اباسین بریال –
د کابل لویديځ موټرو په یو تم ځای کې ترانسپورتي شرکتونو خپلو ډریورانوته په تېز سرعت او اول نمبر پارچې ته په رسېدو انعام ټاکلی. هغه ډریوران چې د میاشتې تنخوا یې ۲۰ زره افغانۍ ده، ۳۰ زره نورې په انعامونو ګټي، د دوی اکثره یې ۳۰۳ ماډل د سورلۍ بسونه چلوي او له کابله کندهار، هلمند او هرات ته مسافر وړي. که له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ په افغانستان کې د وژل شوو یوه احصایه واخلو په ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو کې په وژل شوو ملکیانو پسې لویه شمېره هغه تلفات دي، چې د بسونو د ټکر له کبله رامنځ ته شوي دي. علت وران سړکونونه ندي، د مسافرو د سر په قیمت د پارچې او انعام ګټلو سیالي ده او ددې پېښو خون د هغو ترانسپورتي شرکتونو په غاړه دی، چې څو بې باکه مستان یې د موټرو د ځغاستې میدان کې خوشي کړي دي.
پرون په زابل کې د میوند شرکت یو مسافر وړونکی موټر له یو بل هغه سره وجنګېد، چې اته مسافر یې و وژل او د پېنځلسو نورو ټپیانو اکثره یې په ناوړه روغتیايي حالت کې دي. احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت د مسافرو په قتل عام کې ریکارډ ټينګ کړی دی. که یې همداسې پسې راواخلې له هلمند بسه تر المپیا هر یوه یې د هرات په لاره، د بلخ په لاره یا د کندهار په لاره لسګونه پېښې کړې او زیاتره ترافیکې څېړنې عامل د ډریورانو بې احتياطي په ګوته کوي.
په افغانستان کې د لویو لارو مسافر وړونکو موټرو ته د سړو وسپنو جنازې وايي، دا اصطلاح ځکه مشهوره شوې، چې د سړو وسپنو دې بې کنتروله نظام ګڼ خلک وژلي دي.
سوارلۍ شکایت کوي، چې ډريور د پيپسي په بوتل کې الکول ګډ کړي او په سر یې واړوي، د بسونو د ډریورانو مطلق اکثریت یې چرسیان دي او تر هغې دوه ګامه موټر نه روانوي چې سترګه سره نکړي. زیاتره وخت ډريور ويده شي او موټر کندې ته واړوي. د شپې درې بجې چې په کمپنۍ کې د موټرو د تم ځای لویه دروازه پرانستل شي، د هر شرکت ۳۰۳ ماډل موټر چلوونکي د بې ترتیبه ځغاستې سیالي پيل کړي او تر هغې شېبې د سورلیو زړونه بېځایه وي، مګر ژوندي خپل منزل ته ورسېږي. داسې امکان به بیخي کم وي چې اونۍ کې یو ځل دې د کابل کندهار په لویه لاره د لویو موټرونو یوه حادثه رامنځ ته نشي.
د سړو وسپنو د جنازو مالکان له زیانمنو سره تر یو تاسف ور اخوا ځان په هېڅ ډول مسوولیت مکلف نه ګڼي، پېښه چې وشي ځکه شرکت سلامت را و وځي چې ډریور یې هم په پېښه کې وژل شوی وي.
افغانان هم ویرجن خلک دي او هم د سر بیه بې انتها له ارزښت تشه ده. د سلګونو پېښو د قربانیانو له کورنيو یوه یې تر اوسه ندی توانیدلی او یا ندی راپورته شوی، چې په ترانسپورتي شرکت باندې د خپلوانو د مرګ دعوا ثبت کړي.
په زابل کې د یو چپه شوي موټر چلوونکی ځايي خلکو رانیولی و او په کوتکونو یې واهه، یو بوډا دوکاندار ورجګ شو، ویل؛ دامه وهئ، د موټر مالک راګير کړئ، چې موټر یې چاته سپارلی. د خلکو مباح او بې ارزښته مرګونو معمول له یوې خوا خو د ترانسپورتي شرکتونو له خوا مسافرو ته د بیمې نشتوالی له بلې خوا هغه ربړه ده، چې ترانسپورتي شرکتونه د خلکو له شر او دعوې ژغوري.
د حیرانۍ ځای خو دادی، چې د ډېرو ملکونو د دولتي اداري تشکیلاتو خلاف افغانستان د ترانسپورت وزارت لري، هغوی یوازې د جواز په ورکړه ځان مکلف ګڼي، خو د متقابل مسوليت او قواعدو رامنځته کولو باندې نه توانېږي. که له مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو د ترافیکي پېښو د تحلیل پر بنسټ حد اقل غرامت واخستل شي، د احمدشاه ابدالي او میوند په څېر به تر پنځلسو ډېر مسافر وړونکي شرکتونه وي، چې مالکان یې پلچرخي ته ولېږل شي او سرمایه یې یوازې د کندهاریو قربانیانو کورنیو ته د بدل اندازه پوره نکړای شي.
ستونزه داده، چې له زیاترو ترانسپورتي شرکتونو سره د افغانستان د مافیا دارایي بنده ده، دوی په ټاکنو کې کاندیدانو ته پيسې ورکوي، لوړ پوړو چارواکو ته ونډه او بلاعوض مرستې کوي، قرضې ورکوي، د هغوی لپاره قاچاقي انتقالونه کوي او حتی داسې بېلګې شته، چې ډېری شرکتونه طالب اورپکي او له بل لوري نشي توکي له یو ولایت وبل ته لېږدوي.