نګین کرګر
په دسمبر د 2019 د چین په اوهان ولایت کې ډاکتران د یوې ناپیژندل شوې ناروغی سره مخ شوه. ځکه روغتون ته چې کوم ناروغان راتلل یوه غیر عادي نمونیا به یې لرله. هماغه وخت ډاکترانو وویل چې دا یوه نوې ناروغۍ ده.
که څه هم د ناروغۍ کچه په ډیرې چټکتیا خپریده، خو ارثي خواص یې د نن ورځې بایوتکنالوجۍ سره سم ډیر ژر په نړیواله سطحه خپاره شوه. ساینس پوهانو وکولای شو ددغه ویروس جینوم یا ارثي خواص مطالعه کړي او دیته هیله مند دي چې ډیر ژر به یې دارو یا واکیسن جوړ کړای شي.
په ۳۱ د دسمبر 2019 کې چینایي روغتیایي کارکوونکو نړیوال روغتیایي سازمان ته خبر داری ورکړ چې ددې ناروغۍ کچه په لوړه توګه خپریږي، چې دیته په طبي لحاظ اپیدیمي ویل کیږي.
همدارنګه په اووم د جنوري ۲۰۲۰ چینایي ساینس پوهانورسنیو ته وویل چې دا ویروس کُرونا نومیږي، او په دوه زره دویم کال کې د خپور شوي SARS ویروس سره توپیر لري.
باید یادونه وکړو چې د کُروناویروس د څه کم دیرشو جینتیکي القلي مادو څخه جوړ شویدی، چی د RNA خواص لري . ساینس پوهانو دا معلومات په DNA بدل کړل، ځکه کولای شي په اسانۍ یې ولولي. د همدې میاشتې په دیارلسمه یعنې په څه کم درې اونیو کې ساینس پوهانو وکولای شو ددې ویروس مکمل ارثي خواص معلوم کړي، کوم چې د ناروغۍ په پيژندنې،نوي درمل یا واکسین جوړونې کې مرسته کوي. دوی نه یواځې د ویروس اړوند بشپړ معلومات ترلاسه کړه، بلکې ترڅنګ یې د ارثي معلوماتو زرګونه کاپیانې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو نه هم ترلاسه کړې.
هیره دې نه وي چې د SARS ویروس په پرتله دا ویروس په خورا چټکتیا سره وپیژندل شو. که د دغه ویروس په هکله ساینس پوهان هرڅومره زیات ارثي معلومات ولري، هومره ژر یې د واکسین او درمل جوړولو په برخه کې پرمختګ کولای شي.
نړیوال روغتیايي سازمان دا یوه پاندیمیک ناروغۍ اعلان کړه چې تر اوولسم د مارچ پورې یې په ټوله نړۍ کې (182881 )کسان نیولي دي. لدې ډلې( 7174) تنه مړه او (79886) تنه یې له درملنې وروسته روغ رمټ شوي دي.
دا ویروس د هوا له لارې نه انتقالیږي خو د پلاستیک او فلز په سطح ترڅو ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي. ویل کیږي چې په چین کې ځينې کسان پدې ویروس اخته دي خو علایم یې نلري. بلکې ویروس یې په ستوني او پزه کې موجود وي. پدې ویروس اخته کس کولای شي له 1.4) (څخه تر (2.5) تنه نورو خلکو ته دا ویروس ولیږدوي. د ویروس لپاره تردې دمه کوم ځانګړی دارو یا واکسین نده کشف شوی، خو په ځينو ناروغانو د ایبولا او ایډز دارو ازمویل شويدي. هغه هم د دې لپاره چې ډاکترانو ددې ناروغۍ د بیړنی علاج لپاره یوه لاره بلله.
په پلازمینه کابل کې د چین څخه راستون شوی ډاکتر باور مومند وایي چې « د ویروس د مخنیوی لپاره عامه پوهاوی او رضاکار سیارې کمیټې ترټولو غوره وقایوي تدابیر دي. ځکه د افغانستان پشان په یوه مذهبي ټولنه کې ددې ډول ویروسونو پر وړاندې د خلکو چلند ډیر بې باکه دی. د یوه زده کړیال په وینا په پاکو اوبو او صابون د لاسونو مینځل او د ماسک اغوستل ډیرو خلکو ته د عقیدې کمزوري ښکاري. هغه وایي« نن په یو ځای کې روان وم، ماسک مې اغوستی وو او sanitizer مې کاروه. نو ډیرو راته عجیب عجیب کتل. یوه خو یې راته شروع کړه چې ستا ایمان کمزوری شوی دی، عقیده دې کمزوری ده. دا ویروس یواځې د کفارو لپاره دی، د مسلمان ژوند دلته یو امتحان دی. ماسک د کفارو وسیله ده…. حال دا چې خپله یې دسمال تر خولې تاو کړې وه. نو زما د ماسک او د هغه د دسمال ترمنځ څه توپير وو؟ د دواړو موخه د پوزی پټول وه.
ما چې هر څه وویل نه یې منله، خو که زما په ځای یو ملا وای نو ښایي هر څه به یې ورته په پټو سترگو منل»
دده په وینا ښايي یو دلیل یې په لومړیو کې د مذهبي خلکو لخوا کُرونا پر چین د الهي افت ګڼل وي. هغه وایي چې: که زه د طب د یوه زده کړیال په توګه یا کوم بل متخصص ډاکتر د کُرونا ویروس په هکله هر څه ووایو، نو اغیزه به یې ډيره نه وي. خو که همدا خبره د یوه ملا یا یو مذهبي مشر له خولې واورې ترټولو ډیره اغیزه به ولري. ځکه دا مو د ټولنې بدبختي ده چې هر څه باید د ملا څخه واوریدل شي، نه د اړونده مسلک له متخصصینو……
.موخه دا ده چې باید عامه پوهاوی د کلیو د مشرانو لخوا وشي، خو له بده مرغه چې دکُرونا په اړه هر څوک له ځانه لیکنې کوی. ځینې وایي د چا چې ایمان کمزوری وي، هغه به ترې ډاريږي . بل ورته له ځانه نسخه تیاره کړې وي، کورنۍ واکسین یې هم د خاکشیر اوګل بابونو وي…
نړۍ ټوله په دې لټه کې ده چې څنګه ددغه ویروس خپریدو مخنیوې وکړي . زموږ خلک وایي: ګرمې اوبه څښه، هوږه، پیاز، سره سلاته او میوه خوره .
ځینې خو یې ان بیا وایي چې: ملا صیب خوب لیدلی وو، په سیپاره کې ویښته پروت وي، هغه زلفې په اوبو کې واچوئ او بیا یې وڅښي.
هی هی نو مونږ د پاندیمي علاج په خرافاتو کوو…….
لیکنه: نګین کرګر
ایډیت: احمد نجات «شیرزاد»
—