لیکواله: وږمه وردک  

له ځانه وپوښتئ، وروستی ځل مې چې کتاب یا کومه مقاله لوستې، څه وخت و؟ کتاب لوستل د نورو عادي چارو په څېر ستاسو ورځنی عادت دی، کنه؟

یوې څېړنې ښودلې، له هرو پنځو کسانو یو كس، په ۱۲ میاشتو کې ان یو کتاب هم نه لولي.

امریکایی لیکوال جورج آر مارټین وایي: (څوک چې کتاب لولي، تر مرګ مخکې زرګونه ژونده تجربه کوي، څوک چې کتاب نه لولي، یوازې یو ځل ژوند کوي).

کتاب د انسان په ژوند کې مهم او حیاتي رول لري، اغراق به نه وي که ووایو: د بشر تر ټولو مهمه او گټوره اختراع کتاب ده؛ ځکه کتاب د هستۍ د پېژندلو او درک یوازېنۍ لار ده.

سقراط وایي: (یوه ټولنه هغه وخت نیکمرغۍ ته رسېږي چې د وګړو ورځنی عادت یې مطالعه وي).

کتاب لوستل او مطالعه ډېرې ګټې لري، چې ځینې یې دا دي:

  • ذهن فعالوي

د ټلویزیون کتو پر خلاف، مطالعه هغه فعالیت دی چې د ذهن د فعالېدو سبب کېږي او د دې چارې تکرار ذهني تمرکز ډېروي.

  • حافظه پیاوړې کوي

پوهان په دې باور دي چې که له حافظې کار وانه خیستل شي نو د وخت په تېرېدو سره کمزورې کېږي، ورځني ذهني فعالیتونه لکه کتاب لوستل او مطالعه حافظه پیاوړې کوي.

  • تېروتنې کموي

فیلسوف اېمرسن وایي: (ښه کتاب، هغه بېساري دوست ته ورته دی، چې تل پر ښې لارې د تگ مشوره درکوي).

که ماتې ونه خورو یا تېروتنه ونه کړو، رښتینې بریا ته نه رسېږو، خو بیا مطالعه سبب کېږي چې ډېرې تېروتنې ونه کړو او د بریا لار په اسانۍ سره ومومو.

  • کتاب مو ژوند بدلوي

د ډېری پوهانو له خولې مو اورېدلي چې کتاب زما ژوند بدل کړ. کتاب زموږ سترگې پرانیزي او ژوند مو بدلوي. دا بدلون هغه وخت ښه احساسولى شو چې وروسته تر مطالعې ځان له هغه حالت سره پرتله کړو، چې مطالعه مو نه کوله.  وېکټور هوګو وایي: (څوک چې دوو څیزونو ته لاسرسی لري، نیکمرغه دي: یا ښه کتابونه یا داسې ملګری چې ډېر کتابونه لولي).

  • پوهې ته وده ورکوي

فرانسوی متفکر مونتسکیو وایي: (کتاب ‌ډېر مطالعه کړئ، څو پوه شی، چې په هېڅ نه پوهېږی). چې د یوه کتاب لوستل پیلوو نو پوهېږو چې له څومره ډېرو شیانو ناخبر یو. استاد الفت وایي: (زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې د پوهې قیمت کم شي او هر څوک یې واخیستی شي).

د استاد د خبرې پر بنسټ دا پوهه په کتابونو کې نغښتې ده؛ څومره چې ډېر کتاب لولو، هغومره مو د هر څه په هکله پوهه ډېرېږي.

همدارنګه سکاټلنډی فیلسوف کارلایل وایي: (د گټورو کتابونو یوه ټولگه د نن زمانې یوه ښه پوهنتون ته ورته ده).

  • له يوازېتوبه مو ژغوري

په هر حال او هر وخت كې كتاب مو د ژوند ښه ملگرى گرځېدى شي. جورج اورول وايي: (‏په يوازېتوب او ستړيا کې له کتاب سره ژوند کول تر ټولو غوره کار دى).

  • منطق پیاوړی کوي

کتابونه موږ په داسې مسایلو پوهوي چې پر بنسټ یې کولی شو ښه تحلیل وکړو، په ځانگړې موضوع کې خپل نظر څرگند کړو او د منطق له لارې یې دفاع وکړو.

  • د وییونو پانگه پراخوي

طبیعي ده، څومره چې ډېره مطالعه ولرو، هغومره له ډېرو کلمو سره آشنا کېږو. د وییونو پراخه پانگه زموږ د ښې ویناوالۍ مهارت ډېروي.

  • د لیکوالۍ مهارت پیاوړی کوي

د کتابونو مطالعه او د لیکوالۍ مهارت له یو بل سره نږدې اړیکه لري. کله چې یو ښه کتاب لولی نو د لیکوالۍ مهارت مو پیاوړی کېږي؛ ځکه د نورو لیکوالو د لیکنو روان والی او آهنگ پر تاسو هم اغېز کوي. كه غواړئ ښه ليكوال شى نو ډېر لوستل وكړئ.

دې ته ورته بې شمېره نورې گټې دي چې كتاب لوستل او مطالعه يې له ځان سره لري. كه تاسو د مطالعې عادت نه لرى، نو اوس هم وختي دی. له همدې نن يې پيل كړئ. ضرور نه ده چې بېړه وكړئ، لومړى ورځ دوه يا درې مخه ولولئ، دويمه او درېيمه ورځ څلور مخه او همداسې ورو ورو ادامه وركړئ. په پاى كې به تاسو په خپله هم نه وى پوهېدلي چې له لوستلو سره څنگه عادت شوي يى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *