نظامونه دولسونو د ښیرازۍ او په یو هېواد  او ټولنه کې دنظم دراوستول لپاره رامنځ ته شوې دي ترڅو که له یوې خوا دولسونو ترمنځ دعدالت دتامین مسولیت ورپه غاړه وي له بله پلوه نظامونه د خپلو ولسونو دښیرازه ژوند  دتیرولو لپاره مسول دې او دا نظامونه دې چې په شتون سره یې ولسونه او ملتونه په ارامۍ سره خپل ژوند  تیروي او ترڅنګ یې ولسونه خپل اقتصادي او نور دژوند ټولنیز کاروبار مخته وړې ، خو دا نظامونه هغه وخت دملتونو په درد خوري کله چې په دوامدار شکل سره باندې دوام وکړې او ترڅنګ یې په نظامونو کې شته واکمنان واک په سوله ایزډول سره یو بل ته ولیږدوي او ترڅنګ یې دا نظامونه دخپل طبعي مسیر په پلې کیدلو سره لا ټینګښت مومي او ترڅنګ یې د نظامونو په ټینګښت کې په ټولو برخو کې داصلاحاتو په راوستلو کې ولسونو او ملتونو ته د لا ښه ژوند تیرولو چانس برابریږې .

خو افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې بدبختانه په تاریخې لحاظ یې نظامونو دوامداره ژوند  نه دي کړی او دا ددي لامل شوی دی چې افغانان په مختلفو برخو کې له ستونزو سره مخ شي ان دا چې له کورنۍ او بهرنۍ جګړې سره چې له امله یې زمونږ میلوونه انسانان ووژل شي ، میلونونه بي کوره شي ، مالې زیانونه راته واوړې او ترڅنګ یې مونږ له هر راز سهولتونو او هغه بنسټونو څخه بي برخې شو کوم چې دنظام دپایښت او ټینګښت لپاره مهم او اړین دې ، په ځانګړې ډول په تیرو 40 کلونو توره جګړه کې افغانستان هر څه له لاسه ورکړل او افغانانو دنظام په نه شتون کې هغه څه تجربه کړل چې په تیرو کلونو کې دنړۍ نورو هېوادونو دنظامونو دنه شتون له امله تجربه کړې وه .

خو دا چې په 2001 یو کال کې یو ځل بیا افغانستان دنړیوالو په مرسته په دې وتوانیدلو ترڅو په افغانتسان کې یو نظام جوړ کړي او دی نظام یو ځل بیا دافغانانو په زړونو کې هیلې پیدا کړې چې ددي په شتون سره به وکولې شي چې یو ځل بیا سوکاله ژوند تیر کړي ، مهاجر به خپلو کورنو ته راستانه شی او افغانستان په په سیاسي ،نظامې او اقتصادي برخو کې پرمختګ وکړې چې هماغسي هم وشولو او افغانستان په مختلفو برخو کې دپراخ پرمختګ شاهد وو ان دا چې دولمړي ځل لپاره واک دیو ریس جمهور څخه بل ته ولیږدول شو ، خلکو ته د ټاکنو او رایه ورکولو حق ورکړل شو ، پراخي رسنۍ رامنځ ته شوي ترڅو خلک دخپلو نظریاتو د څرګندولو په برخه کې خلاص لاس ولري ، اساسي قانون مو جوړ کړ او ترڅنګ مو پارلمانې او ولایتي شورا ټاکنې هم وکړلي .

خو کله چې په 2014 کال کې واک له یو  ولسمشر څخه بل ولسمشر ته انتقال شو نو یو شمیر هغه کړیو چې دقدرت لیوني یې ګڼلي شو اوس په یوه پلمه او بله پلمه باندي کوشش کوې ترڅو بیرته دواک تر لاسه کولو لپاره په حکومت باندي انتقاد وکړي که څخه هم دحکومت په منفي کړنو انتقاد دیو دموکراتيکې ټولني اصل دی او دا انتقاد چې نه وي حکومت اصلاح کېږي هم او نه هم حکومتونه خپلو ستونزو او منفي ټکو ته پاملرنه کوې خو په افغانستان کې بدبختانه دا هرڅه بل رنګ انځورېږې دلته کوشش کېږي چې دحکومتونو داصلاحې پروګرامونو څخه ملاتړ ونشي بلکې یوازي انتقاد وشي او دانتقاد ترڅنګ حل لاره هم شتون نه لري او بله لویه ستونزه داده که سیاسون په نظام او حکومت کې وه خو ښه دي که نه بد چې دهمدي لپاره اوس یو شمیر کړیو هڅې پیل کړې ترڅو دنظام بیخې وباسي او په یو نوم او بل نومو هڅې کوې ترڅو یو ځل بیا افغانانو ته د نظام ده نه شتون ترخې تجربې ورپه زړه کړي نو ددي لپاره مونږ ولي باید دنظام ملاتړ وکړو ؟

هغه دا چې دا نظام دی چې مونږ کولي شو خپل غږ اوچت کړو او خپل نظر څرګند کړو او دهغه څه په وړاندې ودریږو چې زمونږ دملې ګټو او ارزښتونو خلاف وي خو که دا نظام نه وي مونږ څه کولي شو ؟  ایا کولي شو بیا غږ اوچت کړو ؟ نه هیڅکله نه ځکه دا مونږ ټول تجربه کړي دي .

دوهم دا چې مونږ یو نظام لرو د دري واړو قواوو درلودنکې ایا اوس دلویې جرګې او په نظام کې دبد لون په راوستلو سره بیرته شاته تګ وکړو ؟ نه باید دنظام ملاتړ وکړو او هغه ستونزې چې نظام لري او هغه ستونزې چې نظام ته په میراث پاتې دي باید دهغې دحل لپاره دنظام څخه ملاتړ او ګډ کار وکړو ترڅو وکولي شو په خپل نظام کې داصلااحاتو په راوستلو سره مونږ هم دنړۍ دنظامونو په څیر نظامونه ولرو چې ملت ته لا ډیر جواب ورکونکې او خدمت کونکې اوسي او که چیرته موږه یوازي او یوازي ددې لپاره چې خپلې شخصي ګټې مو نشته دي نظام او حکومت تخریبوو نو دا هغه جفا ده چې په تاریخې لحاظ ترسره شوه او اوس هم مونږ ددې قرباني ورکوو نو ولس ته په کار دي چې بیا دا تریخه تجربه تکرار نه کړي بلکې ددي پرځای چې دنظام دتخریب هڅې کوې بلکې دنظام د ملاتړ او تقویې هڅې دي وکړي ترڅو وکولي شو له دي لاري څخه دا نظام قوي او ترڅنګ یې هغه غوښتنې چې لرو په روا او دموکراتیکه فضا کې عملي کړو .

همدارنګه دنظام په ټینګښت کې مونږ کولې شو اجتماعي عدالت خوندي حق حقدارته وسپارو او له مخې یې افغانستان هم دنړۍ دهېوادونو سره سیال کړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *