ژباړه: محمد اکبر حقمل
یوه غوره پوښتنه: که چېرې موخه موندنه په لاشعوري ډول او خپل سرې ده، نو ولې لږ کسان ټاکلې موخې لري او ولې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له یوه غوره مهالوېش څخه ګټه اخلي؟
دا د ژوند تر ټولو لوی راز دی. دا، چې بعضې کسان موخې نه ټاکي څلور لوی لاملونه لري. اول د دوی له انده موخې هېڅ ارزښت نه لري: لومړنی دلیل دا دی، چې ډېری کسان د موخو په ارزښت نه پوهېږي.
که چېرې تاسو په داسې کورنۍ یا ټولنه کې وده کوئ، چې په همدې کورنۍ یا ټولنه کې هېڅ کس موخه ونه لري او په دې هم پوه نشي، چې د موخې د ټاکلو وړتیا په ژوند کې تر ټولو غوره او اغېز ښندونکې کړنه ده، نو په داسې صورت کې به تاسو څه ډول د موخې په ارزښت پوه شئ. دوهم له ماتې څخه وېرېږي هغه کسان، چې موخه نه ټاکي یو بل ستر لامل یې له ماتې څخه ویره کول دي. ډېری کسان وروسته له هرې ماتې بیا هم خپله موخه نه معلوموي او په دې تېروتنې سره یې د لاشعور خپله وضعه نوره هم خرابېږي او د یوه بد یا خراب پړاو په تېرولو سره په ژوند کې له هغه مخکیني ځای څخه د کوم، چې یې وړتیا درلوده کښته راځي.
دريیم: د هغو په لاره نه پوهېږي دوهم ستر مهم دلیل یې دای کوم کسان، چې خپل ژوند پرته له ټاکلو موخو تېروي هغه کسان دي، چې د موخو په ټاکلو نه پوهېږي. حتی له دې څخه ډېره بده دا ده، چې ډېری کسان داسې فکر کوي، چې خپلې موخې یې ټاکلې دي، په داسې حال کې، چې دا ډول موخې د خوبونو او هیلو ځینې برخې دي لکه د یوه راحت ژوند درلودل او یا ښه بډایه کېدل. اما له یادو موخو څخه هېڅ یوه هم ددې وړتیا نه لري، چې اصلي موخه د وګرځي. پوهېږم، چې موخه له یوې ارزو یا هیلې څخه نه ده، چې په واضح او روښانه ډول سره د یو کس لپاره تعریف شوې وي او هغه هم وکولای شي، چې په تېز، واضح او روښانه ډول یې نورو ته هم ستاینه وکړي.
اصلي موخه هغه ده، چې ارزښت یې په نظر کې ونیول شي او دا په ډاګه کړي، چې په دومره وخت کې کولای شي، چې خپلې ټاکلې موخې ته ورسېږو.
څلورم له مسخره کېدلو څخه وېرېږي: هغه کسان کوم، چې موخه نه ټاکي یو بل ستر دلیل یې دمسخره کېدلو څخه وېرېدل دي. دوی له دې څخه وېرېږي ګواکي که چېرې دوی په خپله موخه کې بریالي نه شي نو کېدای شي، چې د نورو تر نیوکې او ملنډو وهلو لاندې به راشي. په همدې سبب کله مو، چې موخه ټاکله نو هغه له خپل ځان سره پټه وساتئ او نورو ته یې به هکله څه مه وایئ. پرېږدئ، چې خپله موخه مو پخپله د بریالیتوب ورسوئ.