انسان غواړي دطبیعت یوه برخه هغه ډول وپنځوي ، چې دی یې غواړي . له انسان سره دهنر لرغونی ملګرتوب له همدې ځایه رازیږیدلی دی .
په خورا لرغونیو سمڅوکې دلومړنیو انسانانو په لاس کښلي انځورونه ښيي ، چې انسانانو ځناور ، ونې ، لمر او لارې هغسې انځور کړي ، چې ددوی ذهن غوښتلې .
دا بېل بحث دی ، چې دغو لومړنیو انسانانو دا انځورونه د خوند لپاره نه ، بلکې دګټې اخیستنې لپاره انځور کړي دي ، خو دغوا تنه یې خورا اوږده رسم کړې وه او د اس غاړه یې رالنډه کړې ده ، لومړنیو انسانانو غوښتل چې غوا تر اصلي اندازې ډیره اوږده وي ، چې ډیرې شیدې ورکړي او د اس غاړه لنډه وي ، چې دوی پرې اسانه سپاره شي ، له دې ډول انځورولو څخه لاندې پایلې اخیستلای شو :
- لومړنیو انسانانو خپلې هیلې دانځورونو په مرسته نورو نسلونو ته پریښودې .
- په طبیعت کې دبدلون راوستلو اراده یې تمثیلوله .
- ددوی لپاره موجود طبیعت نه ، ایډیال طبیعت غوره او ارزښتمن ښکاریده .
- دلومړیو انسانانو په روح او فکر کې دنوښت او هنري تومنې لومړیو ځواکونو سر راپورته کاوه ، چې دهنر دتاریخ تاداو یې کېښود .
- دننني هنر منطق کومه نوې خبره نه ده ، دهماغې زړې وسوسې او تلوسې یو پرمختللی او پېچلی شکل دی ، چې رنګارنګي او تنوع په کې راغلې ده .
موسیقي تر ټولو لوړ هنر ګڼل ک��ږي ، ځکه ټول هنرونه غواړي ور وڅکیږي او ځان ور ورسوي . ولې ؟ که څه هم انځوریز هنرونه ورڅخه زاړه ایسي .
یو لامل یې ښایي داوي ، چې موسیقي نشته میلودۍ هستوي او د طبیعت پر شتو یو څه ورزیاتوي .
انځورګري ، خو دهغه څه ترسیم دی ، چې یو موډل یې په طبیعت کې شته . تیاتر هم دانسانانو د طبیعي خوځښتونو هغه پېښې دي ، چې مانا یې نوې وي . نڅا هم دانساني تجسم هغه خیالي خوځښت دی ، چې په عادي ژوند کې یې نه شو لیدلای . خو دموسیقي تر میلودي وړاندې موډل (چې نوی وي ) بل نشته ، ځکه دا دغږونو هغه تنظیم او تقسیم دی ، چې یوازې دانسان له ذهنه زیږي او دبل انسان ذهن ورسره عادت کوي ، دعادت کولو همدغه پروسه د نګه ( خالص) خوند سرچینه هم ګڼل کیږي.
شعر دکلېماتو او نڅا دبدن دخوځښتونو په مرسته همداسې هڅه کوي ، انځورګري یې درنګونو او کرښو په مرسته او تیاتر یې د خبرو او تمثیل په مرسته ترسره کوي ، ټول هنرونه غواړي دانسان ذهن وژباړي او دبل انسان ذهن یې له درک څخه په خوند اخیستلو روږدی کړي ، همدا دی دهنر منطق اوماهیت .
عجیبه ده ، چې هنر دبشریت تر ټولو انسانمحوره هڅه ده ، ځکه خو ډیره خالصه او له هرډول ریا ، دوکې او چل څخه پاکه ده . هنر هغو دروغو ته ورته دی ، چې پر انسان یې مثبت اغیز دهرډول ریښتیا له ګټې څخه ډیر دی .
که تاسو پر لاره روان یاست او غواړۍ یوه هدف ته ځان ورسوئ ، په حقیقت کې یو ګټور کارکوئ ، خو که ناڅئ نو هېڅ ګټور کار نه کوئ ، خو اهمیت او ارزښت یې تر عادي پرلاره تللو څخه ډیر دی ، ځکه تاسو ښکلا پنځوئ او ښکلا دبشریت ستره ورکه ده ، چې تل یې روح ورپسې سرګردانه دی .
یو مهال مې دمعاصرې شاعرۍ پر بهیر کره کتنه کوله ، ډیر ځله د ژمن او ناژمن هنر له دیالېکتیکي ټکرونو سره مخامخ شوم ، التزام او عدم التزام مې مخې ته راتلل ، هغه مهال مې دخپل دې کتاب پر لومړۍ پاڼه ولیکل :
(( نه هنر دهنر لپاره ! )) او نه هم (( هنر دژوند لپاره ! )) ، بلکې (( هنر او ژوند دواړه دانسان لپاره )) .
کلونه وروسته مې دخپلې دغې پایلنیونې تفسیر ته زړه وشو ، چې دادی څو کرښې به یې له تاسو درنو سره شریکې کړم .
هنر ، ادبیات او بشري علوم ، دهرې ټولنې له ټولنیز ، اقتصادي ، فرهنګي او سیاسي بدلونونو سره موضوعي بدلون مومي او ډیرځله دمنځپانګې بدلون دفورم او شکل بدلون هم له ځانه سره لري .
دبېلګې په توګه سېمبولیزم د نولسمې پېړۍ د پای په لسیزو کې د دریېو سترو شاعرانو هر یو ه شارل بودلر (Charles Baudelaire)( ۱۸۲۱ـ ۱۸۶۷)، آرتور رمبو (Arthur Rimbaud) (۱۸۵۴ـ ۱۸۹۱) او ستفان مالارمه (Stephan Mallarme) (۱۸۴۲ـ ۱۸۹۸) له خوا مطرح شو، دغو دریېو واړو شاعرانو د اروپا په معاصره شاعرۍ کې یو د پام وړ بدلون راوست. همدوی د ( نوي شعر) د پېلوونکو په توګه هم ګڼل کېږي، که څه هم تر دوی وړاندې نامتو امریکايي شاعر ادګار الن پو (Edgar Allan Poe) (۱۸۰۹ـ ۱۸۴۹) په شعر کې د نویو سېمبولونو کارونه لوړې څوکې ( اوج) ته ورسوله، تردې بریده چې د اروپايي سېمبولیزم پلار شارل بودلر د هغه (پو) له اثارو سره د بې کچې مینې له امله د هغه یو شمېر شعرونه او کیسې فرانسوي ته وژباړلې.
د سېمبولیزم مخکښان په پېل کې په ابهام تورن وو، ځینو ویل : هغوی هغه څه چې غواړي ویې وايي نه یې شي ویلی او هغه څه چې نه یې غواړي ویې وايي داسې یې وايي چې نور پرې نه پوهېږي. خو د دوی د اثارو په اړه قضاوتونه ژر بدل شول ډېر ژر هغوی مینه وال وموندل او ډېرو هڅه وکړه چې د هغوی شعرونه تفسیر او تعبیر کړي.
په دې توګه وینو چې سېمبولیزم او سېمبولیستانو ورو – ورو د لویدیځ پر ادبیاتو خپل اغېز زیات کړ، وروسته ددغه مکتب لاروي له فرانسې څخه انګلستان، روسیې او جرمني ته ورسېدل، په انګلستان کې جرج مور سېمبولیک آثار وژباړل او وروسته ځوانو شاعرانو ریچارد لوګایی ین، ویلیام باتلریتیز، آرنست داونسن او لیونل جانسن په لندن کې سره را غونډیدل او د سېمبولېستانو هغسې مجالس یې جوړول لکه په فرانسه کې به چې د مالارمه په کور کې جوړېدل.
سېمبولیزم دهغه عصر دسیاسي ، فرهنګي او ټولنیزو شرایطو زیږنده و، چې نه یوازې منځپانګه ، بلکې تفکر او هنري فورم هم ورسره نوی شو .
رومانتیسیزم هم له فیوډالي دوران څخه دپانګوالۍ دورې ته دګوزار په اقتصادي عصر کې راڅرګند شو ، چې د اروپايي انسان دهیلو او غوښتنو تمثیل یې کاوه .
زه غواړ م د پورتنۍ قاعدې او تېرو دواړو بېلګو له یادولو څخه ورو ورو پایلې ته ورلنډ شم .
موږ په شدت سره بې عاطفه کیږو ، معنویات بایلو او دګټې یا لاډيرې ګټې پردې مو دانسانیت پر سترګو راخوریږي . موږ په یوه ځانګړي سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي عصر کې یو ، چې تر هرڅه ډیر دانساني عواطفو بېرته راژوندي کولو ته اړتیا لرو . دا کار تر هرڅه او هرچا ډیر او ښه؛ هنر او ادبیات کولای شي .
