محمد حنیف اتمر
 ښاغلی اتمر د خپلې دندې له پيل کيدو سره سم يې د امريکا متحده ايالاتو سره، امنيتي تړون امضاء او دا ستر تاريخي مسؤليت يې په خپل نوم ثبت کړ.
 حنيف اتمر د اوسني واکمن سياسي نظام  کلیدي شخص، ولسمشر ته تر ټولو باوري او نږدې کس ګڼل کيده  او د هيواد د ډېرو ستراتيژيکو پريکړو او مسايلو په تصميم نيولو کې يې ټاکونکی او رغنده رول لوباوه. په همدې اساس د ولسمشر يو شمېر سياسي مخالفينو او لوړ پوړو واکمنو چارواکو، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دده پراخ نفوذ او شتون، له خپلو برنامو د پلي کيدو پر وړاندې ستر خنډ او ګواښ ګاڼه. همدا لامل وو، چې د ولسمشر سياسي مخالفينو پخوا هم د ولسمشر غني د اوامرو او غوښتنو د منل کيدو په بدل کې، د اتمر صيب په استغفاء پوري مشروط کولې، مګر د ارک د واکمن له خوا يې دا غوښتنه نه وه منل شوي.
 داچې اوسمهال د ولسمشر د لومړي مرستيال په ګډون، اجرائيه رياست، تقريباً د ملي شورا نيمايي غړي، زياتره سياسي ګوندونه او يو شمېر مطرح سياستوال، د ولسمشر په مخالف ايتلاف کې راټول شوي يا يې په مخالفت کې ولاړ دي او په ډېرو چې ته اړ شوی وي. د اتمر صيب د استغفاء بل لامل را روانې کيدای شي، و لسمشريزې ټاکنې وي، ځکه چې د را روانو ولسمشريزو ټاکنو ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو او سياستوالو ترمنځ خبرې اترې او بحثونه نه روان دي. معمولاً د ټاکنو په رانږدې کيدو يا د ټاکنيزو منډو ترړو په جريان کې د سياسي ډلو، سياسي ائتلافونو او سياسيونو په دريځ او ليدلورو کې د بېلابېلو عواملو او دلايلو پر اساس ادلون بدلون رامنځته کیږي، د خپلو سياسي موخو او ګټو لپاره ان کله نه کله دښمنان سره يو ځای کيږي؛ نو دا هم شوني ده، چې اتمر صيب په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټيم پرځای له بل سياسي ټيم سره د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د سيالۍ ډګر ته راووځي، ځکه چې که له يوې خوا ښاغلی اتمر امريکايانو ته خپله ژمنتيا او وفاداري په اثبات رسولي او له بلې خوا اتمر صيب، د پخواني ولسمشر حامد کرزی د واکمنۍ پرمهال، د کابينې له مهمو او برياليو وزيرانو څخه ګڼل کيده او په اوسني واکمن سياسي نظام کې د ملا تير ګڼل کيده، د ملي امنيت د شورا له ادرس څخه يې نه يوازې د هيواد په داخلي سياست کې مهم او آغيزمن رول ولوباوه، بلکې د هيواد د بهرني سياست په تنظيم، مديريت او پرمخ بيولو کې يې کې مهم رول لوباوه. په همدې اساس ګڼ شمېر افغانان د اتمر ملاتړ کوي او هغې ته د يو مدبر او پياوړي سياستوال په سترګه ګوري.
استاد رباني وحدت
د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد
One thought on “ولې حنينف اتمر له خپلې دندې استغفاء وکړه؟”
  1. “د ملي امنيت د شورا له ادرس څخه يې نه يوازې د هيواد په داخلي سياست کې مهم او آغيزمن رول ولوباوه، بلکې د هيواد د بهرني سياست په تنظيم، مديريت او پرمخ بيولو کې يې کې مهم رول لوباوه. په همدې اساس ګڼ شمېر افغانان د اتمر ملاتړ کوي او هغې ته د يو مدبر او پياوړي سياستوال په سترګه ګوري.

    استاد رباني وحدت
    د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد”

    In an elected democracy, a personality cult interference to take over other officials line of duties is a redline and the system will filter such personality out in no time. Furthermore, no nation should admire a cabinet minister while his President make a NO decision on a vital issue and Mr. Atmar changing it to YES so quickly, while the out going President likely was still wearing the same cloth,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *