ټول فرصتونه سينګار شوي کلي ته نه راځي، لږ ځان ته زحمت ورکول او په پېچلتياوو او تضادونو کې په خپل ارمان پسې ګرځېدل د اوسنۍ زمانې روغه ديپلوماسي ده. زما د تشويش ټکی دا ندی، چې امريکا به قطر زموږ پرضد استعمال کړي او یا به طالبان له امريکا سره روغه وکړي، اندېښنه داده، چې د قطر په اړه د افغان دولت مطلق منفي ذهنيت او تقريباً بايکاټ دا مانا لري، لکه په خپله دوسيه کې چې په ځان د محکوميت فیصله وکړې.

په تېرو څو ورځو کې چې له قطر سره حتی د واتيکان په څېر د وړو هېوادونو د سياستوالو مينه په ډېريدو ده، خو افغان دولت له خپل لس کلن ارمان څخه په شا تښتي. هېڅ شک نشته، چې زموږ حريفان دې، قطر طالباني چانس زموږ پرضد استعمال نکړي.
په قطر کې طالبان تر افغان دولت ډېر فعال دي، د خپلو پخوانيو موقفونو خلاف د سهار او بېګا تګلارې او دريځونه د ورځې په نرخ او د امريکا د غبرګونونو په تعقيب عياروي. پاکستان تر طالبانو فعال دی، سره له دې چې د قطر مېشتې شورا په کارولو کې خپله برنامه لري، اما ظاهراً چیغې وهي، چې د پاکستان پوځ مذاکراتو ته د طالبانو په هڅولو کې اتیا سلنه رول کارولی دی، دا بيخي د تعجب وړ ده، چې په پاکستان کې سياسي نهادونه فعال وي، استخبارات دخيل وي، خو سياست او په سياست کې د پوځ ونډه تر ټولو محترمه شمېرل کېږي او تقديرېږي هم. دا يې په هر صورت خو پاکستان نه طالبان په کور دننه له لاسه ورکوي او نه په بهر کې دا فرصت د بل لاس ته ور پرېږدي. بريتانيا، امريکا، جرمني او فرانسه هر يو ملک د طالبانو پخلا کولو ته خپل پروګرامونه لري، د قطر بهير ته يې کار ويلی او داسې ايسي لکه د ټولې نړۍ د سياست محور چې په دوحه کې د طالبانو دفتر او د نړۍ د کشالې محراق دې هغه طالبان وي، چې له القاعدې یې لړمون خوړين دی.

عربي ملکونه او شيخان طالبان او د قطر مذاکرات داسې ګڼي، لکه یو څوک چې د انتظار خلاف د دنيا د لانجو د هواري لایق وګڼل شي. ټول عرب خليج د طالبانو داستان ته پروت دی او ښايي همداسې وي، چې طالبان د شرق او غرب د اړيکو د سلسلې د منځ کړۍ جوړوي، خو په دې منځ کې افغان دولت چې د همدې سناريو هسته ده، د خپل کړکېچن او نا مهذب سياست په منځ کې غرق خوبونه وهي، کله سر راپورته کړي، د انکار او یا اعتراض یوه پړيته وولي، خو هېڅکله د اقرار په دود په سنجيده ګۍ له نشې نه رابېداريږي.

يوولس کاله د افغان دولت په ایډيال سوله پسې ټول ولس وځغستل اما اوس جوتېږي چې یوولس کاله افغان دولت د سولې په نامه ولس په سهرابونو مخه کړی و.

که د يوې شېبې لپاره فکر وکړو چې د قطر انتظام، طالبان، سوله او برنامه د امريکا او پاکستان اجنډا ده، ایا موږ د سياست او ديپلوماسۍ په نامه هم کوم توري په خپل عقلاني نظام کې لرو؟ که یې لرو نو ددې وخت چې له یوې نړيوالې معقولې سره سم شرايطو ته ځواب ووايو دا معقوله وايي، چې د اوبو له موازي جریان سره هر څوک حرکت کولای شي، مبارزه او درايت د اوبو له مخالف جريان سره حرکت دی.

په تېرو لسو کلونو کې زموږ د دولت د ادعا له مخې طالبان او وسله وال مخالفين هر چا د افغانستان او مطلقاً ددې نظام پرضد استعمال کړل، خو یوازې افغان دولت و، چې د ملياردونو ډالرو په خانۍ کې يې پنځه طالبان د ځان او وطن په ګټه او د خپلې اجنډا سره سم ونه کارولای شول. نن بيا هماغه فرصت په زيانېدو دی. دایې وخت دی، چې په قطر کې د افغانستان سفارت د نړۍ د سياست محراق شي، کوربه شي او ټولې نړۍ ديپلوماتان او خبريالان هلته واړوي، نن یې وخت دی، چې افغان دولت یو فوق العاده سفير هلته استخدام کړي، مېلمستونونه پرانېزي، فوق العاده سفرونه تنظيم کړي او سولې پروسې ته له خپلې خوښې سره سمه محتوا ورکړي.

د ارګ خانان له قطر سره په بایکاټ د سياست تمرين کوي، دا د هېڅ رنځ دوايي نشي جوړېدلای. دايې وخت دی، چې په افغانستان کې د سولې او له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه پټې او ښکاره جلسې د ارګ له چاپيرياله راووځي، دايې وخت دی، چې د افغانستان جنجالي ميډيا د خپل ملي دريځ له مسير سره عياره کړو، هغوی ته معلومات ورکړل شي، د خپلو تقاضاوو سره سمه تغذيه شي او د حريف پرضد وکارول شي. اوس ددې ضرورت محسوسېږي، چې د پاکستان له چنګال څخه نیمه راوتي طالبان کاملاً په خپل هنر او درايت سره ازاد کړو، اوس بايد لا اقل له قطري شلو طالبانو سره د افغان دیپلوماتانو شل پټ مجلسونه ترسره شوي وای، اوس بايد افغان دولت د سولې ابتکار په لاس کې اخیستی وای.

انکار او اعتراض چا ته د سولې ابتکار او کونجۍ په لاس نه ورکوي، مرورو توب هنر ندی، مرورو توب تجريد دی او حکومت پکې بې سويې ښکاري.

موږ له دې ډارېږو چې له قطر سره چلند که د جانان موسی زي، صلاح الدين رباني او عطاء محمد نور په څرګندونو بدرګه شي، نو زر به یا د سولې یو نسبي چانس پخپله ډانډس کړو او یا به دا حکومت د افغانستان د راتلونکې په اړه له صحنې تجريد ته برابر کړو، بیا نو دا ادعا به خورا بې ځایه وي، چې نظام او یوولس کلن ارزښتونه دې د قانون په شمول حفظ شي او طالبان دې په خوب ويده نظام ته تسليم شي.
له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *