انسان

څېړندوی عبدالغفور لېوال –

انسان ، ایاا وس هم دبشري هڅو په محراق کې دی ؟ داپوښتنه دنړۍ په سطحه له یوې خوا او دافغانستان په څېر یوه وروسته پاتې ټولنه کې له بل اړخه دپام وړ ده . پوښتنه جدي ده دقدرت ، پانګې او مارکیټ په دې ځانځانۍ کې د ( انسان ) ځای چېرته دی ؟ دې پوښتنې ته به ځواب ترهغو سخت او مبهم وي ، چې ( انسان ) دیوه کلي، عمومي یا هم انتزاعي مفهوم په توګه مطرح وي ، خو که ددې پرځای پوښتنه لږه ځانګړې اوعیني کړو ، نو دځواب موندلو هڅې ته لږ ورلنډیدلای شو ، نو راځئ پوښتنه داسې مطرح کړو ، چې ( دانسان دژونددشرایطو دښه والي لپاره هڅه ) چيرته ده ؟

په اروپاکې درنسانس له لمر څرک سره یوځای د پوهې ، تکنولوژۍ ، سیاست او بلکې ټولو ټولیزو او ټولنیزو هڅو مرکز ته دوګړیو دبشري ژوند دشرایطو دښه والي لپاره هراړخیزه هڅه پیل شوه . دمثبته علومو دپرمختګ ، پراخو اختراعاتو او کشفونو زمینه هم ځکه رامنځته شوه ، چې هر چا دانساني ژوند دضرورتونودپوره کولو هڅه کوله ، په سیاسي او ټولنیزو اړیکو کې د (حق ) مسله رامنځته شوه او (د هر انسان حق ) دټول سیاسي تفکر ، انساني اړیکو او ګردو ټولنیزو پوهنو بنسټ بدل کړ . که څه هم ډیرځله داسې پېښېدل چې ، انسان ، دانسان دژوند دشرایطو ښه والی ، حق او نور مډرن مفاهیم دسیاسي شعارونو ، اوزارو او دسیالیو لپاره دډله ییزو یاهم ایډیولوژیکو کاراخیستنو لپاره کاریدل ، چې د دې مفاهیمو دسولیدنې، بې اعتبار کېدلو او بازاري کېدلو ویره یې رامنځته کوله ، خو بیا هم په پيړیو پیړیو دبشري ټولنو د ټولیزو کړنو او افکارو په مرکز کې پاتې شول . دانساني ژوند دشرایطو دښه والي هڅو نوي اقتصادي ، سیاسي نظریات رامنځته کړل ، نوي نظریات کله کله په سیاسي ـ فکري لارو بدل شول او دالارې او مکتبونه پخپله په ایډیولوژیو واوښتل او کله چې دایډیولوژیو پلویانو دخپلو باورونو او فکري لارو په پالنه او واک ته راوستلو کې دزیاتي ( افراط ) لوری ونیوه نو ژر څرګنده شوه چې دې چارې پخپله دانساني ژوند دشرایطو دښه والي پرځای دانسان او انسانیت دفکر اوعمل پرخلاف وکاریدل ، چې په دې بڼه   دخپلې وجودي هستۍ ، هدف او انګیزې پرخلاف په داسې ښامار بدل شول چې دنورو تر خوړلو وروسته یې ځان هم وخوړ . په   نولسمه اوشلمه پيړۍکې یو نیم چپ ـ انقلابي غورځنګ ـ چې له سوسیالیستي او یا کمونیستي فکر څخه خړوبېدل له همداسې ایډیولوژیک افراطي برخلیک سره مخامخ شول . دانسان دژوند دشرایطو دښه والي هڅه او له دې هڅې څخه دشعاري ابزاري کاراخیستنې سیاست په یوه دیالیکتیکي تقابل کې سره ودریدل او په دې توګه موږ دنوې زمانې له فکري – فلسفي ربړې سره مخامخ شو .

دانسان محوره تفکر لپاره زیانونه   ( آفتونه ) راڅرګند شول ، له یوې خوا دانساني ژوند دشرایطو د ښه والي لپاره دهڅې شعاري کیدل او له هغې څخه اوزاري ( دوسیلې په توګه ) کار اخیستنه وه او بله دا چې په دې بهیر کې د فکري مکتبونو پرمختګ تر دې بریده چې په ایډیولوژیواو هغه هم افراطي هغو بدلېدل او بېرته دمخالفو یا بېلو افکارو خاوندو انسانانو دځپلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده .

ددې بحث بنیادي پوښتنه داده چې ، انسانانو ته دیوې ښېګڼې درسولو په نامه ، انسانانو ته زیان رسول څه مانا درلودلای شي؟  او دا هماغه ستونزه ده چې معاصرو سیاستونو راپېښه کړې ده .

