طبیعي ده چې عمر تېر شي انسان زړېږي، خو هغه چې ژړ زړېږي ولې؟ ځينې چې بې وخته زاړه شي، عمر یې لا کم وي، خو کړنې یې، څېره یې، رفتار او کردار یې ټول د زړو خلکو په شان شي. جسمي وړتیا یې د عمر خوړلو انسانانو په څېر شي.
غذایي رژیم مو سم نه دی، خوښ نه یو، ذهني فشار لرو؟ یا کومه بله خبره.
ډېره برخه یې غذایي رژیم پورې هم تړلې، چې د پوستکي زوړوالی رامنځته کوي.
اره خبره خو دلته ده چې هېواد مو کوم حالت کې راګیر شوی، کومې ستونزې لري، نو زه به ولې نه زړېږم. زه خو هم انسان یم، شعور لرم، ناوړه کړنو ته به مې هم هرو مرو فکر خرابېږي. په همدې ټولنه کې ژوند کوم، کله چې زه ټولنه کې ژوند کوم، ټولنه زما شوه نو زه د ټولنې شوم. هرو مرو په د ټولنې په اړه فکر کوم، چې ما زړوي، نو بیا ولې ووایم چې زوړ شوم؟
اوس دا خبره دود شوې چې خوشحاله ژوند ونه کړو، کله چې خوشحاله ژوند نه کوو، نو باید چې ژر زاړه شو. پر ذهن مو فشار له حده ډېر راوړو، داسې حال کې چې باید ارام هم وکړو، خو نه موږ چېرته ارام کوو؟ د ارام کولو وخت نه لرو، که د ارام کولو وخت ولرو نو بیا هغه له ملګرو دوستانو سره په ټوکو ټکالو تېروو، یا یې له ملګرو سره په تفرېح کې تېروو. چې ذهن مو ارام ته اړتیا ولري او ارام ونه کړو، طبیعي ده چې ژر به زړېږو.
د ښار ناپاکه هوا که هرڅوک وګوري دا به راسره ومني چې ناپاکه ده، او موږ هره ګړۍ په ښار کې ناپاکه هوا تنفس کوو، ناپاکه اکسیجن مو چې تنفس کړ هرومرو به ژر زړېږو.
چې به ژوند کې خوښ ونه اوسم، باید ژر زوړ شم. خو څنګه به خوښ ژوند وکړم، چې زما ټولنه په ستونزو کې راګېر وي. زما ټولنه چې ناخوښه وي، چې زما ټولنه ارام ونه لري، د سبا او دبېګاه ونه لري. سهار له پاره یوه ته ورځی او ماښان له پاره بل ته ورځي، زه مې څنګه دغه ګاونډی وګورم چې پر تن لوڅ وي، نو چې خوښي نه لرم بیا ولې ځوان پاتې شم؟
مینه دې نه کوم، خو زړېدا هم نه منم. هېڅکله به هم دا سره یو ځای نه شي، چې ته مینه ونه کړې او ځوان دې پاتې شې. زه به څنګه مینه وکړم؟ چې په دې کلي به دې ښار کې مینه مړه ده، چېرته چې مینه څوک نه پېژني، چېرته چې ټول مينې کولو ته په بد اند دي، چې مینه کوې هم د ځان او هم به د ټولنې ګناه کار يې. زما ټولنه کې، زما ښار، زما کلي کې لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې همدا مینه ده چې تاسې یاستۍ. څوک به مینې ته، محبت ته اړتیا لري، خو تا به نه پرېږدي چې چاته مینه ورکړې، د هغه ژوند خوشحاله کړې. نو چې مینه نه کوم هرومرو به ژر زړېږم.
تېر نه هېروم، ژوند کې کومه موخه نه لرم، بې موخې ژوند کوم، څنګه به نه زړېږم؟ چې تېر هېر کړم هله به ځوان پاتې شم، چې موخه ولرم او رسېدو له پاره یې هڅه وکړم هله به ځوان پاتې شم، زه کار نه کوم هدف ته مې نه رسېږم، نو بیا ولې د ځوانۍ هیله ولرم؟
جسمي فشار خو ټول لرو، ځکه جسمي فشار چې نه وي نو ورځنی ژوند به څنګه پرمخ بیایو؟ خو چې ذهني فشار ولرم نو بیا ولې د ځوانۍ هیله ولرم. چې مې ذهني فشار له منځه نه وي وړی، نو څنګه به ځوان پاتې شم. چې مې ذهني فشار له منځه یوسم، او دا ناسمې کړنې چې مې سترګو مخ کې کېږي، پر ذهن مې فشار پرېباسي، نو تر فشار لاندې راغلم بیا به نو د زړښت هیله هم لرم. هیله رایاده شوه، له حده ډېرې هیلې مې هم نه پرېږدي. خو سمې هیلې چې ځای ولري او پر ځای وي، هره ورځ یوه نوې هیله، هره ورځ یوه نوې خبره. یوه هیله مو پوره نه وي، شل نورې مو په مخ کې وي.
هر شی په خپل وار نه تر سره کوو، هر څه ته نوبت نه ورکوو، هره هیله په کرار کرار سره پوره کېږي. داسې نه کېږي چې د ټولو د یوځای پوره کېدو په تمه و اوسو، چې کله د ډېرو څیزونو په تمه شو، نو بیا په څنګه نه سرګردانه کېږو؟ چې سرګردانه شولو نو بیا خو به هرومرو ځوان نه پاتې کېږو.