زما دا خبره هېڅکله په دې مانا نه ده ، چې زه به ګواکې هنر او ادبیاتو ته دالتزام بند ورپه غاړه کوم . غواړ م هنر او ادبیات یوه داسې انساني ټولنه وژغوري ، چې له حتمي سقوط سره مخامخ ده .
هغه پوښتنه یا ستونزه چې ما دغې غوښتنې ته اړکوي ، دنړیوال کېدو په درشل کې ددې نااعلان شوې ادعا ګواښ دی ، چې (( په سیاست کې اخلاق نشته ! ))
نو که داسې وي ، ایا معنویات مړه شوي دي ؟
که هو ، نو ددرېیمې نړۍ هغه ټولنې به څوک ژغوري ، چې دنړیوال کیدو له چټک کاروان سره یوځای مزل نه شي کړای او ناچاره دي ،چې ددې تند کاروان ترګامونو لاندې دل شي .
پورتنۍ ادعا موږ دمعنویاتو تشې ته متوجه کوي ، موږ هرڅومره چې له عاطفې او اخلاقو څخه لرې کیږو ، په حقیقت کې له انسانیت څخه ځان ورکوو. ایا وخت یې نه دی چې انسانیت ته دبېرته راګرځېدو هڅه وکړو ، په دې لاره کې به هنر او خلاقیت راسره مرسته وکړي .
بېرته راګرځو د لومړنیو انسانانو دسمڅو انځورونو ته ، چې غوایې دډیرو شیدو په هیله اوږده کړې وه اواس یې داسانه سورلۍ په هیله رالنډ کړی و . زموږ هیله داده چې سولې ته ورسیږو او د(یوازې ډیره ګټه ) ترڅنګ انساني عواطف هم ولرو ، هنر او خلاقیت زموږ ننني ارمانونه څنګه انځورولای شي ؟
د (مدینه فاضله ) انځورول نه غواړو ، خو هنر او خلاقیت به انسانمحورۍ ته راګرځوو . هنراو خلاقیت تللی دی ، دومره درنې ژمنې او التزامونه یې منلي دي ، چې نور دمسخ کېدو په حال کې دی ، هنرو خلاقیت دتشو حماسو په نامه شعارونه ورکوي ، سیاست کوي او دهغو ډلو لپاره په چوپړ بوخت دی ، چې د تش په نامه هنرمند یا ادیب ګټې یې په لاس کې دي . ځکه خو وایو ، چې که هنرو خلاقیت بېرته په انساني چورلیز ( محور) راوڅرخي ، نه یوازې چې خپل اصلي بهیر ته به ورسم شي ، چې له بېځایه التزام څخه به هم وژغورل شي .
انسان دطبیعت یوه برخه ده ، دطبیعت دا برخه دبل انسان په ذهن کې څنګه ارزول کیږ ي ؟ هنر دې پوښتنې ته ځواب موندلای شي . اخلاق دټولنیزو قراردادونو هغه ټولګه ده ، چې د انسان مادي وجود ته معنوي ماهیت وربښي او له بل انسان سره یې ګډ ټولنیز ژوند تنظیموي ، ایا کولای شو ،دهنر او خلاقیت په مرسته، دغه ټولنیز ارزښت وژغورو او دانسان دبشپړ مادي کېدو مخه ونیسو ؟
دا دخواشینۍ ځای دی ، چې زموږ ایډیاله بیا پنځونه دا وي ، چې یو خیالي ( انسان ) انځور کړو .
مولانا پېړۍ پېړۍ پخوا ویلي وو :
دي شیخ با چراغ همی گشت گرد شهر
کز دیو ودد ملولم وانسانم آرزوست
گفتندیافت می نشودجسته ایم ما
گفت آنک یافت می نشودآنم آرزوست
ایا مولانا هم په انسانیت پسې ستومانه و؟
غواړم دافغاني رنسانس دپیلامې لپاره پر معنوي ځواک تکیه وکړو ، او له هنرو خلاقیت څخه هیله ولرو،چې پرانسانمحوره تفکر یې راپیل کړي . د طبیعت یوه برخه ( انسان ) به هغه ډول انځور کړو ، چې غواړو یې . ګوندې وي ، چې همدغه ایډیال انسان ته دځان رسولو هڅه د هغه بشري بدلون پیلامه شي چې موږ وره په تمه یو .