په تېره بیا په افغانستان کې داستونزه ډیره لویه ده . ډیرو سیاستوالو ، ډلو او ګوندونو خپله مبارزه او ټولنیزکار په دې نامه راپیل کړی، چې ګواکې غواړي ددې هېواد انسانانو ته ګټه ورسوي ، ازادي وروبښي ، خیر ورواړوي او یاهم دهغوی دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره یوڅه وکړای شي ، خو ډیر ژر ښکاره شوه چې همدوی خپل هدف ته درسېدولپاره ګڼ انسانان ووژل ، خوار یې کړل او ددو ی کړنو لوی انساني ناتارونه وزیږول ، ددې مشوړې سر چیرته دی او ولې هر په ظاهر ه انساني خوځښت ضد انساني پایله لري ؟ هره هغه کړنه چې په کې انسان ته زیان رسیږي ـ دازیان ارادي وي او ریښتینی حقوقي مشروعیت ونه لري ـ   ضد انساني کړنه ده . موږ لږ تر لږه په تیرو څلویښتو کلونو کې دسیاستونو په نامه څومره ضد انساني کړنې لیدلي دي ؟ ولې او دکوم ارزښت لپاره ؟ ددې ټولو کړنو( چې ارادي هم وې ) مشروعیت چیرته و؟ دځواب ویلو ادرس نه شته !

دداسې کړنو یو عامل دانسان محوره تفکر تشه ده . یا له انساني شعارونو څخه اوزاري کاراخیستنه ده او یاهم دسیاسي – ایډیولوژیک تفکر افراطي کېدل دي .

په افغانستان کې داستونزه ځکه ډیره لویه ده چې دلته بیوزلي او محرومیت له یوې خوا او دټولیز ې پوهې ( عامه شعور ) ټیټه کچه له بلې خوا دمنظمو فکري مکتبونو درامنځته کیدو مخه نیسي ، دلته   له فرهنګي پلوه یوځانګړی او ځانساتی ذهنیت حاکم دی .

ددې لپاره چې دیوه متکامل او نوي انسان محوره تفکر درامنځته کیدو، ودې او بشپړتیا لپاره لاره هواره شي ،په دې هېوادکې دفکرپالنې یوه ملي ځواک ته اړتیا شته چې :

لومړی : دتفکر په ارزښت پوه شي .

دوهم : له تفکرڅخه دګټې اخیستنې او سمون راوستلو میکانیزمونه رامنځته کړای شي .

درېیم : دتفکر دبشپړتیا لپاره بحث او مشاجرې ته لاره هواره کړي

څلورم : دانسان محوره تفکر لپاره دافغاني ټولنې له شرایطو ، ارزښتونو ، ستونزو او خنډونو سره سم دپرمختګ او تکامل پر لاروچاروغور وکړي .

پینځم : ددې تفکر پاللو په پایله کې وکړای شي ددې هېواد داوسیدونکیو دانساني ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون راولي، مانا تفکر له عمل سره وتړلی شي .

اوشپږم : چې دانسان محوره تفکر دپرمختګ بهیر له انحراف ، شعاري کیدو او افراط څخه وساتلای شي .

ددې بحث دپیل کیدو اسانه لاره دا ده چې د ( ولې انسان ؟ ) پوښتنه له خپلو ټولو اړخونو سره په پراخه پیمانه مطرح شي . دتفکر او فلسفې اصلي کار دجدي پوښتنو رامنځته کول دي ، که ځواب یې وموند یا یې ونه مونده ، خو پوښتنه باید تاسو تفکر ته مجبوره کړي . د( ولې انسان ؟ ) په اړه بیخي ډیرې پوښتنې لرو:

ولې انسان وژل کیږي ؟ ولې انسان بېوزله دی ؟ ولې انسان دهغو ارزښتونو قرباني کیږي ، چې دده دهوساینې په نامه رامنځته شوي دي ؟ ولې انسان دسیاستلوبو ښکار دی ؟ ولې یو انسان دبل انسان دځواکغوښتنې دجنون ښکار ګرځي ؟ ولې … او ولې ؟ ایا د ( حق ) اصل دانسان دخیر ښېګڼې لپاره راپورته کیږي یا بېرته پر انسان دواکمنۍ ساتلو دفورمول په توګه ؟ په دې توګه ګورو چې ( ولې انسان ؟) یوه وړه پوښتنه نه ده ، بلکې زښته ډیرې پوښتنې په ګیډه کې لري .

موږ لږ تر لږه په تیره (شلمه ) پېړۍ کې ددې پوښتنې په اړه فکر ونه شوکړای او هيڅکله مو ورته دځواب موندلو ،خولاڅه ، چې پخپله دپوښتنې دطرحه کولو لپاره هم هڅه ونه کړه .

زه دفکر او فلسفې ، پوهنې او هنر ، عرفان او پېژاند ( شناخت) له مینه والوهیله لرم ، چې دیویشتمې پيړۍ په پیل کې ددې هېواد دانسان په اړه فکر کول پیل کړي ، فکر له پوښتنو څخه راپيل کړی او دیوه نوي نسل له خوایې ځواب موندلو ته لاره هواره کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *