان شو.
زه له خپل کتاب سره بوخت وم، په خواکې ناست ملګري مې په غوږونو کې غوږۍ ایښې وې او کېدای شي، د خپلې خوښې موسیقي به یې اورېدله.
له یوې اندازې مزل وروسته، د موسیقۍ لوړ غږ د ټول موټر فضا په سر واخسته، په مخکي سیټ کې ناست ځوان له موسیقۍ سره سر خوځوه، بیا اړ شوم چې کتاب بند کړم.
د موسیقۍ لوړ غږ رښتیا هم ډېر ځورونکی و، زه خاموش پاتې شوم، له شاتنۍ چوکۍ څخه یو پوخ عمره مسافر په ځوان ورغږ کړ:
– وروره دا د ټېپ غږ خو لږ ټيټ کړه !
په مخکې سیټ کې ناست ځوان بېرته ترې وپوښتل (ولې)؟
په یوه سفر کې دا دریم ځل ستونزه وه، چې پدې موټر کې رامنځته کېدله، ځيني ملګري هم خفه شول، ځکه دریمه ستونزه نو په رښتیا د زغم وړ نه وه.
دا ستونزه هم له ډېر بحث وروسته حل شوه، وروسته ناست مشر له ځان سره ډېرې خبرې وکړې، ان تر کورنۍ تربیه او د موسیقۍ تر عذابه یې خبره ورسوله.
ماته هم سفر ډېر خسته کن شو، بیخي یې خوند نه راکوه، کتاب مې بند کړ؛ خو نن مې لکه چې بده ورځ وه.
په خوا کې ناست ملګري مې له جېبه د سګرټو قطعۍ راویسته او سګرټ یې بل کړ، ما شیشه لږه خلاصه کړه، په چوکۍ کې ها خوا ناست ملګري ورته وویل:
– وروره په موټر کې سګرټ مه څکوه!
ورور ورته وویل ولې؟
یو ځل بیا (ولې)…! دا ستونزه هم هواره شوه، راسره ناست مسافر سګرټ تر شیشې دباندې وغورځوه، ما هم کتاب خلاص کړ، پاڼه مې واړوله چې سترګې مې د (ولې؟) په عنوان ولګېدې.
په کتاب کې د ( ولې؟) ټکی په عمومي ډول د ټولو انسانو او په خصوصي ډول د پلورنکيو لپاره د تحقیق مهمه پوښتنه ګڼل شوې وه.
د (ولې؟) په ویلو ټینګار شوی و. لیکوال لیکلي وو، چې له هر چا نه د ولې پوښتنه کوه، چې ځواب یې درکړ بیا ورته ووایه چې دا کار ولې کوې؟ او بیا ځلي ترې همدا ولې پوښتنه تکراروه.
له ماسره پوښتنه پېدا شوه چې په کومې ټولنې کې؟ زمونږ په ټولنې کې خو ما یو موټر کې څلور ځل د ولې پوښتنه واورېده او څلور ځل یوازې یو ځواب ورکول شو.
( ولې خو جنګ دی !)
همدا پوښتنه سمدستي په موټر کې د شخړې لامل شوه، یانې دا چې موږ تر اوسه منطق نه کاروو، موږ تر اوسه د ځينو خبرو په ځواب ورکولو نه پوهېږو، یانې دا چې موږ تر اوسه جګړه په خبرې او منطق غوره ګڼو، یانې دا چې موږ تر اوسه، له ځان څخه یوازې یوه کلیمه پوښتنه جنګ بولو.
د (ولې) کلیمه د لا نورو مالوماتو، د تحقیق، د دلیل، او د منطق په مانا ده؛ نه د جګړې په مانا، که یې د جګړې په مانا اخلو نو په ذهن کې به مو ډېرې ښاېسته او ګټورې خبرې همداسې پخپل ځای پاتې وي او موږ به یوازې له نورو سره د جګړې لپاره لسټوڼي رابډ وهلي وي.
که همداسې وي نو بیا مو د پوهې، مدنیت، زغم او سوله ییز فکر ټولې دعوې دروغ دي.