د افغان پوځيانو له لوري پر بهرنیو ځواکونو بریدونه له څو کلونو راهیسې یوه اندېښنه وه؛ خو د سه شنبې د ورځې برید چې په کې امریکايي جنرال ووژل شو، د دې لړۍ تر ټولو دروند برید دی.

په دې برید کې د یوه افغان جنرال سربېره یو المانی جنرال او کابو لس تنه امریکايي سرتېري هم ټپیان شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده، چې دا برید د کومې انګېزې له مخې شوی دی؛ خو دا څرګندوي چې لا هم د افغان ځواکونو له لوري پر امریکايي او ناټو پوځیانو بریدونه پای ته نه دي رسېدلي.

وروستي برید په کورنۍ او بهرنۍ کچه اندېښنې را پیدا کړي؛ خو له دې سره سره د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دوی او نړیوالو ملاتړو ځواکونو ترمنځ د بې باورۍ نښې نه لیدل کېږي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۸میلادي کال راهیسي پر نړېوالو ځواکونو شاوخوا ۸۷ورته بریدونه شوي دي چې؛ ځینو یې نړېوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اړولې. خو پر امریکايي جنرال دا برید له امنیتي پلوه په یوې ډاډمنې سیمې کې په پوځي اکاډمۍ کې شوی دی، چې څو کاله وړاندې د برېټانیې له لوري جوړه شوه.

په ۲۰۱۰ کال کې کله چې دغه ډول بریدونه زیات شول؛ نو ملي دفاع وزارت وویل، چې د سرتېرو په جلب او جذب کې یې نوي مقررات وضع کړي، چې ورسره به د ملي اردو لیکو ته د وسله والو ذ نفوذي کسانو مخنیوی وشي. اوس د همدغه بریدګر پوځي په اړه چې امریکايي جنرال یې وژلی ویل کېږي، چې د جلب او جذب له ټولو پروسو تېر شوی دی.

خو اصلي پوښتنه دا ده، چې څنګه بریدګر تر امریکايي جنراله ځان رسولی او ولې یې برید کړی دی؟

لومړی خو دا خبره روښانه ده، چې دښمنان هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي او په هر حالت کې غواړي ګټه پورته کړي. که څه هم د دې برید مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه تر اوسه روښانه ده، چې هغه له چا سره اړیکې درلودلې وي. خو دا د امنیتي ځواکونو کشفي او استخباراتي کمزوري ښيي. چې نه دي توانېدلی د پېښې له پېښېدو وړاندې یې مخنیوی وکړي.

په دې کې د پوځي اکاډمۍ مشران او امنیتي مسوولین ګرم دي، چې ولې یې د دې پوځي په اړه سم معلومات نه درلودل، څنګه کېدای شي چې د ګارنیزون یو سرتېری د خپلې دندې سیمه خوشې کړي، یوه تشناب ته لاړ شي، هلته له خپلې وسلې سره پټ او بیا پر امریکايي او افغان لوړ پوړو جنرالانو برید وکړي؟ له دې ښکاري چې یادې اکاډمۍ د څار کمرو سیستم هم نه درلود. یا دا چې له دې پوځي سره په لوړه کچه مرسته شوې او د امریکايي جنرال ټول کورډیناټ ورکړل شوي دي. په دې برخه کې د ملي دفاع وزارت چوپتیا د خلکو شکونه نور هم ډېروي.

خو پر امریکايي جنرال له برید موخه څه وه؟

په دې وروستیو کې په ډېرو سیمو کې په ځانګړي ډول د هلمند په سنګین او د ننګرهار په حصارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له لوري د زرګونه طالبانو ډله ییز بریدونه په شا تمبول شوي او ماتې یې خوړلې ده. هغوی، بهرني استخباراتي ملاتړي او په نظام کې شته نفوذي اشخاص یې غواړي چې یو ډول نه یو  ډول د خلکو ذهن او فکر بلخوا مصروف وساتي. چې د امریکايي جنرال وژل کاملاً هغوی په دې کار کې بریالي کړل. اوس د ټولو رسنیو شنناندو، د افغان او امریکا حکومتونو پام د امریکايي جنرال وژلو ته اوښتی دی.

د دې ترڅنګ هڅه شوې چې په دې برید سره د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي او یا حتی د افغان لوړ پوړو چارواکیو او افغان سرتېرو ترمنځ درز رامنځته کولو ته لمن ووهي. دا کار کولای شي چې ډېرې ستونزې رامنځته کړي.

کېدای شي په ډېرو نورو سیمو او حتی مهمو ځایونو کې هم دغه  ډول بریدونه پلان شوي یا یې د پلان کېدو هڅې شوي وي؛ خو دا چې تر کومه به بریالی وي یا نه دا بېله خبره ده.

د دغه ډول بریدونو یوازینۍ موخه د پوځ په لیکو کې هغه هم له بهرنیانو سره، د اختلافونو او بې باورۍ رامنځته کوي، چې د ملي دفاع وزارت او په هېواد کې د ناټو ځواکونو مشران باید  ورته جدي پام وکړي. دا پېښه باید ښه وڅېړل شي او روښانه شي چې د برید اصلي انګېزه څه وه، څنګه بریدګر وتوانېد چې برید وکړي او یا دا چې چا ورسره په دې کار کې مرسته کړې وای. که چېرې په پيل کې دا پېښې تر پایه تعقیب شوې وای؛ نو بیا به نه تکرارېدې.

دا اوس د افغان او ناټو ځواکونو مسولیت دی، چې د پوځ او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د رامنځته کېدونکیو بې باوریو مخه  ونیسي، استخباراتي او کشفي معلومات ډېر کړي او د بیا تکرار مخنیوی یې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *