محمد ابراهیم رحیل
په دې وروستیو کې د نوي ټکنالوژۍ له عام کېدو سره، خلک د دې پر ځای چې په قلم او کاغذ لیکنې وکړي، د موبایل د یادښت کوونکي (Note) څخه کار اخلي او یا هم په کمپیوټر کې یې یادښت کوي؛ ځینې آن د دې پر ځای چې د ښوونکي لخوا ورکړل شوی درس (لکچر) له ځانه سره په کتابچه کې یادښت کړي، په خپل موبایل کې ترې عکس اخلي او له ځانه سره یې ساتي. دوی دې دا خبره نه هېروي، چې په دې کار سره خپل ذهن د یادولو او زدهکړې څخه لرې کوي، د لټۍ او زیانمن کېدو په لور یې بیایي.
دا (د ټایپ کولو) دود په دې وروستیو کلونو کې د زدهکړو خلکو په ځانګړي توګه د زدهکوونکو او محصلانو په منځ کې ډېر تر سترګو کیږي او ډېری یې دا غواړي چې خپلې کورنۍ دندې، سمینارونه او پایلیکونه په کمپیوټر کې په ټایپ شوي بڼه وړاندې کړي؛ یوه لسیزه مخکې داسې نه و، ټولو محصلانو خپلې کورنۍ دندې، سمینارونه او پایلیکونه به په قلمي ډول ښوونکو ته وړاندې کول او یا هم د قلمي لیکنې څخه وروسته یې ټایپ کول چې له دې کبله به یې لیکلې موضوع په ښه توګه او د ډېر وخت لپاره په ذهن کې پاتې کېده. دا چې دا ډول لیکل نورې څه ګټې لري، دلته یې په لنډ ډول بیانوو:
۱. په لاس یا قلم لیکل د دې سبب کېږي چې موضوعات په لا ښه توګه زدهکړئ: په دې ډول لیکلو کې دا جوتیږي چې اړونده موضوع تاسو ته ډېر ارزښت لري او هغه څه چې تاسو ورته ارزښت ورکړئ، ذهن مو هم هغه په رښتینی توګه مني او له ځان سره یې ساتي، په دې توګه لیکل شوې موضوع مو د ډېر وخت لپاره په ذهن کې پاتې کیږي.
۲. په قلم لیکل درڅخه ښه لیکونکی جوړوي: سره له دې چې په اوسنی وخت کې د چاپ او لیکنو ماشینونه د ډېرو خلکو د لاسرسی وړ دي او خلک په آسانۍ سره ترې ګټه اخېستلای شي، خو بیا هم ډېری لیکوالان خپلې علمي ټولګې لومړی په قلمي بڼه لیکي او بیا یې ټایپ کوي.
د واشنګټن پوهنتون د یوې څېړنې په پایله کې، چې په (۲۰۰۹م) کال ترسره شوې وه دا ثابته شوه، هغه زدهکوونکي چې په قلم او کاغذ لیکل کوي، د نورو زدهکوونکو په پرتله اوږدې مقالې لیکي او د جمله بندۍ اصول یې هم تر یوه بریده سمې وي او آن په چټکۍ سره یې هم لیکي.
۳. په قلم لیکل پر ذهن آینګار دی: کله چې په دې توګه لیکنې کوئ، کولای شئ په ښه توګه ذهني ټینګار مو په خپله لیکنه وساتئ او لا ښه لیکنې وکړئ. په ټایپ کولو کې ذهني ټینګار مو په موضوع کې نه وي او څه چې لیکئ همغه شېبه په ذهن کې مو نه کښېني؛ د یادولو لپاره یې اړ یاستئ چې بیاځلې تکرار او په ځنډ سره یې زده کړئ، خو په قلمي لیکنه کې هر څه چې لیکئ تر یوه بریده په ذهن کې مو پاتې کیږي او په یو ځلې بیا کتنې سره یې هم زدهکولای شئ.
۴. قلمي لیکنې مو ذهن پیاوړی او ځوان ساتي: لیکل د ذهن لپاره یوه ښه بوختیا او ورزش بلل کیږي. په دې ډول لیکلو کې ذهن خپل کړون په سمه توګه ترسره کوي او تاسو ته د ښو فکرونو وخت درکوي. څېړنې ښودلي، که چېرې د چینایي ژبې عبارتونه، د موسیقۍ علامې یا هم د ریاضي علامې په قلم او کاغذ ولیکئ، د دې په پرتله چې هماغه لیکنې په کمپیوټر کې ولیکئ، په لږه موده کې یې پېژندلای او زده کولای شئ.